تاند- د اسلامي همکارۍ موسسې یا او آی سي سرمنشي لیاد امین مدني د سې شنبې په ورځ د افغانستان اسلامي جمهوریت ته په درې ورځني سفر راغی.
دی به د دې سفر په لړ کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني، اجرايي ريیس عبدالله عبدالله او نورو چارواکو سره وویني.
د او آی سي په مرکز جدې کې د دغه تنظیم چارواکو وویل چې سرمنشي ښاغلی مدني به له افغان مشرانو سره په خبرو کې د افغانستان له حکومت او ملت سره د دې ټولنې پر ملاتړ ټینګار وکړي او دغه راز به د سولې او ثبات د راوستلو لپاره د افغانستان د حکومت د هلوځلو ملاتړ وکوي.
ښاغلی مدني به د افغانستان د سفر په لړ کې د دغه هیواد او (او آی سي) ترمنځ په ټولو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه هم خبرې وکړي.
شه نیک گام دی.
الله ج دی به افغانستان کی صلحه راولی