خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩٣-١١-١٤

کندهار، افغانستان- د کندهار ملي امنيت رياست دوه  تنه ترهګر چي په کندهار کي يې هدفي وژني او تخريبي فعاليتونه سرته رسول، ونيول.

 دنيول سوو کسانو هويت په دي ډول دي روندى دابراهيم زوى دعبدالحکيم لمسى اصلي او فعلي سکونت دپنجوايي ولسوالۍ دچلغور کلي او شاه محمد مشهور په قدرت الله د ندامحمد زوى دسيد خان لمسى اصلي دارغنداب ولسوالۍ او فعلي دکندهار ښار دنهمي ناحيي اوسيدونکى

 ياد دوه تنه چي غوښتل يې په کندهار ښار او ولسواليو کي چرکي، تخريبي او د دولت پر ضد فعاليتونه وکړي، خو د کندهار د ملي امنيت رياست د ويښو منسوبينو له لوري د بېلابېلو عملياتو په پايله کي ونيول سول يادو کسانو په خپل جرم اعتراف کړى او له دوى څخه ٦٠ کيلو ګرامه چاوديدونکي توکي ،دوې کړۍ لاسي جوړ ماينونه،٦٠ عدده  دماين پټاکۍ ،يوه پايه مخابره او يو عدد دماين ريموټ کنټرول  هم دملي امنيت منسوبينو ته په لاس ورغلى دى.

وسله وال ترهګر هڅه کوي چې د هدفي وژنو او ترهګريزو کړنو په مرسته په خلکو کي وېره خپره کړي او افغان ولس ناارام وساتي. خو افغان ملي امنيتي ځواکونه به تل هڅه کوي چې د شپې او ورځې د ولس خدمت وکړي او خپل ولس د وسله والو له ظلمونو خلاص کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *