کابل ښار نژدې شپږ ملیونه نفوس لري د دغه شمېر خلکو لپاره باید په ښار کې په سلګونو ملی بسونه په منظم ډول تګ راتګ وکړي څو هره ورځ پخپل وخت ښاریان خپلو کارونو ته په وخت ورسیږي.
د منظم ښاري ترانسپورت نشتوالي نه یوازې د کابل ښاریان بلکې د هیواد د ټولو لویو ښارونو اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
له ۱۳۸۲ کال را په دې خوا یو شمیر بهرنیو هیوادونو لکه هند، جاپان او پاکستان په سلګونو ملی بسونه د افغان دولت سره مرسته وکړه چې د دغو کومکونو سره جوخت د کابل د ملی بس تصدۍ په فعالیت پیل وکړ. له یوې خوا د ښاریانو ستونزی ورسره لږ شوې، له بل پلو یې ښه عایدات درلودل خو دغه تصدي اوس بیا له سقوط سره مخامخ ده، د ښار په ډیری سیمو کې ملی بسونه نشته، زیات شمیر خلک په ساعتونو ساعتونو د ملی بسو په تمځای کې ولاړ وي له ډیر انتظار وروسته اړ شي چې په شخصي موټرونو کې تګ راتګ وکړي، شخصي موټرونه که له یوې خوا لوړه کرایه اخلي بل پلو ه یې ښاریان د یوشمیر امنیتې ستونزو سره لاس او ګریوان کړي، ځیني ډریوران له غلو سره لاس لری هغه کسان چې شتمن معلومیږي د یوه ځای څخه بل ځای ته یې په لږ کرایه لیږدوي کله چې د ګڼې ګوڼې له سیمې ووځي د څنګ ملګری یې د چاقو یا وسلې په زور هرڅه ورنه واخلي له موټر نه یې وغورځوي.
تیره ورځ زمونږ د سیمې یو ډاکتر چې په ښار کې شخصي معاینه خانه او درملتون لری د دریو تنو موټر سورو غلو سره مخ شوي وه نوموړي ویل چې د ماښام په شپږو بجو مې معاینه خانه قفل کړه د موټرو تمځای ته راغلم تقریبآ د پنځلسو دقیقو په شاوخوا کې تم شوم اخر یوه کورولا موټر ته پورته شوم موټر حرکت وکړ د باغ بالا سیمې ته چې ورسیدو ترڅنګ ناست کس د جیب نه چاقو راواخست زما پرغاړه یې کیښود راته ویې ویل چې د لاس بکس، تلیفون او د جیب پیسې د راکړه زه هم ناچاره شوم ټول مې ورته وسپارل له موټره یې کښته وغورزولم دوی وتښتیدل.
نوی حکومت ته پکار ده چې د ترانسپورت په وزارت کې مسلکې کسان په دندو وګماری او د ملی بس تصدۍ چې په دې وروستیو کې بیا د فعالیت نه لویدلې له سره ورغوي.