ستر انسان هغه دئ، چې د ژوندانه ستونزو ته یې په مېړانه او په ورکړې وي، متحرک وي، د ژوند په راز ړ پوهیدو په هڅه کې وي، مشغولا یې د پوهي له زیاتېدا سره وي لوږه یې په مطالعه رفع وي او تنده یې د هنر په جام ما ته وي په هنر کې بیا د شعر هنر، چې د هنرو په منځ کې تر ټول ظریف، مهین، دلکش او د لفرېب دئ.

استاد احمدصمیم د شعر د هنر مین دئ، د همدې هنر په روح کې هم ځان بیانوي، هم ټولنه، لکه پکښې په هوش وي او کله هم مدهوش.

ښاغلی احمدصمیم په ۱۳۳۳ ل. کال د کندهار په اوله ناحیه کې د مرحوم شیخ عبدالغفور خروټي په علم پروره کورنۍ کې وزېږېد؛ دودیز دیني علوم یې په کندهار او کوټي ښارو کې ولوستل، په ۱۳۵۱ل. کال کې د کندهار ښار له میرویس نیکه عالي لېسې څخه فارغ شو او نیمه لوړي زده کړي یې د کندهار ښار په عالي دارالمعلمین د پښتو، دري او تاریخ په څانګه کې بشپړې کړې

لومړنی شعر(د پسرلي فلسفه) یې په ۱۳۵۴ ل.کال کې ولیکه؛ تر حاضر شعر غونډ مخکې یې( د شاعر فریاد) شعري ټولګه چاپ شوې، د هیواد او باندې رسنیو کې یې د نثري ټوټې، لیکنې او شعرونه چاپ شوي دي. د دې تر څنګ چې شاعر دئ، شعر پوه هم دئ. په شعري او ادبي فنونو، تخنیکونو او د شعر په جوهر او فلسفه ښه پوهېږي؛ دا بېله خبره ده چې په دې برخه کې لږ کار کړی دئ. که همدا اوس په همدې باب قلم ته لاس کړي، نو په نره یې تر عهده وتلای شي.

که وغواړې نو د تحقیق په کار کې هم ځان ښه ثابتولای شي، ګوره، څه لامل دئ، چې په دې برخه کې ډېره هڅه نه کوي.

په ۱۳۴۵ ل. کال کې یې لومړنۍ څېړنیزه لیکنه (د میرزاخان انصاري معرفي) د طلوع افغان ورځپاڼې د هنر او ادبیاتو په پاڼه کې د صمیم په نوم خپره شوه. په لیکنه کې د صمیم صاحب یوه ځانګړنه اختصار خوښونه، هغه خپله خبره ځغاسته، لنډه او ګنډه کوي. هم د نورو پر لیکنو پېښ شي نو سرو لکۍ او نورې اشې او پښې یې د سترګو په رپ کې ورغیچې کوي، له لس مخه لیکنې څخه یې یوه مقوله راباسي.

استاد د (۲۵) کتابګوټو په اندازه لیکنې، ژباړې او لنډیزونه لري چې خدای خبر کله به چاپ شي؟

په پښتو، درې، عربي او اردو ژبو لیکل او لوستل کولای شي او په انګلیسي کې هم بد نه دئ.

د شعر په تار ورسره تړلي همزولي او ملګري یې مرحوم علي محمدرسولي، پروین فیض زاده ملال، ارواښاد کریمه فیض زاده رسولي، بلقیس محبوبي، ښاد روان نجیب او ویران او طالب رحیمي دي.

په ۱۳۶۵ل. کال په افغانستان کې د اړو دوړ له امله پاکستان ته کډه شو، د جهاد او هجرت په توصیف كې یې شعرونه وویل خو وروسته چې جهاد په فساد واوښت او د هجرت دیار د بې آبو مهین شو، نو له دې حالته د صمیم صاحب د ستوني تریخوالی د ده په شعر کې سم دم د درک وړ دئ؛ دی په ۱۳۷۸ ل.کال کې بېرته خپل هیواد ته راستون شو.

په ۱۳۸۶ل. کال کې یې د مبارک اسلام پنځم رکن(د حج مبارکه فریضه) ادا کړه.

استاد صمیم د خپل برکتناک ژوندانه څلوېښت پسرلي د معلمۍ، ماموریت او میرزایي په سپیڅلو دندو کې تېر کړي دي او اوس هم د ګران افغانستان د لوڼو او زامنو په تنویر او تعلیم کې ستړیا نه پېژني.

د ۱۳۵۹ل. کال په ثور کې یې واده کړی؛ ټولټال یې پنځلس اولادونه شوي چې یوولس یې ژوندي او څلورو یې همېشنۍ مخه ښه ورسره کړې ده.

نور قلم ږدم او خپل دې مشر شاعر ته د اوږده، روغ او لا بریمن ژوندانه دعا کوم.

په درنښت

عصمت بهیر

۱۳۹۰/۵/۲۶

بېنوا فرهنګي ټولنه

کندهار ادبي دربار

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *