تاند- نړیوال بانک وايي په لسو کلونو کې یوازې د اسیا په ختیځ کې ۲۰۰ ملیونه کلیوال ښاري شوي دي او دا لړۍ لا دوام لري.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې د نړیوال بانک له اټکل سره سم، د اسیا په ختیځ کې له ۲۰۰۰ م کال څخه تر ۲۰۱۰ پوري د ښارمېشتو فیصدي له ۲۹ څخه ۳۶ ته زیاته شوې ده.
نړیوال بانک دا شمېرې د سپوږمکۍ د تصویرونو او دغه راز د (geospatial) یعني د وګړو د موقعیت له مخې راټولې کړي دي.
نړیوال بانک سپارښتنه کړې چې پالیسي جوړوونکي دې د ټولنیزو او اقتصادي بحرانونو د مخنیوي لپاره د مهاجرت اړوندو احصاییو ته توجه وکړي او پلانونه دې ورته جوړ کړي.
د نړیوال بانک په راپور کې دې ته هم اشاره شوې چې په یاده موده کې (۲۰۰۰-۲۰۱۰) د اسیا د ختیخ ښارونه په سلو کې ۲/۴ پراخ شوي خو د ښارمېشتو نفوس ۳ فیصده ډېر شوی دی.
په ۲۰۱۰ میلادي کال د اسیا په ختیځ کې ۸۶۹ داسي ښارونه موجود ول چې لږترلږه نفوس یې یو لک تنو ته رسېده. د هغو په منځ کې د ۸ ښارونو نفوس تر ۱۰ ملیونو اوړي.
نړیوال بانک وايي، سره له دې چې اوس د اسیا په ختیځ کې یوازې ۳۶ فیصده خلک په ښارونو کې اوسي، اټکل کوي چې په دې لویه وچه کې، چې تازه د پرمختګ په لور غټ ګامونه اخلي، د ښارونو نفوس په چټڼکه زیات شي.
د نړیوال بانک راپور یوازې د اسیا د ختیځو هیوادونو په اړه دی خو داسي ښکاري چې په جنوبي اسیا کې د ښاري نفوسو د ډېرېدا بهیر لا زیات چټک وي.
د ښاري خدماتو ترڅنګ صنعت د دې سبب کېږي چې کلیوال کروندې او ښه هوا پرېږدي او په ښار کې کاروبار ولټوي خو په دې منځ کې هغه هیوادونه زیات زیانمن کېږي چې د افغانستان په شان صنعت نه لري.
په وروستیو ۱۳ کلونو کې د افغانستان ښاري نفوس څو برابره زیات شوی دی. که څه هم رسمي او دقیقې احصاییې نشته خو د پلازمېنې کابل، مزارشریف، جلال اباد، خوست، هرات، کندهار، غزني او ډېرو نورو ښارونو نفوس د ۱۳ کاله پخوا په پرتله لږترلږه دوه برابره شوی دی.
د کابل په اړه ویل کېږي چې د ۴ او ۵ ملیون ترمنځ نفوس لري، حال دا چې ۱۳ کاله پخوا یو ملیون اټکلېده.