خبریال: میرویس جلالزی – د امریکا د دفاعي چارو کارپوهانو پنټاګون تورن کړی چې د افغان ماموریت د راتلونکي کال په بودجه کې یې له حده زیاتې پیسې غوښتي دي.

د امریکا د دفاع وزارت د بودجې او ستراتیژیکو اسناد د څانګې  اقتصادي تحلیلګر ټوډ هریسن ویلي، په داسي حال کې چې په راتلونکي کال کې د افغان ماموریت لپاره د امریکايي سرتیریو شمیره کمیږي نو باید ورسره لګښتونه هم کم شي په داسي حال کې چې په وړاندیز شوي بودجه کې لګښت د پخوا په شان زیات په پام کې میول شوی دی.

ویل کیږي چې د امریکا دفاع وزارت به د ۲۰۱۶ کال لپاره په افغانستان کې د خپل مشاورتي ماموریت لپاره د ۴۲ ملیارده ډالرو بودیجه وړاندیز کړي.

په دغه بودیجه کې په افغانستان کې د پاتي کیدونکي هر امریکايي سرتیري لپاره په کابل کې له درې نیم ملیونه تر څلور ملیونه امریکايي ډالره د لګښت په خاطر په پام کې نیول شوي دي.

دغه امریکايي شنونکي ویلي چې اوسني وړاندیز شوی بودیجې ته په کتو سره لیدل کیږي چې پنټاګون په افغانستان کې د سرتیرو د لګښت لپاره په بي ساري توګه لګښتونه زیات کړي دي.

هغه ویلي چې په ۲۰۱۴ کال د هر سرتیري لپاره په کال کې تر ۱۲ لکه دالرو پوري په پام کې نیول شوي وو او د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۴ کلونو تر منځ دغه اندازه د هر سرتیري پر سر ۱ اعشاره ۲ ملیونه ډالره وه.

نوي وړاندیز شوي ۴۲ ملیارد ډالري بودیجې په عراق او سوریه کې د امریکې د هغه ماموریت د بودیجې په تناسب اته ځله لوړه ده کوم چې یې د اسلامي دولت او داعش ډلي پر ضد روانه کړي ده.

ښاغلي هریسن همدا راز زیاته کړي چې د افغانستان لپاره غوښتل شوي بودیجه د سرتیرو د شمیر په پرتله ډیره زیاته ده اود کانګرس غړي باید ډیر هوښیارانه پریکړه وکړي.

د امریکې حکومت په خاصه توګه د دفاع وزارت ( پنټاګون) د ۲۰۱۶ کال لپاره له کانګرس څخه د څه باندي ۵۸۰ ملیارده امریکایي ډالرو بودیجه غوښتي ده.

دا بودیجه به یوازی د امریکا د متحده ایالتونو د پوخي لګښتونو لپاره ورکول کیږي.

په دغو پوځي مصارفو کې د افغانستان او عراق ماموریتونه هم شامل دي.

د افغانستان لپاره نه یوازي دا چې له دې بودیجي څخه د امریکايي سرتیرو د لګښتونو لپاره کار اخیستل کیږی بلکې د هغه صندوق سره هم مرسته کیږي کوم چې د افغان ملي ځواکونو د معاشونو لپاره جوړ کړای شوی دی.

دغه صندوق د امریکې د متحده ایالتونو، بریټانیا، اروپايی ټولنې، نړیوال بانک، د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې او یو شمیر نورو نړیوالو سازمانونو له لوري تمویلیږي.

تیر کال په وروستیو کې او واک ته د ډاکټر غني له رسیدو سره سم د دغه صدوق په د کار پر څرنګوالي او مصارفو باندي هم د نوي مشر له لوري نیوکه وشوه او د دغه صندوق د پیسو د رڼې حساب ورکونې لپاره د نورو نړیوالو او ملي څارونکو غوښتنه شوې ده .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *