نن دفراه ولایت نوی والی الحاج محمد عمر شیرزاد دفراه ولایت قومی مشرانو،علماو.مخورو ،او دولایتی ادارو ملکی اونظامی ریسانو ته په داسی حال کي وپيژندل شو چي په لسګونو فراهیوالو په غونډه کي برخه درلوده.

دغه پر تمینه غونډه سهار۹ بجی هغه مهال  پیل شوه چی الحاج محمد عمرشیرزاد او ورسره دسیمه ایزو ارګانونوخپلواکي اداري  مالی او اداري معین اویوتعداد نورو میلمنو دمرکز څخه دفراه ولای ته ورسیدل .

غونډه دقران عظیم الشان په تلاوت پیل شوه  ورپسي دولایت مقام مرسیال محمد یونس رسولي خبري وکړي او والی شیرزاد ته یی ښه راغلاست وویل همدا ډول یی د هر ډول همکاري ملاتړ اعلان وکړ.

ورپسي ډاکټرمحمد دانش او عبدالوکیل هریوه دفراه ولایت دښاراو ولسوالیو په اړوند خبري وکړي او دنوي والی څخه یی وغوښتل چي دامنیت دښه تامین او دبیارغوني لپاره هڅي چټکي کړي.

ورپسي دسیمه ایزه  ارګانونوخپلواکي اداري، مالی او اداری معین  دالحاج محمدعمر شیرزاد دمقررۍ مکتوب ولوستی او نوموړی یی دفراه ولایت لپاره پرځای او مناسب والی وباله او زیاته کړه چی شیرزاد په فراه ولایت کي ترډيره بریده بلدیت لري هیله یی وښوده چي دده په شتون سره به په فراه ولایت کي هر اړخیز بدلون را منځ ته شي .

وروسته دفراه والی الحاج محمد عمر شیرزاد خبري وکړي پر ګڼو موضوع ګانو یی رڼا واچوله لومړی فراهیوالو ته ډاډ ورکړل چي ترهرڅه وړاندي پرعدالت او انصاف باندي کارکوم ترڅو دهرچا حق او حقوق ورته ورسیږي او دفساد پر ضد به سخته مبارزه کوم .نوموړي زیاته کړه وروسته به ټول هغه پلانونه  مکمل کړم چي ترمامخکی دفراه ولایت لپاره په نظر کي نیول شوي دي او همداډول به د بیا رغوني  او دایران هیواد څخه دبریښنا دراوستلو په موخه داړونده ارګانونو سره خبري وکړم تر څو دفراه ولایت ولسونه ددي نعمت څخه برخمن شي.

.وروسته  تردي چي وینا وي خلاصي شوي والی شیر زاد  دسیمه ایزه ارګانونو خپلواکي اداري ،دمالی او اداری معین له خوا  په داسي حال کي پر خپله څوکۍ کښینول شو ،چي دفراه ولایت ملکی او نظامی ریسانو حضور درلود. غونډه ددعا یی په ویلو سره پای ته ورسیده.

عبدالرحمان ژوندی دفراه دوالی ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *