تاند- د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم نن وویل چې د کابینې له بشپړېدو وروسته به ولایتونه له ناپاکو چارواکو پاک شي.
ښاغلي دوستم چې نن د مالیې د نوي وزیر اکلیل حکیمي د معرفۍ په غونډه کې خبرې کولې، وویل چې ځیني ولایتي چارواکي په فساد ککړ دي.
دوستم وویل:«داسي کسان هم شته چې پر خپل معاش یې قناعت کړی خو داسي هم شته چې ملیونونه ډالر یې ټول کړي او د هغو د ایستلو په غم کې دي.»
د اکلیل حکیمي د پېژندګلوۍ په مراسمو کې د مالیې پخواني وزیر حضرت عمرزاخېلوال وویل، ښاغلی حکیمي د بهرنیو هیوادونو ښه تجربه لري او له هغې څخه په استفادې کولی شي چې دا وزارت ښه اداره کړي.
جنرال دوستم نن د ملي امنیت ريیس رحمت الله نبیل هم خپل ریاست ته معرفي کړ.
له دې سره په یو وخت اجرايي رييس عبدالله عبدالله د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي د خپلو وزارتونو کارکونکو ته معرفي کړل.
د کابینې ۸ وزیرانو او د ملي امنیت ريیس تېره اوونۍ له ولسي جرګې د اعماد رایه ترلاسه کړه او پرون یې د ولسمشر غني په وړاندې هیواد ته د وفادارۍ لوړه وکړه.
سوال می دادی چی بی اودسی په ناپاکو اوبو لری کبری که په پاکو اوبو
زمون دوه ستركي ستاسي وينا دعمل به دكر كي دبياده كيدو انتظار بآسي.خكه جه داستا خبره دتول اولس أرمان دي
موفقيت دي به دي او نورو اومورو كي دخدايه غوارم.
خنكه دى امكان ولرى چه شرموش دى دعدالت قانون رامنخ ته كرى دى خبله دجور او جباول به رزوق ودى خاى ته رارسيدلى دى او أوس دعدالت نارى وهى.مننه
هغه دچا خبره ډم چي وژی سي دمړي قيسي کوي
او,دوی اوس پوه شوو