د اختر تر رخصتۍ وروسته له دود سره سم د خپلې دندې پر لور روانه سوم. د دفتر له همکارانو سره مي روغبړ اوستړې مه سي وکړه، لږ شېبه وروسته مي خپله چپنه واغوسته د مریضانو د لیدولو لپاره مي د مریضانو د اطاق پر لور مخه کړه. څو وګورم چي د اختر په ورځو کي خو به کومه ناوړه پېښه نه وي سوې، په داسي حال کي چي په اخترونو کي د ټرافیکي پېښو ټپیان په روغتون کي خورا ډېر وي. اطاق ته د ننوتو سره سم مي پر یوې مظلومي مېرمني سترګي ولګېدې، چي د ځان سره په غریؤ نیولي ږغ ګډه وه:

ـ چي هر څومره پیسې یې غوښتلای ورپیدا کړي به مي وای. څومره ظلم یې راسره وکړ، اه خدایه هغه مسافر زوی مي تر څو کلونو وروسته کور ته راغلی و، هغه بل زوی ته مي… په دې وخت کي یې ږغ نور هم لوړ خو د ژړا سره یو ځای سو او پر مخ یې مړو اوښکو د سېلاب د اوبو په څېر لاري جوړي کړې، د سر وېښتانو ته یې ورحمله کړه، ما فکر کاوه چي خدای مه کړه د کومي اروايي  ناروغي سره مخ سوې یم، تر څو سلګیو  وروسته چوپ سوه. په دې وخت کي زه ورتېره سوم، تېرې ومي پوښتل:

ـ موري ولي دومره په زوره، زوره ژاړې الله دي خیر پېښ کړي څه کیسه ده؟ مېرمني چوپ وه هيڅ يې هم نه ویل، بیا مي زړه نا زړه بل ځل پوښتنه ترې وکړه، ولي مورجاني څه سوي دي؟

ـ زویه ورځه ما او خپل غم سره پرېږده.

ـ په ډیري نرمۍ سره مي ورته وویل، مورجاني ټول یو الله(ج) پیدا کړي یو او بیرته به مو هغه اخلي، ور زیاته مي کړه زه دلته ستاسو خدمتګاره او یوه ډاکټره یم کېدای سي مرسته درسره وکړای سم. خو هغې هیڅ هم نه منل، روانه سوم  چي پر نورو ناروغانو هم پوښتنه وکړم، خو فکر او چورت مي ټول په هغه نا ارامه مېرمن کي و، د نورو مریضانو تر پانسمان او درملني وروسته مي بیا د هغي غمجني مېرمني خواته ځان راورساوه. ګورم چي دا مهال یو لږ څه په حال کي ده، لومړی مي د دې د ټپي کېدني علت ترې وپوښتی:

ـ مورجاني ستا قربان سم ولي که راته وواست چي ولي ویشتل سوې یاست؟

ـ اوږده سا یې وکښل او ویې ویل:

– اې زویه الله(ج) دي داسي بده ورځ پر نامي مسلمان هم نه راولي، پرېږده چي زه هم همداسي ډک زړه له دې دنیا ولاړه سم، لکه زما ځوانان زامن او خاوند مي او بیا په سلګو سوه….

د تېر په څېر مي نور کوښښ هم وکړ چي لږ تر لږه خو یو څه قناعت ورکړم، چی موري دا هر څه د الله(ج) د لوري پر بندګانو راځي، بو څه پوه سوم چي اوس مي یو څه خبرو کولو ته را ماته کړې ده، سترګي یې راوا ړولې او په ټیټ ږغ یې راته وویل:

ـ کور مو د ولسوالۍ د بازار څخه یو څه ګوښه دی، د حکومت او طالبانو هم چندان وهم راسره نه وي، خپل کلیوالي ژوند کوو، زوی ته مي تازه واده ور وکړ، د اختر څخه څو ورځي تر مخه مي یو ځوان خو د څو کلونو مسافر زوی هم راغلی و، دا مي د لومړي زوی واده و، ټول په خوشحاله و، تر واده څو ورځي وروسته یوه شپه، تقریبآ دوه نیمي، درې بجې ناچاپه په کور د ننه کي ډزي سوې ژر د خوبه راپاڅېدم یو دم مي د ډزو خواته ورمخه کړه، ګورم چي دوه ځوانان زامن مي په وینو کي لت پت پراته دي، خاوند او هغه بل زوی مي د سرای له هغي بلي ګوښې رامنډې کړې، وسلوالو پر هغو هم ډزې پيل کړې، خاوند او درې ځوانان زامن یې را شهیدان کړل، ما او نورو مېرمنو او کوچنیانو چیغي او نارې پيل کړې، په دې وخت کي مي ځان تر وسلوالو راورساوه ماته یې هم را ږغ کړه چي مه راځه تا هم ولم، ما هیڅ هم نه اورېده، ډز سو چي زه هم پر ځمکه راولوېدم، نوره په ځان پوه سوې نه یم چي چا تر روغتون پوري راورسولم.

ډاکټره ن.سحر، کندهار

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *