م، تصیب –

(جادوګر هنر) د شعر او شاعري په باره کې د استاد اسد الله غضنفر د مقالو کتاب دی چې د لویې کچې په شپږ سوه دیارلس مخونو کې مومند خپروندویې ټولنې چاپ کړی دی.

  په دغه کتاب کې د کره کتونکي استاد غصنفد ٨٥ مقالې خوندي دي. لیکوال د کتاب په سریزه کې کښلي دي: (  زه په ادبي غونډو کې معمولا ځوانان هڅوم چې نثر ته مخه کړي. زه د شعر له اهمیته منکر نه یم بلکې دا ویل غواړم چې شاعري اسانه نه ده. ما په شعرونو باندې یو کتاب مقالې لیکلې دي اما شاعري نه شم کولای. پر وزن او قافیې خبر یم خو په دې هم خبر یم چې شعر په وزن او قافیه کې نه خلاصه کېږي. زما خپله تجربه راته وایي چې که شاعري یوازې وزن او قافیه وي نو د لومړني ښوونځي ګڼ زده کوونکي به شاعر ان شي.)

 په دې کتاب کې د شعر د تیوري، د اوسني او پخواني شعر د پرتلنې، د شعر پیژندنې د څانګو، د شعر د کره کتنې او د ځینو اوسنو او پخوانو شاعرانو د شعرونو په باره کې بحثونه شوي دي.

 په جادوګر هنر کې د خوشحال باب د شاعري په باب اووه، اته مقالې او د رحمان بابا د شاعري په باب درې لیکنې شته.

 دغه راز د معزالله مومند، حمید مومند، درویش دراني، موسی شفیق، سیف الرحمن سلیم، خاطر اپرېدي او یو شمیر نورو شاعرانو د هنر په خاصو اړخونو رڼا اچول شوې ده.

په پښتو ادبياتو کې د داسې اثر کمښت احساسېده.  د نژدې اووه سوه مخونو دغه کتاب په ننگرهار کې مومند کتاب خپروندويې ټولنې چاپ کړى او د افغانستان په لرو بر کې له کتابپلورنځيو موندل کېږي.

One thought on “د شعر په هنر د اسدالله غضنفر کتاب، جادوگر هنر، چاپ شو”
  1. ټولمنلې مېتادولوجي داده چې د هرې سکالو (موضوع)
    مخينه او تاريخچه بايد وار له مخه وارزول شي او هله د خپلې ليکنې څېړنې هڅه وکړي خو گران غبرگ زمري زما د بدل مېچ يا پښتو شعر څنگه جوړېږي؟ هېڅکله يوه تشه يادونه هومره نه ده کړې او داسې راښيي چې هره ليکنه او کتاب يې په پښتوکې لومړۍ کارنامه ده، لکه څنگه چې له پاسنيو شابسيو هم راڅرگندېږي؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *