عصمت بهير

شاید زه د (کلتوراو ټولنه) کتاب د چاپي بڼې لومړنی لوستونکی واوسېږم چې ټول مې لوستلی وي.

د استاد اسدالله غضنفر د دې کتاب (کلتور او ټولنه) مقالې مې په منفرد ډول په انټرنیت کې لوستلې وې خو اوس مې بیا ځلي په پوره تلوسه او علاقمندۍ سره او د بلا ډېرو نویو خبرو په زده کولو سره ولوستی. مبارک دی مې وي.

له کلتور او ټولنه کتاب څخه د هرې نوې خبرې په زده کولو سره به مې د خوشحالۍ او غرور احساس کاوه دا ځکه چې په علم کې به یو ګام مخته کېدم.

زه په پوهنتون کې د پښتو ادبیاتو د اووم سمسټر محصل یم خو څومره نوې خبرې چې مې په ازاده مطالعه کې زده کړې دي، له بده بخته په پوهنتون کې مې نه دي زده کړې او په دې خپه هم نه یم دا چې ولي مې په پوهنتون کې کمي خبرې زده کړي دي ځکه کله چې په پوهنتون لومړی سمسټر تازه شروع شوه، د پوهنتون رئیس پوهاند امان الله حمیدزی زموږ صنف ته راغی، ښاغلي حمیدزي و پوهنتون ته د کامیابه کېدو د مبارکۍ سره تر څنګ دا خبره هم راته وکړه چې، په پوهنتون کې علم نه شئ زده کولای بلکې په پوهنتون کې یوازې تاسو ته د زده کړې او علم تر لاسه کولو لارې- چارې در ښودل کېږي، هغه وخت دا خبره راته عجبه ښکاره شوه، له ځان سره مې وویل، چې رئیس صیب اشتیبا کوي خو اوس دې نتېجې ته رسېدلی یم چې رئیس پر حق وو.

وایي تر ټولو ښه احساس هغه دی، چې د بیان لپاره یې هیڅ الفاظ و نه لرو، زه د کلتور او ټولنه کتاب د لوستو وروسته د همداسې یو حالت سره مخ شوم او خوشحال په دې یم، چې د خپل دروني هیجان د بیان لپاره ژبه لرم خو استاد غضنفر، د ده کورنۍ، افغان ولس او ټول انسانیت ته یې بې شمېره مبارکۍ وایم.

ټول انسانیت مې ځکه یاد کړ که څوک پیدا شي او د کلتور او ټولنه کتاب نورو ژبو ته وژباړي دا به هم زموږ او هم د نورو ژبو ویناوالو ته د نېکمرغۍ زېری وي.

کلتور او ټولنه د استاد اسدالله غنضفر د (۱۴۲) بېلا- بېلو مقالو مجموعه ده چې په ننګرهار کې مومند خپرندویه ټولنې د ډبلې پوښتۍ په درلودو سره په (۶۲۰) مخونو کې چاپ کړې ده.

د کلتور او ټولنه کتاب په لوستلو سره لوستونکی فکر کوي چې د مقالو نندارتون ګورم، د مختلفو موضوعاتو لرونکې مقالې د دې کتاب حجم تشکیلوي خو زیاته برخه یې اجتماعي لیکنې بشپړوي.

ما چې کله کلتور او ټولنه کتاب لوست نو د هرې مقالې څخه مې د یوه کتاب په اندازه خبرې زده کولې او همدا د لږ وخت مصروفیت او زیاتې ګټې، دې ته هڅولم چې نور او نور یې ولولم. كه تاسو ته زما ادعا بې بنسټه ښکاري نو دا یې ګز او دا یې میدان، تاسو یې هم ولولئ، چې د یوې مقالې څخه څومره ګټه پورته کولای شئ.

یو وخت مې د استاد غضنفر څخه په یوه مرکه کې چې د بي بي سي په پېلوځي پروګرام کې یې د روسي لیکوال لیف نیکولایوویچ تولستوی (جګړه او سوله) اثر چې پښتو ته استاد لطیف بهاند را ژباړلی دی، اورېدلي وه، چې کله نا کله په ادبیاتو کې یوه پېښه رامنځته شي، چې دا پېښه په پښتو کې لطیف بهاند د جګړه او سوله په ترجمه کولو سره وکړی.

اوس که تاسو راسره موافق یاست، دا ځل په پښتو ژبه کې د داسې پېښې افتخار د استاد غضنفر په برخه شو، مبارک دي وي، استاد محترمه!

او تاسو لوستونکو ته دي هم مبارک وي چې سږ کال د استاد غنضفر درې کتابه (کلتور او ټولنه، جادوګر هنر او د زرو هيندارو کور) چاپ او لوستل یې پر ټولو پور دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *