تاند- د نړۍ ۲۵ ښارونو ته تر ټولو زیات سیلانیان سفر کوي. په دې لیست کې چې لاندې یې وینئ هانګ کانګ لومړی مقام لري. دا هغه ښار دی چې ډېر کلونه د انګرېزانو په لاس کې و.
هانګ کانګ ته په ۲۰۱۳ میلادي کال د نړۍ له مختلفو هیوادونو ۲۵ ملیونه او ۶ لکه تنو سفر کړی دی.
۲- سینګاپور: دغه اسیايي ښار ته د ۲۰۱۳ کال د شمېرنو له مخې ۲۲ ملیونه او ۵ لکه تنه تللي.
۳- د تایلنډ پلازمېنه بنکاک درېم ځای لري. د دغه ښار لیدو ته ۱۷ نیم ملیون تنه تللي دي.
۴- لندن ته، چې د اروپا تر ټولو لوی ښار دی، په ۲۰۱۳ میلادي کال ۱۶ ملیونه او ۸ لکو تنو سفر کړی دی.
۵- پاریس ته ۱۵ ملیونه او ۲ لکه تنه تللي دي.
۶- د چین مکاو ښار ته، چې ډېر کلونه دانګرېزانو په کنټرول کې و، په ۲۰۱۳ کې ۱۴ ملیونه او ۳ لکه تنو سفر کړی دی.
۷ او ۸ – نیویارک ۷ مقام لري. دغه ستر ښار ته څه کم ۱۲ ملیونو تنو سفر کړی او ورپسې د چین شین جین ښار دی چې ۱۱ ملیونه او ۷ لکه تنه ورغلي دي. عکس د همدغه ښار دی.
۹- د مالیزیا پلازمېنه کوالالمپور ۹ مقام لري. دغه ښار ته په ۲۰۱۳ کال ۱۱ ملیونه او ۲ لکه سیلانیان ورغلي دي.
۱۰- د ترکیې انتالیا ته ۱۱ ملیونه او یولک تنه تللي دی. دغه ښار ته تر ټولو زیات روسان زیات سفر کوي. په ۲۰۱۳ کال د انتالیا په سلو کې ۷۵ سیلانیان روسان ول. د ترکیې استانبول ته په ۲۰۱۳ کال له بېلابېلو هیوادونو ۱۰ نیم ملیونه سیلانیان تللي دي چې یوولسم ځای یې خپل کړی دی.
دوبی ۱۲، د جنوبي کوریا مرکز سیول دیارلسم ځای لري.