د افغان سندرغاړي شهيد عبيدالله جان کندهاري جسد د زرګونو خلکو په حضور کې خاورو ته وسپارل شو.

د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره سم د تدفين په مراسمو کې چي نن ماپښين په کندهار کې جوړ شوي ول، د اطلاعاتو او کلتور رئيس دواخان مينه پال، د تخته پل ولسوال محمود اڅکزي، د عبيدالله جان جسد موندونکي او د هغه د ژوندليک ليکوال عبدالواسع هڅيال او زرګونو کسانو ګډون کړی وو.

1
د شهيد عبيدالله جان کندهاري جسد د ليکوال او شاعر عبدالواسع هڅيال د هڅو په پايله کې، چي اطلاعاتو او کلتور رياست او د تخته پل ولسوال مرسته ورسره کړې، د ښوراندام د غره کلي ته انتقال شو. د شهيد جسد له رېګ سیمې څخه لومړی اطلاعاتو او کلتور رياست ته راوړل شو او نن پر دوې بجې له ياد رياست څخه د دفن سيمي ته انتقال سو.

1
عبدالواسع هڅيال وايي، د شهيد عبيدالله ژوندليک يې د کتاب په شکل ليکلی چي ډېر ژر به د خلکو تر لاسونو ورسیږي. نوموړي زیاته کړه: زه چي کله د سورغر اوونيزي خبريال وم. ما د عبيدالله جان په اړه يوه لړۍ راپيل کړه. د ده ژوندليک مي وليکی. د ده د شهادت په باب مي مالومات راغونډ کړل. وروسته مي وپتېيله چي د عبيدالله جان جسد چي په يوه ورک ځای کي پروت وو، يوه مشخص ځای ته انتقال کړم. دا دی نن وتوانېدو چي جسد يې راوړو.

1
نوموړي له ولايتي ادارې څخه ځانګړې مننه وکړه چي خپل ټول امکانات يې په کار اچولي او له ده سره يې هر اړخيزه مرسته کړې ده. هڅيال داراز د حاجي پيرمحمد له زوی څخه مننه وکړه چي د شهيد د جسد لپاره يې ۱۴ جريمه مځکه ورکړې، تر څو پر قبر يې مقبره جوړه سي.

1
افغان سندرغاړی عبيدالله جان کندهاری ۳۴ کاله وړاندي د کندهار په رېګ سيمه کي چي د پاکستان پر لوري روان وو، په شهادت ورسېد. نوموړي د خپل ژوند په اوږدو کي زرګونه سندري ويلي او تر اوسه بې کچي مينه وال لري.

1

6 thoughts on “د شهيد عبيدالله جان کندهاري جسد خاورو ته وسپارل شو”
  1. الله تعالی دې جنت ورپه برخه کړي. د عبیدالله جان له سندرو سره تقریبا یو نیم کال مخکې بلد شوم، ښکلی غږ لري، خدای دې یې وبخښي، د ده په نامه باید د موسیقۍ ښوونځی جوړ شي او نوي ځوانان او ځوانانې د موسیقۍ په برخه کې وروزي.

  2. ښکلې او پر ځای پرېکړه ده پرخه والو ته يط اجر غواړو !

    هیله ده دکندهار چارواکي او پهخ ټوله کې د وطن چار واکي د پېنوا صیب جسد هم وطن ته راوړي
    او د هغه د ژوند وروستی ارمان پوره کړي . مننه
    بېکسیار

  3. هڅیال صاحب ته دي خداي اجرونه ورکړي. شهید عبیدالله جان د کندهار محلي موسیقۍ یو بې جوړې هنرمند وو. اوس به یې مینه وال کولایسي چي زیارت ته ورسي او ددعا لاس ورته پورته کړي او هنر او پښتو موسیقۍ ته یې د تلپاتي خدمت په مقابل کي څه نا څه بدل ورکړي

  4. دوروڼو څخه په مننه چې ددغه شهید خدمت او عزت یې وکړ چې وحشیانو په ډیر ظلم مقدس هجرت په لار کې په شهادت ورسوی !!! خوزه دټولو درنو هیواد والو څخه په ډیره درناوی هیله کوم چې دستر شهید او دشهیدانو دسالار لومړی اولس مشر محمد داود او دده بیګناه ما شومان چې دځنا ورو اووحشیانو دخوا څخه په ډیر ظلم په شهادت ورسیدی او ټول افغانان او ګران افغانستان په خوار سو !!!!! دهغه شهید خدمت ، زیا رت جوړول دهر مسلمان افغان وظیفه اودنده ده. اوموږ ټول دهغه تګ لاره تعقیب کړو. وما توفیقې الا بالله

    1. دواثق ورور دخبرو په تا یید خدای دې هڅپال صاحب اودده همکارانو ته اجر عظیم ورکړې. اوشهیدته دې خدای جنت ورکړې.مګر که لویو وحشیانو ځنا ورو (کمونیستانو ) توره کودوتا نه وای کړې !!!! ولې به ښاغلی عبید الله جان او په ملیونونو نور افغانان وهجرت ته مجبور کیدلای !!! او ولې به عبیدالله جان او په میلیونونو افغانان په شهادت رسیدلای!!!. نو راځی هر افغان چې کمونیست او اخوانی ووینې نور که بد ور سره ونه کړې هغه د ضعیفه والا په ډول په زړه کې با ید بد ځنې یوسې !!!! بیا هم دهڅیال اودده دټیم څخه مننه

  5. د هڅيال او نورو فرهنگيالو له هڅو ډېره مننه چې د هغه تلياد هنرمند د مړي پاتشوني يې له موندنې تر ارامځايه ورسول.جسد د تربرې ژبې پېښې دي، پښتو يې مړی بولي او بيا داسې مړی چې تر څو هډوکو پرته ترې نورڅه پاتې نه دي، پاتشوني غوره راځي. همدارنگه د پارسي (تا) تراغېز لاندې د چېپرځای
    (ترڅو)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *