تاند- د ولسمشر بارک اوباما حکومت د ۲۰۱۶ مالي کال د لګښتونو غوښتنه راتلونکې اوونۍ کانګریس ته لېږي.

یوه امریکايي چارواکي، چې نوم یې څرګند شوی نه دی، وویل: د اوباما حکومت هڅه کوي چې د دفاع لپاره د ۵۳۴ ملیارد ډالرو بودجه تصویب شي.

د بارک اوباما حکومت همداراز د افغانستان او عراق د جګړو او په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت د سخت دریځې ډلې پر ضد د مبارزې لپاره د نژدې ۵۱ ملیارد ډالرو د بېلېدو غوښتونکی دی.

دا خبره یوه امریکايي چارواکي مخکې تر دې وکړه چې راتلونکې اوونۍ د متحدو ایالتونو د دفاعي بودجې غوښتنه کانګریس ته وړاندې شي.

په وړاندیز شوې بودجه کې ۱۰۷ ملیارد او ۷۰۰ ملیون ډالره د وسلې د رانیولو، او ۶۹ ملیارده او ۸۰۰ ملیون ډالره د تحقیقاتو لپاره په پام کې نیول شوي دي.

یوې خبرې سرچینې د وړاندیز شوې بودجې د جزییاتو په اړه وویل، F-35 ډوله ۵۷ جنګي جټ الوتکې هم په دې بودجه کې شاملې دي.

د دې سرچینې، چې نوم یې نه دی ښودل شوی، په وینا هغه پیسې چې دې برخې ته وړاندیز شوي، د هغو پیسو دوه برابره دي چې د تېر کال په بودجه کې په پام کې نیول شوې وې.

دې سرچینې همداراز وویل، د سمندري ځواک بېړیو او الوتکو د تمویل بودجه هم له پامه نه ده غورځول شوې خو د ځینو وسلو د سیستمونو لپاره پیسې کمې کړای شوي دي.

د پینتاګون له لوري د ۵۳۴ ملیارد ډالرو بودجې غوښتنه د هغه څه مطابق ده چې د تېر کال په بودجه کې یې د ۲۰۱۶ کال لپاره اټکل کړی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *