په نړۍ کي دا خبره اوس ډېره عامه سوې ده، چي وایي کمپیوټر او کیبورډ د کاغذ او قلم ځای نیولی دئ. که زموږ په ټولنه کي تر اوسه داسي نه وي په نورو هیوادونو کي تر ډېره حده دغسي هم ده. د دې په څنګ کي د ټکنالوژۍ په اوسنۍ چټکه نړۍ کي انټرنیټ د معلوماتو هغه سمندر دئ، چي د نړۍ خورا ډېره برخه خلک له دغو معلوماتو څخه کار اخلي او متأسفانه ډېریو ته دغه معلومات تر هر څه معتبر او منلي اېسي، چي په واقعیت کي کاملاً دغسي نه ده، ځکه انټرنیټ هغه ماشین دئ، چي هر څوک کولای سي هر څه پکښي ولیکي او خپاره یې کړي. دغه ماشین تر اوسه کوم سانسور او فلټر نه لري چي د یو چا وراچول سوي معلومات تر هغه بله سَرَه چوڼلي او کره راوباسي. و دغه ماشین ته ورلوېدلي هر څه چي دي، له دې څخه د موثقو معلوماتو په نامه په نړۍ کي ډېر کسان استفاده کوي. که دغه معلومات د یوې اکاډېمیکي مرجع څخه وي، نو ډېر ښه او که له یوه شخصي مرجع څخه راوتلي اوتي بوتي وي، نو یې پر کږه رهي کوي او شاید کوهي ته یې ورواچوي.
راځم خپل اصلي مطلب ته. زما او زما په شان نورو پښتنو ته تر یوې اندازې خپله ژبه، تاریخ او کلتور معلوم دئ او دې ته اړتیا نه وینو چي د انترنت له لاري په دغسي معلوماتو پسي وګرځو، خو پرون مي په فکر کي راوګرځېدل چي راځه وګوره د پښتو او پښتنو معرفي په اوسنۍ خورا منلي او پرمختللي انټرنیټي دائرة المعارف «ویکیپیډیا» کي څنګه سوې ده؟ نو په ویکيپیډیا کي مي په عربي رسم الخط د دغه معلوماتو پاڼه خلاصه کړه، چي په پاړسي ژبه وه. په تأسف سره باید ووایم، له داسي شیانو سره مخامخ سوم، چي زه یې دې ته اړ ایستم ستاسي دوستانو سره دا موضوع شریکه کړم.
په دغه پاڼه کي چي کوم معلومات خپاره سوي دي، نه یوازي چي د پښتو او پښتنو سمه معرفي ئې نه ده کړې، بلکي کېدلای سي د هغو سپکاوی او غندنه ئې لا هم وبولو، ځکه هغه د داسي یو چا له خوا لیکل سوې او وراچول سوې معلومېږي، چي زما په خیال زړه یې پښتو او پښتنو ته خورا ډک او د تعصب و بېلارۍ نخښي یې له ورایه ښکاري. زما په نظر د ژبي، کلتور او ملي مسایلو د معلوماتو مرجع باید یو اکاډیمیک مرکز وي، نه یو شخص او یوه ډله. زه به د خپلو خبرو پر ځای د هغي پاڼي ځیني برخي تاسي ته وړاندي کړم او قضاوت به تاسو ته او اصلاح به یې د دغه ساحې درنو توکم پوهانو، د ادب د تاریخ پوهانو، ژبپوهانو او د لرو او برو پښتنو اړوندو مسئولو مؤسسو ته پرېږدم:
“…تعداد گویشوران زبان پشتو در افغانستان حدود هشت میلیون نفر، در پاکستان حدود هفت میلیون نفر، و در ایران حدود ۵۰ هزار نفر برآورد میشود…
…زبان باستانی ایرانیتباری که نیای پشتو بوده به احتمال زیاد با زبان گاتاهای زرتشت نزدیکی داشتهاست. با گذشت زمان، شاخه زبانهای هندوآریایی تأثیر عمیقی بر روی پشتو گذاشتهاست…
واج شناسی
زبان پشتو چه از نظر واجشناسی و چه از نظر ساختمان دستوری با دیگر زبانهای ایرانی تفاوتهایی دارد. این زبان رابه دو گروه غربی (یا جنوب غربی) و شرقی (شمال شرقی) تقسیم میکنند. گویش مهم گروه غربی، گویش قندهاری است و در گروه شرقی گویش پیشاوری اهمیت دارد. اختلاف میان این دو گروه، هم در چگونگی ادای واکهها و هم در برخی نکتههای دستوری است. از جمله نام یا عنوان زبان که در قندهاری «پشتو» و در پیشاوری «پختو» تلفظ میشود…
قواعد آواشناسی نشان میدهد که واژه پشتو شکل دیگرگونشدهای از همان واژه پَرْسَوا (به معنی پارسی) است…
آثار ادبی زبان پشتو
نوشتار اصلی:
آثار ادبی پیش از اسلام به این زبان بدست نیامده؛ ولی بعد از قرن اول هجری اشعار و منظوماتی موجود است که بر حیات ادبی این زبان در اوایل اسلام دلالت میکند. کتاب پته خزانه (گنجینهٔ پنهان) که بهسال ۱۱۴۲ ه. ق. ۱۷۲۹ م. در قندهار نوشته شده به استناد کتابهای قدیمی پشتو برخی از منظومات و اشعار پشتو را که به قرن دوم هجری تعلق دارد نقل کردهاست. البته اصالت این کتاب از سوی پژوهشگران در افغانستان و پاکستان رد شدهاست. عبدالحی حبیببی پژوهشگر افغان مدعی میشود که آن کتاب در ۱۳۲۲ بدستش افتادهاست، اما بیشتر پشتوشناسان و مورخین نظریهٔ وی را رد نمودهاند و آن را از جعلیات آقای عبدالحی حبیبی میدانند…
در طی سدههای پیاپی، پشتو تنها در گفتار بهکار میرفته و آثار ادبی به این زبان بسیار اندک بودهاست. تنها از سی چهل سال پیش بود که دولت افغانستان پشتو را زبان رسمی کشور قرار داد و از آن پس روزنامه، کتاب و آثار ادبی به این زبان پدید آمد و تدریس آن در آموزشگاهها معمول شد…
قدیمیترین شاعر پشتو که یک منظومهٔ حماسی، او را مؤلف کتاب پته خزانه به استناد تاریخ سوری نامیده امیر کرور (Krur) پسر امیر پولاد سوری است که بهسال ۱۳۹ ه. ق./ ۷۵۶ م. در مندش غور امیر بود. اصالت این کتاب مورد تأیید حلقههای اکادمیک قرار ندارد. نویسندگانی در پیشاور پاکستان و افغانستان این کتاب را زیر سوال بردهاند و در آن مواردی یافته اندکه حدس و گمان مبنی بر جعلی بودن «گنجینهٔ پنهان» رانزدیک به یقین میکند. از جمله در ذکر روزهای هفته و ماهها. نویسندگان کتاب، از جمله عبدالحی حبیبی مرحوم گمان نمیکردند تقویمی به وجودبیاید که بتواند روزها و تاریخهای هزار سال پیش و هزار سال بعد را معین کند. اما امروز چنین تقویمهایی وجوددارند که بر اساس میتوان جعل بودن این کتاب را ثابت کرد…
زبان پشتو پس از طی یک دورهٔ طولانی که نزد تحصیلکردگان در محاق بود در نیمهٔ اول سدهٔ بیستم بیشتر در میان ملت افغان متداول و رایج شده و ادبیاتی پدید آوردهاست…
در دورهٔ محمد ظاهرشاه و پس از تدوین قانون اساسی در ۱۳۴۳ خورشیدی، رجال سیاسی پشتون به سرپرستی رِشتِین کوشیدند تا زبان پشتو را به عنوان یگانه زبان رسمی کشور در متن قانون اساسی به تصویب رسانند، اما اعتراض جدی مردم از یکسو، و دفاع نمایندگان فارسیزبان قانونگذار از دیگرسو، از این امر جلوگیری کرد. سرانجام، پشتونها پذیرفتند که رسمیت زبانهای فارسی دری و پشتو را در قانون اساسی بگنجانند. بدینترتیب، افغانستان کشوری دو زبانه شد و امکانات محدود مربوط به زمینههای آموزش و پرورش و نیز قابلیتهای مطبوعاتی و استعدادهای فرهنگی به دو نیم گردید. نیمهٔ نخست و سنگینتر آن به رشد زبان و ادب پشتو اختصاص یافت و نیمهٔ واپسین و سبکتر آن در راه ادامهٔ حیات زبان و ادب فارسی دری صرف شد…
از این پس، در حقیقت قابلیتها و استعدادهای محدود اقتصادی، ادبی و فرهنگی کشور، صرف طرح و عرضهٔ مفهومی واحد با دو صورت زبانی گردید و نتیجهٔ آن رخداد این شد که از یک سوی، ادب فارسی دری سیر طبیعی و معمولی خود را از دست داد و از دیگر سوی، پارهای از استعدادهای واژگانی فارسی در افغانستان مختل گردید و از قوه به فعل نرسید و واژههای پشتو بر آن تحمیل شد و وجه زیبای شناختی آن مخدوش و مغشوش گردید…”.
د ټوله مضمون د لوستلو له پاره دا لینک وګورئ،
لکه څنګه چي مو ولوستل د پښتنو نفوس، ژبي ، ادبیاتو، د هغه د تاریخ او په څنګ کي د پټي خزانې، چي د پښتو ادبیاتو خورا مهم تاریخي اثر دئ او همدارنګه ئې د پښتو ادبیاتو د دوو ځلاندو ستورو علامه حبیبی صاحب او پوهاند رښتین صاحب په اړه یې داسي څه لیکلي دي، چي نه یوازي سم او منل سوي معلومات نه دي بلکي د دغه معلوماتو د لیکلو ځای هم نه دئ، نو باید د «زبان پشتو» پر ځای یې بل عنوان درلودای او هغه به «د ځینو متعصبینو له خوا په تېرو دېرشو، څلوېښتوکلو کي د پښتو سره د پاړسي مخالفت پارول او روزل» بلل سوی وای.
په دې هیله، چي دغه معلومات د مربوطه مراجعو له خوا په جدي توګه هر څه ژر وکتل، اصلاح او واړول سي، تر څو نوي لوستونکي په خطا نه وزي او ګمراه یې نه کړي.
احمدشاه – کندهار
سلامونه دتاند ښاغلو،آغلو لوستونکوته،
دورور احمدشاه خان دلیکنې په تآیید، ما څه وخت مخکې ورور احمدولي اڅکزي صاب ته دیواي-مېل په ترڅ کې وړاندیز کړی وچې که وخت ولري د ویکیپډیا پوهنغوڼډ د”پښتو” برخه یو ځل په دقیقه توګه وڅیړي او بیا د مسءولو پوهاند صاحبانو، اودکابل اوپیښور اکادمیسینانو له هوکړې وروسته یی کره او ناکره لغتونه، جملې، اشخاص ا.د.ن. سره بیل او واقعیتونه ولیکي خودهغوی ځواب رانغی؟؛دا فارسي خو یې باید حقیقي افغانان لکه سیستانی صاحب، هاشمیان آغا،ا.د.ن. وځوابوي.
که د فارسی نه عربي کلمات لیرې کړل شي آیا پخپله تاجکان ، فارسیان به پرې پوه شي؟ فکر نه کوم. زما مقصد دادی چې دډې سیمې ټولې ژبې (لکه دتاند همدا ڼن کې دپامیري ژبو، ساکي او نورو اړیکې دپښتو سره وروړرفیع اله نیازی صاحب څیړلی..)یوه له بلې سره اغیزمنې شوي او لا هم کیږي نو دا بې مانا خبره ده چې پښتو له پاړسو اخیستل شوې.
بل داچې بلجیم د غربي یورپ یو وړکی ملک دی، مګر ۳ ژبې(هالینډي،فرانسوي او جرمني)په کې رسمي دي،څلورمه یی لا انګلیسی ښودل کیږي مګر پخواني فارث، یا اوسني ایران کې په ملیونونو نور ژبي او مذاهب ژوند کوي خو فاشیستان او آخوندان ولې هغوی ته حق نه ورکوي؟؟؟؟. دا هم باید ویکیپېډیا کي ذکرسي.په احترام. حمیدالله زړه ور صاپی/بلجیم
كه چير ى د افغانستان تاريخ ته وكورو ورسته تَر انكريز،او روس دافغانانو سرسخت دشمن ايران وو او أوس هم دى او وى به ، دا يو نوع جنك او مداخله ده زموز په هيواد كى او موز به هيخ كله ودى مرتجع هيواد ته اجازه ورنكرو چه خبل شؤم غرض ددى هيواد پر ضد وكاروى، په جهان كى منظور مى اسلامى نرى ده٤دوله اسلامى چه أصلا داسلام تَرنوم لاندى فعا ليت كوى يؤ هم دايران مرتجع شعيه ايزم دى نه يوازى په أفغانستان كى په نورو هيوادو كى دا يران لاس وهنه ده دى خان داسلامى نرى رهبر كنى. نور لكه اخوان المسلمين، مصر لشكر طيبه چه دديوبند محصول دى،وهابيون عربستان سعودى