بسم الله الرحمن الرحيم
۱۸/۴/۱۳۹۲
ډېرو درنو هېوادوالو او وطنپالو ځوانانو! پر داسې مهال چې افغانستان د خپل تاريخ له ډېر حساس، ټاکونکي او له ګواښونو ډک پړاو څخه تېرېږي، د ځوانانو يو شمېر ملي خوځښتونو او ټولنو چې له څو کلو راهيسې يې د افغانستان د خپلواکۍ، سولې او سوکالۍ لپاره او همداراز د اسلامي او ملي ارزښتونو د ساتنې او ټولنيزې ويښتيا لپاره په جلا جلا توګه هلې ځلې کولې، پرېکړه وکړه چې په يوه نوي جوړښت او نوي نامه سره يو ځای او يو موټی شي.
په پيل کې پرېکړه وشوه، چې د احساساتي يووالي پر ځای به لومړی ګډ کارونه پيلېږي او د فکري يووالي په اړه به د مباحثې غونډې جوړېږي. د څو مياشتو ګډو برياليو هڅو په ترڅ کې، چې د کانکور د درغلیو پر وړاندې لاريونونه، په ګوشته کې د پاکستان د تيري او همداراز د ايران د لاسوهنو پر وړاندې لاريونونه يې يو څو بېلګي دي، شپږو خوځښتونو او ټولنو پرېکړه وکړه چې نور به له پخوانيو نومونو او جوړښتونو څخه تېرېږي او د افغان ملي غورځنګ په نامه نوي ملي خوځښت کې به سره يو ځای کېږي او خپل ټول امکانات او هڅې به د افغانستان د ژغورنې، سرلوړۍ او سوکالۍ لپاره سره همغږې کوي. د ويښ ځوانانو غورځنګ، روهيله ځوانان، د نن ځوانانو مدني ټولنه، د پښتنو د يووالي غورځنګ، ويښ افغان ټولنیز اصلاحي تحريک او د پکتيا کوټ د ځوانانو شورا په دغه نوي غورځنګ کې سره يو ځای شوي، خو له نورو ورته خوځښتونو او ټولنو سره هم خبرې روانې دي څو د يوه پياوړي ملي غورځنګ په جوړولو کې سره يو موټی شي. ډېر زر به ټولې هغه وېب پاڼې، د فېسبوک پاڼې او ګروپونه او د هڅو نور فورمونه چې دغو خوځښتونو درلودل، د افغان ملي غورځنګ په نامه او نشان ښکلي شي. د افغان ملي غورځنګ د تګلارې اساسي کرښې زموږ د اسلامي او ملي ارزښتونو او د يو ويشتمې پېړۍ د اړتياوو پر بنسټ تدوين شوې، خو د ډېرې جامع او هر اړخېزې تګلارې او کړنلارې پر جوړولو کار لګيا دی او په دې برخه کې به لومړی له افغان ملي، ټولنیزو، ديني او علمي شخصيتونو سره سلا کېږي او بيا به د غورځنګ په لويه غونډه کې تصويبېږي.
موږ پر ټول افغان ولس غږ کوو، چې د افغانستان د ژغورنې اصلي نسخه د يوه پياوړي ملي سنګر او غورځنګ جوړېدل دي او د دغه سنګر د جوړولو لپاره ستاسو مرستې او ملاتړ ته اړتيا ده. موږ له ټولو وطنپاله افغانانو چې غواړي د بهرنيو لاسوهنو او يرغلونو، مفسدو چارواکو او مافيايي کړيو څخه د هېواد او ولس د ژغورنې په لار کې مبارزه وکړي، غوښتنه کوو چې له افغان ملي غورځنګ سره يو ځای شي او له دې لارې د يوه سرلوړي، خپلواک، يو موټي او سوکاله افغانستان د جوړولو لپاره د افغان ولس ارمان پوره کړي.
د افغان ملي غورځنګ مطبوعاتي څانګه