احمد فرید قیومي –

که څه هم د ټاکنو کېمسیونونه باید په بشپړه توګه خپلواک، بې طرفه او عادل وي، خو په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې یو شمېر ستونزو راپیدا کېدو او د دې ملي پروسې په برخه کې بهرنۍ مداخلې دې لاره هواره کړه، چې افغانان د ټاکنو تر څنګ په خپل ټاکنیز نظام هم باور له لاسه ورکړي.

اوس چې موږ په خپل مخ کې د ولسي جرګې خورا مهمې ټاکنې لرو او له وړاندې یې لا په مخ کې یو شمېر ستونزې او خنډونه هم موجود دي، دا د افغان حکومت او ټولو افغانانو لپاره خورا ستر چیلنج دی چې ترې په بریاليتوب ووځي او د ډیموکراسۍ دې خورا مهم اصل ته په پوره درناوي داسې ټاکنې ترسره کړي، چې خپل له لاسه ورکړی نوم بېرته خپل کړي. خو دا چاره دومره آسانه هم نه ده. افغان حکومت په خپل مخ کې خورا سترې ستونزې لري، چې د یوې حل لارې پیدا کېدو په صورت کې کولای شي ترې په بریالیتوب ووځي. د ټاکنیز نظام د اصلاح لپاره په حکومت کې دننه دوه ګوني نظریات، د پارلماني ټاکنو په اړه د بودیجې نشتوالی، د ټاکنو پر پروسې د خلکو د اعتبار زیانمنېدل، د الکټرونیکي تذکرو نه وېش او بالاخره د نړیوال ملاتړ کمېدل ټولې هغه ستونزې دي، چې ویره پیدا کوي شاید د ولسي جرګې ټاکنې په خپل وخت ترسره نه شي. حکومت همدارنګه پتیلې چې د ولسوالیو شوراګانو لپاره هم ټاکنې ترسره کړي، خو که حالت همداسې روان وي او ونه توانیږي چې د ولسي جرګې ټاکنو لپاره خپلې تیارۍ بشپړې کړي، نو د ولسوالیو ټاکنو سره ښه ده سر له اوسه مخه ښه وکړو.

تر ټولو مهمه خبره چې اوس رامخته کیږي، هغه د ټاکنیز نظام د اصلاح موضوع ده. دا ښکاره ده چې موږ یواځې د ټاکنو کمېسیون په تشکیلاتو کې ستونزې نه لرو، بلکې له قوانینو راواخله آن تر کمېشنرانو هم بېلابېل چیلنجونه په مخکې شته، چې ټولو ته حل لاره پیدا کول او یا هم د اصلاح چوکاټ جوړول وخت ته اړتیا لري. هغه وخت چې شاید موږ یې په لاس کې ونه لرو او که ورته تم کیږو، کېدای شي د ډیموکراسۍ ډیر اصول له لاسه ورکړو، چې پایله یې هیڅکله هم زموږ په ګټه نه ده .

نو څه وکړو چې لږ تر لږه د خپل نظام مشروعیت له لاسه ورنکړو او حد اقل په یوه داسې حالت کې پاتې شو چې نه سیخ وسوځي نه کباب؟

دا پوښتنه ځکه راولاړیږي، چې د نوي حکومت جوړښت هم په ځان پسې بلا نورې پوښتنې لري، د قانون په چوکاټ کې د داسې نظام په اړه هیڅ نه دې ویل شوي، نوی رامنځته شوی پوست هم د اساسي قانون سره ټکر کې دی او د ټاکنو پایله هم د ډیرو افغانانو په خوښه نه ده، نو ځکه داسې یوې لارې او طرحې ته اړتیا ده، چې موږ پرې خپلې تیرو خطاوو ته د جبران نوم ورکړو.
اوس حکومت ته په کار ده، چې له خپلو تېرو اشتباهاتو په پوره درس اخستو سره داسې رامخته شي، چې د خلکو دویم ځلې اعتبار هم تر لاسه او ټاکنې په خپل وخت ترسره شي.

حکومت دې پیل د کمېسیونونو له تشکیلاتي اړخ وکړي، ځکه موږ دومره وخت په لاس کې نه لرو چې قوانین هم په یوه وخت کې اصلاح کړو. که څه هم د الکترونیکي تذکرو وېش سمدلاسه نه کیږي، نو په کار ده چې له دوو ډلو جوړ شوی حکومت په خپل منځ کې په یوه نظر سره را وړاندې شي. دواړه ډلې دې دا فکر هم له یاده وباسي چې په یوه نه یو شکل سره خپل غړي په کمېسیونونو کې داخل کړي، بلکې هڅه دې وکړي چې د بحران بیا نه راتګ لپاره په اصولو برابر او شایسته سالار کدرونه رامخته او پروسه پرې پرمخ یوسي.ځکه دا پروسه ملي ده او یواځې په حکومت کې د شته دوو ډلو پورې نه محدودیږي.

پس که چیرې د هېواد په مخ کې د راولاړېدونکي دې بحران سره بیا هم د نورو هغو په څېر تنظیمي او سیاسي چلند وشي، نه په کې د وطن خیر شته، نه د وطن والو او داسې یو ناسور به رامنځته کړي چې ترې رغېدل به سخته خبره وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *