ځينې پوهان وايي: پر لاره پرتې کاغذي ټوټې چې ليکنې پرې شوې وي هم په لوستلو ارزي. ښايي پرلاره پرته د کاغذ يوه ټوټه د يوه انسان او يا هم د يوې لويې ټولنې د ژوند لوری بدل کړي. دا څه د کاغذ د يوې کوچنۍ ټوټې په اړه وو، خو کتاب لوستل او کتاب ليکل هغه څه دي چې نړۍ يې پر مټ چلېږي.

د فرعوني ډاکتر په مشهور اثر «سينوهه» کې مې چې له ميلاده ۷۵۰ کاله پخوا کښل شوی، لوستي و چې “په مغزو کې پوهه د تېزابو په څېر ده، که په مغز کې پاتې شي ماغزه خوري او په کار ده چې له مغزو وايستل شي او نورو ته ور ولېږدول شي”. د دې کار لپاره بېلابېلې نسخې شته چې هره يوه يې پر خپل ځای اغېز ښندي. ځينې په ټولګيو کې د تدريس له لارې دا تېزاب له خپلو مغزو د نورو هغو ته ورلېږدوي او ځينې بيا د کاغذ پرسينه د خپلو مغزو بړاس باسي.

هو، کتاب ليکل يادوم. دا هغه چاره ده چې د نړۍ د نورو ملتونو په پرتله، افغانانو ورته زيات پام نه دی کړی، خو وروستۍ لسيزه په دې برخه کې هم انقلابي ګڼله کېدلی شي. په دې مانا چې ډیرو کسانو په بېلابېلو ډګرونو کې بې شمېره کتابونه وليکل او د مینه والو تر لاسونو يې ورسول. وروستۍ لسيزه په هېواد کې د سياسي بريا او بدلون لسيزه وه. پر همدې سبب ډېرو د سياست په لور ورمنډه کړه. خو د هېواد په رسمي ژبو ليکل شوي سياسي کتابونه خورا لږ وو. له سياست سره لېوالتيا د دې سبب شوه چې ګڼ شمېر سياسي کتابونه وليکل او چاپ شي. خو زما په اند په دې لسيزه کې د سياست د مور، يانې جغرافيې کتابونو ليکل له پامه غورځول شوي وو.

نننی نړيوال عمومي سياست تر ډېره د جيوپولیټيک برخه ګڼل کېږي. جيوپولیټيک د بهرنۍ پاليسۍ د تحليل هغه لاره ده چې جغرافيايي بدلونونو ته په پام د نړيوال سياست لارې او کړنلارې څرګندې او پېشبيني کوي. دا هغه څه دي چې په بنسټيزه توګه د نړيوالې جغرافيې له مطالعې پرته لاسبري پرې ناشونې ده.   پــاتـــې اووم مخ په افغانستان کې د سياسي جغرافيې په ډګر کې خورا لږ کار شوی او په کار ده چې جدي پام ورته وشي. د دې ډګر په ليکوالو کې مخکښ، يو هم زما ګران دوست ښاغلی احسان الله آرينزی دی. د نړيوالې جغرافيې په اړه يې بېلابېل کتابونه کښلي چې دا دی د دې لړۍ څو نور يې ستاسو په لاسونو کې دي.

په عمومي توګه څېړنيز کتابونه دوه ډوله اغېږ ښندي: يا په خپله بشپړه څېړنه وي او يا هم د يوې بشپړې او پياوړې څېړنې لپاره ګټور مالومات وړاندې کوي. د آرينزي صاحب کتابونه د اسيا، افريقا او استراليا په اړه کافي جغرافيايي مالومات لري چې د يوې بشپړې څېړنې په موخه ګټور دي او د څېړونکي د زياتې ستړيا او زيات وخت د ضايع کېدلو مخه نيسي. دا کتابونه په افغانستان کې د جغرافيې په ډګر کې د ليکل شويو کتابونو په منځ کې تر ټولو ځانګړي دي. په دې مانا چې تاريخي، اقتصادي، سياسي او بشري جغرافيه په ځان کې رانغاړي. د اقتصادي جغرافيې کره شمېرې د دې کتاب غوره ځانګړنه ده. هغه تاريخي مسايل چې په جغرافيايي بدلونونو کې رول لري، هم په دې کتاب کې رانغاړل شوي دي. د آسيا د زړه په توګه افغانستان پکې تر نورو غوره تشريح شوی دی.

د نړيوالو څېړنو له مخې به په نږدې راتلونکې کې د نړۍ اقتصادي مرکزونه له يوې لويې وچې څخه بلې هغې ته ولېږدېږي، چې ښايي د نړيوالو سترو سیاسي او تاریخي بدلونونو سبب شي. په همدې موخه ټولو هغو کسانو ته چې دندې يې د جغرافيې له بېلابېلو اړخونو سره اړخ لګوي او يا غواړي د جغرافيې او يا هم جيوپوليټيک په ډګر کې ليکنې او څېړنې وکړي، د دې کتابونو د لوستلو سپارښتنه کوم.

په پای کې يوه پلا بيا له ښاغلي آرينزي نه د زړه له کومې مننه کوم چې د هېواد د زړه سواندي څیړونکي په توګه يې خپل فرض ادا او د نړيوالې جغرافيې او هيوادونو د پېژندنې په ډګر کې يې خورا اړين او ګټور کار تر سره کړی دی. دا دی د هڅو پايله يې ستاسو په لاسونو کې ده. ده ته له ستر څښتن نه لا زیات برياليتوب غواړم چې د کتاب ليکلو دا لړۍ پسې وغځوي. کور يې ودان! بری يې په برخه!

محب سپين‌غر

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د ديپلوماسۍ انستيتوت رييس

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *