تاند- په افغانستان کې د امریکا پوځ بالاخره موافقه وکړه چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا خاص سرپلټونکي ته د افغان امنیتي ځواکونو په اړه ځانګړي او پټ معلومات ورکړي.

د امریکا پوځ تر دې یوه اوونۍ مخکې ویلي و چې دا پټ معلومات باید پټ وساتل شي.

سیګار یا په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د چارو د سرپلټونکي دفتر عموماً په افغانستان کې د امریکا په مرستو په جوړو شویو پروژو او کارونو کې د غلاوو راپورونه خپروي. خو تېره اوونۍ د دې ادارې له لوري په خپرو شویو معلوماتو کې محرمانه مسایل شامل ول.

په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو قومندان جنرال جان کمپبل ویلي و چې د دې ډول معلوماتو خپرېدا به له طالبانو سره د حملې په پلان جوړولو کې مرسته وکړي او دغه راز به په افغانستان کې ۱۰۶۰۰ دېره امریکايي پوځیانو ته خطر زیات کړي.

په همدې حال کې د سیګار ویندوی ویلي چې د هغو معلوماتو د لویې برخې د افشا کولو ښه وخت دی چې سیګار یې مخکې د څرګندولو غوښتونکی و.‌

امریکايي چارواکي وايي چې د افغانستان حکومت ورڅخه غوښتي ول چې د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو په اړه معلومات خپاره نه کړي.

خو سیګار وايي چې د امریکا دفاع وزارت اوس په دې اړه خپل نظر بدل کړی او د خپلو معلوماتو لویه برخه یې دې ادارې ته ورکړې او اوس سیګار پر غور او څېړنه کوي.

سیګار د امریکا پوځ تورن کړی چې امریکایان یې له دغو معلوماتو بې خبره ساتلي او د دوی په باور په افغانستان کې د امریکا د پروګرامونو بریا او یا ناکامي د معلوماتو له خپرولو سره تړاو نه لري.

سیګار په تېرو شپږو کلونو کې په افغانستان کې د امریکا له لوري د لګولو شویو ۶۵ ملیارد ډالرو په اړه راپورونه خپرول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *