د کرکټ بورډ خبرپاڼه –

د افغانستان د حکومت اجراییه رییس ډاکټر عبدالله د افغانستان کرکټ بورډ له پلاوي او ملي لوبډلې سره دلیدنې پرمهال هیله وښوده چې د کرکټ ملي لوبډله به په نړیوال جام کې ښه وځلیږي او ډاډ یې ورکړ چې د ملي یووالي حکومت له کرکټ څخه بشپړ ملاتړ کوي.

دغه لیدنه چې داجراییه ریاست په سپیدار ماڼۍ کې ترسره شوه، تر هر څه مخکې دافغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس نسیم الله دانش د نړیوال جام لپاره د ملي لوبډلې د لار موندنې او په دې برخه کې دشویو تیاریو په اړه اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله ته معلومات ورکړل.

هغه زیاته کړه، چې دافغانستان ملي لوبډله په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د یوه ورځني کرکټ نړیوال جام ته لاره پیدا کړې ده، چې د افغانانو لپاره ستره لاسته راوړنه ده.

نسیم الله دانش وویل چې ملي لوبډله د جمعې په ورځ په نړیوال جام کې د ګډون په موخه داسټرالیا په لوري روانیږي او دافغانستان له اجراییه رییس څخه یې مننه وکړه چې په دې مرحله کې یې لوبغاړو سره ولیدل او هغوی یې تشویق کړل.

اجراییه رییس ډاکټرعبدالله لوبغاړو ته وویل چې د ټول هیواد سترګې ستاسو په لور دي او ستاسو د بریالیتوبونو لپاره دعاګانې کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې د کرکټ لوبغاړو تل هیواد ته ویاړونه راوړي دي او د حکومت په استازیتوب یې له لوبغاړو څخه مننه وکړه. د هغه په وینا، دافغانستان کرکټ ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې دی او ډاډ یې ورکړ چې حکومت به د کرکټ ادارې او لوبغاړو هر ډول ملاتړ کوي.

اجراییه رییس دافغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې له بهرنیو نړیوالو روزونکو هم مننه وکړه چې په سختو شرایطو کې افغانستان ته راغلي دي او افغانانو سره د کرکټ په برخه کې مرسته کوي.

ډاکټر عبدالله ژمنه وکړه، د راتلونکي کال په بودیجه کې به د کرکټ بورډ لپاره ډیرې پيسې ځانګړي کړي.

دافغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس شفیق الله ستانکزي د ادارې د جوړښت او د ملي لوبډلې د ټاکنې په اړه اجراییه رییس ته معلومات ورکړل.

1هغه زیاته کړه چې افغانستان اوس د کرکټ دنړیوالې شورا د دویمې درجې غړیتوب لري او هڅه کوي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې دلومړۍ درجې غړیتوب ترلاسه کړي.

ستانکزي وویل چې په دې برخه د حکومت کلک ملاتړ او همکاري اړینه ده ترڅو دوی وکولی شي په هیواد کې دننه د کرکټ لوبې ته پرمختګ ورکړي.

د نوموړي په وینا، که چیرې افغانستان د لومړۍ درجې غړیتوب ترلاسه کړي، نو د کرکټ له نړیوالې شورا به د کال لسګونه میلیونه ډالر بودیجه ترلاسه کوي او بیا به د حکومت مرستې ته نه یواځې اړتیا ونه لري ، بلکې حکومت ته به میلیونونه ډالر مالیه هم ورکوي.

ددې لیدنې په پای اجراییه رییس ټولولوبغاړو سره په ځانګړې توګه خدای پاماني وکړه .

One thought on “اجراییه رییس نړیوال جام ته له تلونکي لوبډلې سره خدای پاماني وکړه”
  1. ګل مرجان دي لوبو ته ورسره ولاړ شي. قسم چي نړۍ وال جام خو په سپينسترګۍ و کور ته راوړي. هره لوبه چي افغانستان بايلي دی به وای
    نه يې منم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *