د لغمان ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه –
نن په جلا جلا ټلیفوني اړیکو کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د افغانستان د ملي امنیت شورا رئیس محمد حنیف اتمر د لغمان سرپرست والي ډاکتر فضل الله مجددي ته په لغمان ولایت کې د پرونیو تروریستي پیښو د قربانیانو له کورنیو سره د خپلې ژورې خواخوږۍ او همدردۍ د اظهار په موخه خپل د تسلیت مراتب وړاندې کړل.
ولسمشر محمد اشرف غني د لغمان سرپرست والي ډاکتر مجددي ته سپارښتنه وکړه تر څو هغه زخمیان چې روغتیايي وضیعت یې د اندېښنې وړ دی کابل ته د ښې درملنې په موخه ولیږدوي چې د ښاغلي فضل الله مجددي له لوري ورته په یاده برخه، د تر سره شویو او کېدونکو اجراتو په اړه هم ډاډ ورکړل شو.
همدارنګه تېر ماښام ناوخته د لغمان سرپرست والي ډاکتر فضل الله مجددي په مشرې او د امنیتي ځواکونو په ګډون بیړنۍ امنیتي جلسه تر سره شوه.
د جلسې په پیل کې د نن ورځې د دوو جلا پیښو د قربانیانو روح ته د مغفرت دوعا وشوه. ورپسې ډاکتر مجددي له امنیتي مسولینو وغوښتل تر څو د دغو پیښو د څرنګوالي په اړه خپل معلومات د جلسې له ګډونوالو سره شریک کړي.
چې وروسته په وار سره د ملي امنیت رئیس، د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر او د لومړۍ پلې لوا درستیزوال خپل ګذارشونه وړاندې کړل.
د جلسې په پای کې ډاکتر فضل الله مجددي ټولو امنیتي ارګانونو ته سپارښتنه وکړه تر څو خپل امنیتي تدابیر شدید کړي او عاملین کشف او د قانون منګولو ته وسپاري.
دغه راز نن جمعه د لغمان سرپرست والي ډاکتر فضل الله مجددي په مشرۍ د پرونۍ دوو تروریستي پیښو د قربانیانو له کورنیو سره د مرستې په موخه د بېړنیو مرستو رسولو کمېټې د غړیو په ګډون جلسه تر سره شوه.
په دغه کمېټه کې چې د کلیو پراختیا او بیارغونې، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې، کار او ټولنیزو چارو، د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو، د افغاني سرې میاشتې او د عامې روغتیا رئیسانو ګډون درلود، هر یو یې په وار سره په خپلو اړونده برخو کې د خپلو تیاریو په اړه ښاغلي مجددي ته ګذارش وړاندې کړ.
بیا د لغمان سرپرست والي یادو ادارو ته دنده وسپارله تر څو خپلې مرستې په یوه ځای راټولې او د ولایت مقام تر نظر لاندې د شهیدانو کورنیو ته یې ورسوي.
همدارنګه په جلسه کې فیصله وشوه تر څو په اداري مجلس کې هم یاده وشي چې د ټولو ملکی او نظامي کارکوونکو د یوې ورځې تنخوا دې د یو کمېسیون تر نظر لاندې راټوله او د شهیدانو او زخمیانو کورنیو ته دې ورسول شي. دغه راز د بېړنیو مرستو کمېټې بانکې اکاونټ شمېره ( 74343603 ) دې هم د یوې اونۍ لپاره پرانېستل شي تر څو د هېواد دننه او بهر خیرخواه خلک وکولی شي د پېښو د قربانیانو له کورنیو سره خپلې مرستې وکړي.
له جلسې وروسته ډاکتر فضل الله مجددي د پورته ذکر شویو ادارو د رئیسانو په ګډون د لغمان د عامې روغتیا روغتون ته ولاړ او له زخمیانو یې له نیږدې لیدنه وکړه. همدارنګه د روغتون ډاکترانو ته یې سپارښتنه وکړه تر څو وخت په وخت له دغو زخمیانو جدي څارنه وکړي.
بل لور ته په سنا مجلس کې د لغمان د خلکو استازي قاري میر حاتم تره خیل هم په جلا کتنه کې د لغمان سرپرست والي ډاکتر فضل الله مجددي سره د ولایت په مقر کې ولیدل. ښاغلي تره خیل د خپل ځان او د سنا مجلس په استازولئ د پرونیو تروریستي پیښو د قربانیانو له کورنیو سره د همدردۍ په موخه د یاد مجلس د خواخوږۍ مراتب لغمان سرپرست والي ته وړاندې کړل.