زرغونه کاکړ: د پښتو شعر په تاريخ کې دا لومړنۍ ښځه ده چې موږ يې پېژنو او د ښځينه شاعرانو د ډلې سرلارې ده.
دا شاعره مېرمن د لرغونې دورې يوه پېژندل شوې شاعره ده چې د قندهار د پنجوايي وه، د پلار نوم يې ملا دين محمد کاکړ و او د خپل وخت مروج علوم يې زده کړل، د فصاحت احکام يې ولوستل او دعالمانو اشعار او اثار يې ووېل، زرغونه د سعدالله خان نورزي په نکاح کې وه او د علم او هنر خاوندان زامن يې درلودل، دې مېرمنې د خپل عصر په شاعرانو کې شهرت درلود.
زرغونې په (٩٠٣هـ) د شيخ مصلح الدين سعدي پارسي بوستان په پښتو شعر وژباړه، يعنې لومړنۍ هغه شاعره چې شعر يې له فارسي ژبې نه ژباړلى دى هغه هم زرغونه کاکړ ده.
پر شعر او ادب سربېره د ښه خط خاونده هم وه او د خط ډېر ډولونه يې لېکلاى شو، داسې خوش خطه وه چې کاتبانو به يې له خط نه زده کړه کوله.
زرغونې په خپل ښه خط بوستان پښتو ته ترجمه کړى و چې مرغلرو يې خط ته عاجزي کوله.
د پټې خزانې په روايت زرغونې غزليات او د اشعارو نور اقسام هم درلودل، چې په عالمانو او شاعرانو کې مشهوره وه مګر متاسفانه د زرغونې د غزلو کومه نمونه نه لرو، يواځې له هغه پښتو بوستانه يو حکايت د پټې خزانې مؤلف را نقل کړي، چې د زرغونې د کلام سلاست او متانت ځنې ښکاري.که موږ په پښتو ادب کې د اخلاقي شاعرانو لپاره يوه مخصوصه ډله ومنو نو به زرغونه له خپل بوستان سره د هغو په سر کې ولاړه وي، ځکه چې تر دې د مخه يو ا خلاقي شاعر چې مستقل اثر ولري ، موږ ته نه دي معلوم او زرغونه د شيخ سعدي د بوستان په منظومه ترجمه د اخلاقي شاعرانو له ډلې څخه بللاى شو.
د زرغونې د بوستان ترجمه شوى شعر د پند او نصيحت رنګ لري، چې يوه پېژندل شوې اخلاقي شاعره ده.
حکايت د پښتو( له بوستانه)
اورېدلــــې مې قصه ده چې له شاتو هم خوږه ده
داخــــــــتر په ورځ سهار بايزيد چې وه روېدار
له حمامـــــــــــــــه راوتلې په کوڅه کې تېرېدلى
اېرې خاورې چا له بامه راچپه کړلې ناپامه
مخ او سر يې سو کــــکړ په ايرو په خاورو خړ
بايزيد په شکر کښو سو د خپل مخ په پاکېدو سو
له اېرو به څه بدوړمـــــه يابه لږ شکوه کومه
هو، پوهانو ځان اېرې کړ له لوينې يې ځان پرې کړ
څوک چې ځان ته ګوري تل الله ته نه سې کړاى کتل
لويي تل په ګفتار نه ده لوى خبره په کار نه ده
تواضع به دې سر لوړ کا تکبر به دې تل ځوړ کا
پوهیالی سید اصغر هاشمي