افغانستان-خوست
ولايت مقام-دعامه اړيکو دفتر
نېټه:١٠-١١-١٣٩٣
دغه ټکى خوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي په هغه غونډه کې څرګند کړ چې ددغه ولايت د ټولو ادارو د رئيسانو،امرينو او د ولايتي شورا درئيس په ګډون د ولايت مقام دغونډو په تالار کې جوړه شوې وه.
سرپرست والي غونډې ته په خپله وينا کې د خوست دخلکو هغه اساسي غوښتنې يادې کړې کوم چې د تلې دمياشتې په ٢١نېټه د هېواد له ولسمشر جلالتماب محمد اشرف غني سره د ويډيويي کنفرانس له لارې مطرح شوې وې او له مرکزي ادارو غوښتنه شوې وه چې ورته په خپل وخت رسيدګي وکړي.
خوست والي وويل چې خوست ولايت ته د وارداتي برېښنا د انتقال،غلام خان لارې د رسمي ترانزيټ،ښه کيفيت اوپه نړيوالو معيارونو سره دهوايي ډګر دجوړيدو،امنيتي ارګانونو د اکمال،مهمو سرکونو او نورو لويو پلونو دجوړيدو، دخوست په يو شمير رياستونو او ادارو کې د وړ کسانو مقرريدو،پوهنې سکتور ته دځانګړې توجه او دملکيتونو دستونزو دهواري او ګڼ شمير نورې مهمې غوښتنې يې هم د هېواد له ولسمشر اوهم له رسمي لارو ټولو وزارتونو سره شريکې کړې دي چې په ځينو برخو کې ګړندۍ او مثبت پرمختګ شوى دى.
نوموړي دخوست ولايت د ټولو ادارو رئيسانو او امرينو ته دنده وسپارله چې مرکزي ته استول شوې غوښتنې په پرلپسې توګه تعقيب کړي او له مرکزي وزارتونو او ادارو سره خپلې اړيکې ټينګې وساتي، خوست سرپرست والي د وزارتونو له نويو وزيرانو وغوښتل چې دخوست ولايت د ادارې او خلکو غوښتنې په خپلو کاري لومړيتوبونو کې شاملې کړي.
غونډې ته سرپرست والي د هغه کسانو دمجازاتو خبر هم ورکړ کوم چې په خپلو دندو کې غفلت کوي او په اړه يې ولسي شکايتونه زيات شوي دي ،نوموړي ددغه ولايت ولسوالانو ته جدي لارښوونه وکړه چې د ولسواليو چارې په منظمه توګه مديريت کړي او د ولسونو سره د اړيکو په ټينګښت او دسيمه ييزو ستونزو په هواري کې اساسي کار وکړي.
ياده غونډه کې په يوشمير نورو مهمو موضوعاتو باندې هم خبرې وشوې او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول.
واکمن