* هره ورځ 160 بيليونه برېښنا ليکونه لېږل کېږي چې له دې ډلې څخه ٪۹۷ يې سپام (په انټرنېټي وايرسونو ککړ) برېښنا ليکونه دي.
* سپام په کال کې ۳۳ بيليونه کېلوواټ په ساعت کې انرژي توليدوي، چې دا انرژي د 2.4 ميليون کورونو د روښانولو لپاره بسنه کوي. البته دا سپامونه 17 ميليون ټنه کاربن ډای هم اوکسايډ توليدوي.
* له هرو ۱۰۰۰ کمپيوټرونو څخه 9 دانې يې په سپام ککړ دي.
* که څه هم د سپام برېښنا ليکونو د لېږلو کچه زياته ده خو له ۱۲ ميليونو څخه يوازې يو يې ځواب ترلاسه کوي.
* په نړۍ کې د کمپيوټرونو شمېر له يو بيليون څخه اوړي.
* په نړۍ کې د ټلوېزونونو شمېر ۲ بيليونو ته رسېږي.
* په نړۍ کې د ګرځنده ټېلفونو شمېره ۴ بيليونو ته رسېږي.
* هره ورځ ۳ بيليون ګرځنده ټېلېفونونه پلورل کېږي.
* فېسبوک ۱.۳ بيليونه (ثبت شوي) کاروونکي لري، چې له دې ډلې څخه له ۱۰۰ ميليونو زيات يې جعلي دي!
* په نړۍ کې د انټرنېټي کارکوونکو شمېر ۳ بيليونو ته رسېږي، چې له دې ډلې ۸۵۰ ميليونه خلک يې په انګلېسي خبرې کوي.
* د ګووګل يو ساده لټون ۰.۲ ګرامه کاربن ډای اوکسايډ توليدوي، خو که چېرې د يوه لټون لپاره ګووګل ډوبه څېړنه وکړي، نو په دې حال کې په دومره کچه کاربن ډای اوکسايډ توليدوي چې د يوه کوچني چاينک د ايشېدلو لپاره بس وي!
* ګووګل د ورځې يو بيليون لټونو ته ځوابونه ورکوي، چې په دې لټونو سره نږدې ۲۰۰ ټنه کاربن ډای اوکسايډ توليدوي.
* ګووګل په اټکليزه توګه په کال کې ۱۵ بيليون کېلو واټه پر ساعت برېښنا مصرفوي، چې د ي وشمېر هېوادونو له مصرفي برېښنا کچې څخه زياته برېښنا ده، البته ددغې برېښنا زياتره برخه د لمريزې انرژۍ څخه لاسته راځي.
* د ګرځنده ټيليفون لومړی زنګ د 1973 ز. کال د اپرېل پر درېمه نېټه د مارټين کوپر له خوا وکړنږېد.
* د يوټيوب ٪20 سلنه ويډيوګانې د موسيقۍ دي.
* په يوټيوب کې د مياشتې ۱۵ بيليونه ويډيوګانې کتل کېږي.
AbdulHaQ Samounjana salam,
Dder pa zrrah pory information dey.
Aya Eng.saab Emirzai Sangin p`Afghanistan ki d dey shayano pfikr karry wo? Haha..
ډاکټر صيب صافی ستاسې له نېک نظره مننه کوم. په افغانستان کې اوس ددې خبرو سره روږدي شوي يو.