هلمنديانو د هلمند مدني ټولنې په مرسته د سوله ييز لاريون په ترڅ کې له ولسمشر وغوښتل چې په هلمند کې دې د بېکارۍ کچه راټيته کړي.
دوی په خپلو خبرو کې وويل، بېکارۍ ځوانان دې ته اړويستي دي چې په ورانکارو کړنو لاس پورې کړي او په نشه روږدي شي.
دغه سوله ييز لاريون د هلمند مدني ټولنې مخې ته جوړ شو چې د هلمند لسګونه بېکاره ځوانانو، قومي مخورو، مدني فعالانو او د پوهنتون استادانو برخه پکې اخيستي وه.
د لاريون کوونکو په لاسونو کې پېغام پاڼې هم وې چې ((ولسمشره موږ کار غواړو)) او ((موږ پر کار وګمارئ)) شعارونه پرې ليکل شوي و.
لاريون کوونکو په يوه خوله رسنيو ته وويل چې دوی نور د بېکارۍ رنځ نه شي زغملی، ولسمشر دې په هلمند کې د بېکارۍ د له منځه وړلو لپاره عملي کار وکړي.
ياد لاريون کوونکو او مدني فعالانو دا هم وويل که په هلمند کې بېکاري له منځه لاړه نه شي نو روانه جګړه به نوره هم توده شي، ځکه د دوی په خبره بېکارۍ ځوانان دې ته اړ کړي دي چې يا په نشه روږدي شي او يا هم له وسلوالو سره يو ځای شي او د څو پيسو په بدل وجنګيږي.
د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد په خپلو خبرو کې وويل: چې په هلمند کې له ډېره وخته ځوانان له بېکارۍ زوريږي، ده دا هم وويل تېر دولت هم د بېکارۍ د له منځه وړلو لپاره کوم بنسټيز کار نه دی کړی، نوی حکومت بايد په هلمند کې په داسې بنسټيزو پروژو کار وکړي چې له مخې يې د بېکارۍ پرتې ستونزې حل شي.
د هلمند مدني ټولنې له لوري د لاريون په وروستيو کې يودرې ماده ييز پرېکړه ليک هم وړاندې شو چې پکې له ولسمشر جدي غوښتنه شوې وه چې په هلمند کې دې بېکاره ځوانان پر کار وګماري.
ددغه پرېکړه ليک په يوه برخه کې راغلي و چې هلمند د ټول هېواد په کچه د کار موندنې ښې زېرمې او ظرفيتونه لري، ولسمشر بايد په هلمند کې د فابريکو رغوولو ته پام وکړي او ځوانان دې په دولتي ادارو، علمي مرکزونو، بيا رغنيزو پروژو، کرهڼيزو بوختياو او نورو برخو کې پر دندو وګماري.
په دې وروستيو کې په هلمند کې د بېکارۍ کچه ډېره شوې ده، ډېری مرسته کوونکو موسيسو خپل کاري دفترونه وتړل، بيارغنيزې پروژې پر ټپه ولاړې دي، چې له امله يې ډېری ځوانان بېکاره دي.
ولسمشر او اجرايه رئيس له خلکو سره ټينګې ژمنې کړې وې چې د بېکارۍ د له منځه وړلو لپاره به عملي کارونه وکړي خو تر اوسه پورې ياده ستونزه نه ده حل شوې.
ولس له نوي ملي يووالي حکومت څخه ټينګه غوښتنه کوي چې د بېکارۍ د له منځه وړلو لپاره داسې پلانونه طرحه کړي چې په ټول هېواد کې ياده ستونزه حل شي.
که په هېواد کې او په تېره بيا هلمند کې ځوانان د بېکارۍ له رنځه زورېدل نو په هېواد کې پرتې امنيتي ستونزې به لا هم ډېرې شي او خلک به د کوکنارو کرلو ته مخه کړي.