دچنګاښ ۱۸ مه
هاغه مهال چې په کلي کې اوسیدو د روژې او دکوچني اختر د راتګ په اړه به مو راډیو ته غوږونه بوڅ نیولي و ترهغې به مو چې څه نه و اوریدلي ویده کیدو به هم نه، او دمډیا له لارې مو روژه نیوله او اختر به مو لمانځه.
اوس چې کابل کې اوسیږو په سلګونه ډله ییزې رسنۍ دي خو بیګاه شپه مې کومه رسنۍ تعقیب نه کړه، باور مو درلود چې عبیدالله کندهاري ویلي حتما روژه ده د معاصرې تکنالوژۍ پرځای مې په علم نجوم زړه وتاړه،له خواږه خوبه پیشمني ته راویښ شوم پشنمي مو په ګډه له کورنۍ سره وکړ،خو په ښار کې چوپه چوپتیا وه ملایانو هم لوډسپیکرو کې نارې نه وهلې سهار چې دخوبه پاڅیدم ځان سره مې فکر وکړ چې دڅه دي اوریدلي چې روژه یې؟ ملګرو ته مې زنګونه وکړل یو ملګری چې دعربي نړۍ سره ښه بلدتیا لري راته وویل دسهار په چای ناست یم ماویل روژه خوره څه وایي ویل یې ولې ته خبر نه یې چې نن دشعبان اخري ورځ ده او سباء روژه ده، ماویل نه؟ بل ملګري ته مې هم زنګ وکړ هغه هم ورته ځواب راکړ کله چې مطمین شوم نو کورنۍ ته مې دسهار دچایو دتیارولو سپارښتنه وکړه زما غوښتنې سره مې پلار غبرګون وښود چې نن روژه ده ، دا ړوند ګوڼ نظام په څه پوهیږي، ماویل پلاره ټوله اسلامي نړۍ کې روژه نده یوازې خو افغانستان نه دی، هغه ویل اسلامي نړۍ هم هسې روژو خوړلو او کمولو ته بهانې لټوي،که نن روژه ونه نیسو نو (۲۹) کیږی ماویل داخو لا ښه خبره ده چې خدای یې (۲۹) کوي،زه چې پوه شوم چې زما په دلایلو مې پلار په غوصه کیږي نو غلې خونې ته لاړم او سمه نشته مې وکړه دکورنۍ ګو ته په شمېر غړو راسره په سهارنۍ کې ملګرتیا وکړه او ډيرو خو یې زما دپلار له ویرې روژوه ونیوله، ویل یې موږ له ویرې روژه یو؛
ماچې هرڅه ویل چې ننۍ روژه نیول نه یوازې داچې ګټه نلري بلکې ګناه هم لري خو چا زما خولې پورې هم ونه خندل او له ځان سره مې فکر وکړ چې موږ دمعاصرې تکنالوژۍ او دومره تغیراتو سره سره په زړو ببولالو کې نښتي یو.
ایا د رسنیو ډیر والي خو درسنیو په اړه دخلکو علاقه کمه کړی نده؟ او که پخوا یوازې په رسنیو باور موجود و؟