سید حسین پاچا –
صلاح الدين رباني او امثالهم ته يې له وړتيا او کاري تجربې پرته رايه ورکول کيږي او کريمي ته نه، نو دا ولسي جرگه د اعتبار وړ نه ده. دوی د خپلو ملي گټو پر ځای د نورو گټو ته وفاداره دي، کنه نو څنگه د کريمي غوندې يو وطنپال – ملي شخصيت نه شي زغملای؟
ښاغليه ،
د کورنيو او بهرنيو چارو وزارتونه تعيين شول، خو د دفاع وزارت لپاره ستر جنرال شير محمد کريمي چې د خپل مسلک، پوهې او کاري تجربې سره سره د ولسي جرگې له لورې رديږي، نو له دې جرگې به څه د خير تمه وشي. درست ده چې تاسو يې پرېکړې ته درناوی لرئ، خو کاشکې چې دوی هم ستاسو او د کريمي پرځای خپلو ملي گټو ته درناوی کړی وی، خو هغسې ونه شول. ځينې داسې منظم حرکتونه او فعاليتونه شته چې د دفاع، کورنيو او بهرنيو چارو وزارتونه ان تر قضا پورې په خپل کنترول کې واخلي، نو دا به ستاسو لپاره بيا گرانه وي چې د گران هېواد د ښېگڼې او ښېرازۍ، د بيا ودانولو او اقتصاد رغولو لپاره مو پروگرامونه بريالي شي.
ستاسو به پر ياد وي چې وړم کال د کرزي په حکومت کې هم جنرال رحيم وردگ سره هم همداسې لوبه وشوه او بيا يې پر ځای بسم الله محمدي راغی چې هغه هم بريالی نه شو، خو کرزی شله شو او بيرته يې پر ولسي جرگې باندې ومنه او د باور رايه يې ترلاسه کړه. هغه چې د داود خان له روغتونه يې په لسگونه ميليونه ډالره غلا کړل او نن هم جگې سترگې گرځي. حال دا چې کريمي دا ډول کړنې د ځان او خپل حيثيت لپاره شرم او اخلاقي جرم گڼي.
ولې په دې دومره پښتنو وکيلانو کې يو کريمي د باور رايه ترلاسه نه کړه؟
په درنښت
سيدحسين پاچا
لمړی اعتراز چی زه یی په اشرف عنی کوم دغه ده
د شیر محمد کریمی په ناکامولو کی د ارګ لاس وو تاسو کولای شی دعه وګورو چی څه وایی ، هغه وایی چی د ارګ څخه ورته ویل شوی وو چی کریمی رایه مه ورکوه که داسی وی نو د هیواد د نومیالی ستر جنرال په خق یی سخت ظلم ورکړ هغه یی مایوسه کړ زما په نظ د کریمی څخه زیات دی اوسنی اردو ته زیات کار بل چا ندی کړی
د جنازې خبرتيا!
پارلمان پلار !
ملت خونه مور !
صداقت,انصاف,عدل,امانت او کفايت وروڼه!
عقل,احساس,مسوليت,صبر,تحمل,استعداد او نسب وريرونه!
ريښتيا,سپيڅلتيا,عفوه, ازادی خويندې!
رڼا,ځلا,صفا او رواه لوڼه!
ټولو غلو,لاسپوڅو,جاسوسانو,پرديپالو,غدارانو,لاشعوره بې طبلته وکيلانو ته خبر ورکول کېژي چې د مسلک جنازه چې نن د ولسی جرګې څخه ووتله ,دجنازې لمونځ صبا لس بجی د عيدګاه جامع جومات کې اخستل کېژي او په پلارنۍ هديره کې خاورو ته سپارل کيژي.فاتحه وروسته اعلانېژي .
وجدان
دجنرال كريمي سره جفا دملت سره جفا ده هغه وكيلانو جه كريمي رد كري دا وطن فرستان نه بلكه بود نه باز ان دي.
دا دملت خونه نه ده بلكه دملت د شمنانو دا خونه به ذور قبضه كري.
تعصب خه ته واءي ،تعصب بت نه دي بلكه به شكاره تو كه دتعصب به ذريعه حق تر بشو لاندي كيزي.
دوزير صاحب داخله خخه هيله مند يو جه دافغانانو حقه حقوق او دبيت المال بيسي جه خلاف دقانو نه داولسي جركي به غرو مصرفيزي دباي تكي كيدي .
تول أمنيتي سرباز ان او أمنيتي وسائل جه وكيلان به تشكيل كي نه لري جمع اوري دشخصي خدمت خخه ءي به اجتماعي خدمت كي ورخخه كته واخستل شي.
زما په نظر جنرال صاحب کریمی هم ښه کار ندی کړی. که ښاغلی کریمی د بسم الله خان په شان د دفاع وزارت قراردادونه اخیستی وی نو اوس به دی هم میلیونرو او له دغو پيسو به یی یوڅه دغلو او رشوت خورو په خوله کی زهر ذقوم کړی و نو اوس به دی هم لکه د نور په شان بریالی شوی وو.
په هرحال ستر جنرال شیرمحمد کریمی د افغانستان له صادقو او وفادارو خدمتګارانو له جملی نه دی . دی تل بریالی او د هیواد والوپه زړونو کی ځای لری. د هغه قدر له خپل ولس او قهرمانی ملی اردو سره دی. هر سرباز او وطندوست هیواد وال یی قومانده دسر په سترګو منی.
هغه شوم او ناولی لاسونه چی د ښاغلی کریمی د ناکامی په لار کی یی کار کړی دی ، دوی به هم خپل مقصد ته ونه رسیږی او د افغانستان زړور او حقشناس ولس به له هغوی نه د ابد لپاره کرکه او نفرت وکړی.