تاند- په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو مشر د دوشنبې په ورځ په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال راحیل شریف سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، په افغانستان کې د ناټو او امریکا د روزنیز ماموریت عمومي قومندان جنرال جان ایف کمبیل د پاکستان د پوځ په مرکزي اډه کې له راحیل شریف سره په کتنه کې پر دوه اړخیزو او سیمه ییزو مسلو او په ځانګړي ډول د ډیورند کرښې په اوږدو کې د همږغۍ په اړه خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ناټو او امریکايي روزونکو د عمومي قومندان او جنرال راحیل خبرې د دواړو خواوو د منظمو کتنو – راکتنو یوه برخه ده چې هر څه موده وروسته کېږي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د پېښور پر پوځي ښوونځي له حملې وروسته د پاکستاني، افغان او نړیوالو ځواکونو ترمنځ تماسونه زیات شوي دي.

پاکستان هڅه کوي چې داسي وښيي چې د دسمبر په شپاړسمه د پېښور پر پوځي ښوونځي د طالبانو له بریده د افغانستان په اړه د دوی په پالیسي کې بدلون راغلی دی خو عملاُ تراوسه پوري د پاکستان په دریځ کې بدلون نه احساسېږي.

ویل کېږي چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني پاکستان ته شپږ میاشتې وخت ورکړی دی.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د دغه هیواد چارواکو د پېښور په حمله کې د هغو پاکستاني طالبانو د لاس لرلو شواهد او اسناد افغان چارواکو او د ناټو قومندان ته وړاندې کړي چې د دوی په ادعا په کونړ او نورستان کې اوسي.

په وروستیو دوو – درو اوونیو کې د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د تماسونو په اړه څه نه دي ویل شوي. خو تر دې مخکې د پر له پسې اړیکو خبرونه خپرېدل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *