میوند شینواری

۹/۱۱/۱۳۹۳

میوند شینواری

دا چې لومړی ځل افغان کرکټ ملي لوبډله په پنځوس اوریز نړیوال جام کې برخه اخلي، د کرکټ مینه وال یې لوبو ته شېبې شماري. دا شېبې دومره اږدې شوې لکه عاشق ته د محبوب د بېلتانه شېبې.

یو ملګری مې وايي دا لوبې لا څومره لېرې شوې چې اوس ژر پيل شي هسې نه خدای مه کړه تر هغې مړ نه شم، دا له خپلې لوبډلې سره د خلکو لیونۍ مینه ده.

داسې یو هېواد چې هره لحظه پکې د مرګ خبرونه اورو او ګڼو ناخوالو د خلکو له شونډو خندا تروړلې ده، لوبې، په ځانکړې توګه کرکټ دی چې خلک خوښ ساتي او په خلکو کې ملي احساس او د وطنپالنې حس ژوندی ساتی.

هغه درز چې د ولسونو تر منځ سیاسیونو رامنځته کړی لوبو بېرته رغولی دی. ما که د فوټبال بریا په اتڼ، چکچکو او خندا کانو نمانځلې ده نو زما تاجک، هزاره او نورو ملګرو بیا د کرکټ بریا ته د خوښۍ اوښکې تویې کړي دي.

لوبو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، پيل به شي . دا چې افغان لوبډلې په ډېر لږ وخت کې د پام وړ او ډېرې لاسته راوړنې لرلي دي او ګڼو نړیوالو پرې تبصرې هم کړي دي له دې سره د کرکټ مینه والو هیلې او غوښتنې هم لوړې شوي دي. د بایلات زغم لږ او د ګټې هیلې ډېرې لري.

مینه والو نه مې هیله دا ده چې د ګټې تر څنګ د بایللو زغم هم ولري. ګټل او بایلل پکې شته خو دا په دې مانا نه ده چې د لوبغاړو او کرکټ بورډ ناغیړي به هم زغموو. موږ وایو که لوبډله د وړتیا پر بنسټ جوړه شي او لوبغاړي خپله خواري وکړي که بیا یې وهم بایلي باک نه کوي.

که نور هېڅ نه وي چې خپل ملي بېرغ د نړۍ په کچه رپاند او ملي سرود مو واورول شي موږ لپاره لوی ویاړ دی.

د لوبغاړو د پام وړ:

په دې خورا مهمو لوبو کې لوبغاړي باید په ډېرې حوصلي او اسقامت لوبه وکړي. احساسات باید پوره پوره کابو کړي. ۵۰ اوریزه لوبه ډېره حوصله غواړي. ټول لوبغاړي باید مخکې د مهمو لوبو له پيلیدا څخه باونس او شاټ پيچ(هغه بالونه چې د اوږې او سر په اندازه پورته راځي) بالونه ډېر تمرین کړي.

هندوستان او اماراتو سره له تمریني لوبو باید پوره پوره زده کړه وکړو، همدا راز په دې لوبو کې باید د پیل دوه ښه توپوهوونکي غوره کړو. د پيل توپوهوونکي د لوبډلې د ملا تير شمېرل کيږي. که موږ ته د پیل توپوهوونکي ښه پيل راکړي نو د ګټې چانس مو ۶۰ سلنه زیاتیږي.

شاید جاوید احمدي او عثمان غني د پيل ښه لوبغاړي ثابت شي.

په پای کې له ټولو مینه والو نه هیله کوم چې د لوبډله تشویق کړئ، انتقادونه کم کړئ، لوبغاړو ته روحیه ورکړئ. ستاسو لیکنې او نظرونه هغوی ته ور رسیږي. منفي لیکنې او نظرونه مو د لوبغاړو روحیه وژني. استرالیا او نوی زایلاینډ کې میشت هېوادوال د لوبډلې تشویق لپاره لوبغالو ته ورشئ. ټول ورته د دعا لاسونه لپه کړئ.

د یو موټی، اباد او سوکال افغانستان په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *