خبریال: میرویس جلالزی- د امریکا د نړیوالو مرستو پراختیایي ادارېUSAID  په افغانستان کې د امریکا د یوه  لوی نړیوال قراردادي چې د کومک او پرمختګ نړیواله اداره ( IRD ) نومیږي فعالیتونه په ټپه درولي دي.

د امریکا د نړیوالو مرستو پراختیايي ادارې ویلي چې د دې ادارې تمویل یې ځکه درولی او کارونه يې ورځنډولي چې د فعالیت د ډول او څرنګوالي په اړه یې دوی ته شکایتونه وشول او د څیړنو پایلو دغه شکایتونه پر ځای وارزول.

د USAID  چارواکي وايي چې د خپل دغه تر ټولو لوی قراردادي ادارې چارې يې پر افغانستان سربیره په عراق کې هم ځنډولي دي.

یاده اداره یوه غیر انتفاعي اداره ده چې د طالبانو د حکومت له نسکوریدو وروسته په افغانستان کې فعالیت کوي او په سلګونو ملیونه امریکايي ډ الره یې له USAID څخه تر لاسه کړي دي.

د کومک او پرمختګ دغه نړیواله اداره اوس په افغانستان کې په زرګونو تنه قراردادي او ثابت مامورین لري چې د ملک په ډیرو برخو کې فعالیت کوي او مرکزي دفتر یي هم د کابل په شیرپور سیمه کې موقعیت لري.

د امریکا د نړیوالو مرستو پرمختیايي ادارې ویلي چې د IRD ادارې په اجرااتو کې یې جدي نیمګړتیاوې لیدلي او په دې سربیره يې د مدیریت، داخلي کنټرول او مسولیتونو په پرمخ بیولو کې هم لویې ستونزې او نیمګړتیاوې موندل شوي دي.

 د USAID له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې هم ویل شوي چېIRD  نه یوازي دا چې په افغانستان کې نور کار نه شي کولای بلکې هغه پروژې به هم ورڅخه بیرته واخیستل شي چې کار یې نیمګړی دی او یا له ستونزو ډک کار پرې روان دی.

IRD  ته یوازې د 2006 او 2014 ککلونو ترمنځ  د یو ملیارد ډالرو په ارزښت  پروژې ورکړل شوي وې.

د امریکا د نړیوالو پرمختیايي مرستو ادارې ویلي چې دوی به د امریکايی مالیه ورکوونکو د پیسو د خوړلو او بې ځایه لګولو په برخه کې د نه زغم پالیسي غوره کړي او د کومک او پرمختګ نړیواله اداره مسوله ده چې د هر یوه امریکايي ډالر په اړه دوی ته حساب ورکړي.

په همدې حال کې د IRD  ادارِ اجرایِ مشر روگر ایروین ویلي چې دوي له خپل دغه تمویل کونکي لوی بنسټ سره همیشه همکاري کړي او هر وخت حاضر دی چې د خپلو پروژو په اړه ورته معلومات او حساب ورکړي.

د امریکا د پراختیايي ادارې او د خپل یوه لوی قرار دادی تر منځ پر داسي مهال د فساد او بي حسابۍ خبرونه تر لاسه کیږي چې افغانستان په روان وخت کې له سختو مالي ستونزو سره مخ دی او حکومت حتی پر دې هم نه دی توانیدلی چې خپل عادي لګښتونه پوره کړي.

افغان دولت په وار وار ویلي چې نړیوالي موسسي  په افغانستان کې لوی مالي فساد کې لاس لري خو نړیوالو ادارو ویلي چې دا افغان دولتي ادارې او زاړه مامورین دي چې تر ستونې پوري په فساد کې ډوب دي.

ویل کیږي چې د امداد او پرمختګ د نړیوالي دغې اداري IRD د چارو له سقوط سره ښايي په زرګونو تنه افغانان خپلي دندي له لاسه ورکړي او په لسهاوو هغه پروژي چې اوس یي د امریکا په مالي مرسته  پر مخ بیايي هم تر نامعلومي مودې پوري وځنډیږي او ښایي هم هیڅ کله بیا تمدید نه شي.

One thought on “امریکا په افغانستان کې د یوې لویې قرادادي ادارې فعالیتونه وځنډول”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *