د لغمان ولایتي چارواکي وايي چې نن په دغه ولایت کې په یوه انتحاري حمله کې لږترلږه ۱۲ تنه ملکیان وژل شوي او ۳۶ نور ژوبل دي.
د لغمان ولایت د والي ویاند سرحدي ځواک وویل، په دې ځانوژونکې حمله کې، چې د یوه سیمه ییز پولیس د جنازې په مراسمو کې وشوه، د لغمان د امنیه قومندانۍ د جنايي مدیر په شمول څلور پولیس هم وژل شوي دي.
پیښه د محلي پولیس سیدا جان او درې تنو ملکي وګړیو د تدفین په مراسمو کې چې نن سهار د سرک د غاړې د ماین په چاودنه کې شهیدان شوي ول رامنځته شوې ده.
بل لور ته یو تن شکمن ځانمرګی بریدګر د امنیتي ځواکونو له لوري ژوندی نیول شوی چې دا مهال ترې پوښتنې ګروېږنې کېږي.
په لغمان کې د یوه پولیس د جنازې په مراسمو کې انتحاري حمله وشوه
لومړنی خبر
تاند- د یوه تازه خبر پر اساس په لغمان کې د یوه پولیس د جنازې په مراسمو کې انتحاري حمله شوې چې لږترلږه دوه تنه پکې وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل دي.
په دې پېښه کې چې نن ماسپښین د یوه سیمه ییز پولیس د جنازې په مراسمو کې وشوه ۲ تنه وژل شوي او ۲۰ ټپیان دي. پولیس وايي چې په برید کې دوو انتحاریانو ګډون درلود چې یوه ځان والوزاوه خو بل ژوندی ونیول شو.
تر دې مخکې نن په لغمان ولایت کې د سرک غاړې د ماین په چاودنه کی درې ملکي وګړي او یو سیمه ییز پولیس ووژل شول.
د دې ولایت د سرپرست والي ویاند سرحدي ځواک وویل چې چاودنه د مرکز مربوط د مصري کلا په سیمه کې شوې ده.
د ځواک په وینا امنیتي ځواکونو د دغې پیښې په تړاو یومشکوک کس نیولی دی.
تراوسه چا د دې پیښې مسوولیت پرغاړه نه دی اخیستی.
په دې اړه د لغمان ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه: