د ارزګان ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه :
نن سهار نهه ۹ بجې شاوخوا د چارچینو ولسوالۍ پخوانی ولسوالی په یوه برید کې شهید کړای شو.
د چارچینوولسوالۍ پخوانی ولسوال سیدرسول خان هغه مهال د ترینکوټ اړوند د لومړۍ حوزې په شاوخوا کې د یوه موټر سایکل سپاره لخوا تربدید لاندې راغی چې نوموړی په لاره پلی روان وو.
سید رسول خان له څو میاشتو را پدیخوا هیڅ دنده نه درلوده او دیوه عام وګړي په توګه یې ژوند کاوه.
د پیښې په تور تردې مهال څوک ندي نیول شوي خو په سیمه کې د پولیسو پلټنې روانې دي.