تاند- یوه افغان عسکر د کابل په هوايي ډګر کې د پنجشنبې په ورځ ناوخته پر امریکايي پوځیانو ‌ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې ۳ امریکايي پوځیان ووژل شول او څلورم ټپي شو.

د افغانستان د هوايي ځواک یوه چارواکي وویل چې دا پېښه د کابل د هوايي ډګر په پوځي برخه کې وشوه.

دغه افغان چارواکي رویټرز خبري اژانس ته د نوم د نه ښودلو په شرط وویل:«تراوسه پوري څرګنده نه ده چې دغه افغان عسکر ولې پر امریکايي روزونکو ډزې وکړې. کوم څوک هلته نه ول چې علت یې راته ووايي.»

د پېښې په اړوه څېړنې پیل شوي دي.

په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو تایید کړه چې دا پېښه پرون /پنجشنبه/ ماښام شوې ده.

دا په روان ۲۰۱۵ میلادي کال کې د افغان ځواکونو له لوري پر بهرنیانو لومړنۍ حمله ده.

په ۲۰۱۳ میلادي کال د افغان امنیتي ځواکونو له منځه د نفوذي عناصرو له لوري پر نړیوالو ځواکونو تر ټولو زیاتې حملې وشوې خو په ۲۰۱۴ کې دا ډول بریدونه تر ډېره کنټرول شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *