دا چې مونږ پښتنو په تیرو پنځه زره کلونو کې څه کارنامې کړي دي، لوې الله ته به مالومه وي ځکه د کتاب او د عمل خبری بیلی وي. خو د تیرو څو لسیزو ولسي او حکومتي وګړو کارنامو ته چې فکر کوم نو یقین مې نور هم پوخ شي چې دا د پښتون او پښتونولۍ په نامه کومې نغارې چې وهل کیږي دا هسي ځان خوشالوو، نه هغه پښتون شته چې د ژوند کړه وړه یې په پښتونولۍ ولاړ وي او نه کوم داسې ویاړلی تاریخ لرو چې زمونږ د روښانه راتلونکې د پاره ترې نوره زده کړه وکړو، ځکه د پاړسیوانانو خبره داشتم داشتم را چې میکوني برادر، دارم دارم را بګو!!

خیر!

نن سهار یو ځل بیا د پښتونستان واټ ترڅنګ تیر شوم، څنګه چې مې د پښتنونستان څلي ته وکتل نو په ځای د دې چې پښتنو د دغه دوړه د باب تاریخ پسمنظر پکې ووینم، لکه د غنم رنګې بنګړیوالې چې د ویالې په غاړه ارته چینګه ناسته وي او رنګارنګ، مات او روغ بنګړي ې په لمن کې پراته وي او په لاره روانو پښتنو ځوانانو او پیغلو ته د دوکاندارۍ په خندا وازه خوله په بقو بقو ګوري، چې ګوره که څوک راستون شي او بنګړي واخلي، راته ښکاره شوه. سر مې وڅنډو ما ویل کیدی شي لا د خوبه یمه نو پوری غاړه لاړم د چیف برګر د دوکان د مخې نه مې ورته یو ځل بیا وکتل او بیا راته بنګړیوالې په بقو سترګو وازه خوله کتل!

د دغه څلې په اړه ما یو ځل پوره کوشش وکړ چې د علم او فرهنګ د ټاټوبي پخواني والي جالتماب محترم مامد شپيک ګُل آغا شیرزي صیب ته یو ډیزاین چې په منل شوي انځورګر جمال شاه صیب مې برابر کړی و، وړاندې کړ خو په ځواب کې یې راته وویل شول چې باره دا خو سم میوزیم دی، تیر سه تې، او خبره همداسې پاتې شوه.

اوس نو یو ځل بیا تاسو ټولو پنځه زره کلنو ویاړلي تاریخي پښتنو فرهنګپالو ته خواست کوم چې زما او زما په څیر د لکونو پښتنو فکر چې د پښتون او د دوې د تاریخ په اړه یې لري، غلط ثابت کړئ اوراپاڅئ او دغه د پښتونستان څلی او ورسره نور هغه واټونه لکه د ملنګ جان بابا واټ چې په کوټبال واټ مشهور و، د وزیر محمد ګل خان بابا او داسی نور واټونه او څلي په اساسي شکل جوړ کړئ. بې شکه چې د وطن روانو بدبختیو ته په کتو سره دا زمونږ په اولیتونو کې نه راځي خو چې کله په شمال او جنوب کې د اسماعیل خان په ټانکونو ښکلي کړی شوي واټونه او د استاد عطا د بُزکشۍ اسونه ووینم نو وایم مړه دا شی لکه چې اولیت لري.

په دې اداره کې خو بل کوم داسی مشر ته تمه نه لرمه، اطلات او کلتور خو محترم ډانګتر آجي جالتماب رهین صیب د ایران د تسبو نه جار کړو، خو یو مشر ته مې لا سترګې په لار دي چې هغه محترم استاذ غضنفر صیب دی چې نن سبا په دا نوې اداره کې د کلتوري چارو مسولیت لري، نو کا دخبره هغه ته هم ورسیږي نو بده به نه وي ترڅو د بنګړیوالانو چوک نه د پښتونستان واټ جوړ کړي.

 جالبات ښار

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *