مطبوعاتي اعلامیه
چارشنبه، د دلوې 8 مه 1393
د افغانستان د ولسي جرګې وکیلانو د رایو په غوڅ اکثریت سره د 1994 مالي کال بودجه تصویب کړه. د 1394 مالي کال ټوله بودجه، 434.978 میلیارده افغانۍ ده چې په دې کې 282.436 میلیارده افغانۍ یې عادي بودجه او 152.514میلیارده افغانۍ پراختیایي بودجه ده.
د 1394 کال مالي بودجه د تیر کال په پرتله 1.5 سلنه زیاتوالی لري چې نژدې 6.599 ملیارده افغاني کیږي.
د هیواد د اساسي قانون د 97 مادې له مخې ملي بودجه ملي شورا ته لیږل کیږي او د پوره غور او دقت نه وروسته د توازن ساتلو په رڼا کې د ملي بودجې په توګه تصویب کیږي.
د مالیې وزارت د بودجې د تصویب له امله د ولسي جرګې له وکیلانو څخه مننه کوي او ولس ته د لا خدمت د ترسره کیدو هیله کوي.