د لغمان ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه
د سرک دغاړې د یو ماین ّپه چاودنه کې د درې تنو ملکیانو په ګډون یو تن محلي پولیس هم په شهادت رسیدلی.
نن سهار د اته نیمو بجو په شا وخوا کې د مرکز اړوند د مصري کلا په سیمه کې په یوې پلې لاره د مخالفو وسلوالو له لوري یو ځای پر ځای شوي د سرک دغاړې ماین انفجار کړی چې درې تنه ملکي وګړي او یو تن سیمه ییز پولیس چې سیدا جان نومیږي په کې په شهادت رسیدلي.
پولیس دا مهال د پیښې د څیړلو په موخه سیمه ته رسیدلي دي او یو تن شکمن یې هم نیولی دی.
د لغمان سرپرست والي ډاکتر فضل الله مجددي د مخالفینو د دغه غیر اسلامي او غیر انساني عمل د غندې تر څنګ د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي او امنیتي ارګانونو ته سپارښتنه کوي چې پیښه په دقیقه توګه وڅیړي او عاملین یې ونیسي.