تاند- د افغانستان د کابینې ۸ غړي او دغه راز د ملي امنیت رييس به نن /یکشنبه/ د وفادارۍ د لوړې له پرځای کولو وروسته کار پیل کړي.
دغو اتو وزیرانو او د ملي امنیت رييس ته تېره اوونۍ ولسي جرګې د اعتماد رایه ورکړه.
ولسي جرګې د ۱۸ وړاندیز شویو وزیرانو له منځه یوازې اتو ته د اعتماد رایه ورکړه. د هغو په منځ کې د کورنیو، بهرنیو، مالیې، د کلیو پراختیا، کانونو، روغتیا، حج او اوقاف او کډوالو وزیران او همداراز د ملي امنیت رييس شامل دي.
امکان لري چې ولسمشر غني له ولسي جرګې وغواړي چې پاتې وزیرانو ته د اعتماد رایې د ورکولو لپاره له رخصتیو راوګرځي.
د اتو وزیرانو د کار له پیلېدو سره به د دغو وزارتونو سرپرستي پای ته ورسېږي.
اوس د ولسمشر او اجرايي ريیس ترمنځ خبرې روانې دي چې د پاتې وزیرانو په اړه موافقه وکړي. د دوی د موافقې په صورت کې ولسمشر دا واک لري چې د ولسي جرګې غړي له ژمنۍ رخصتۍ راوغواړي څو د کابینې پاتې غړیو ته رایې ورکړي.
د ولسي جرګې ځینو غړیو هم ویلي چې که د کابینې غړي ورمعرفي شي نو حاضر دي چې د ولسي جرګې غونډه جوړه کړي او د نومول شویو وزیرانو په اړه پرېکړه وکړي.