دکندهار ښاروالی د سویلی رمپپ پروګرام په مالی مرسته د دی ولایت ۳۰ میرمنو ته دسنګارکولو زده کړه ورکړه او د سې شنبې په ورځ یی د یوی پراخی غونډی په ترځ کی دښځو چاروریسه ، ښاروال او سویلی رمپپ ریس لخوا ورته بریلیکونو اودکار کولو جوازونه ورکړل شوه.
دکندهار ښآروال قاضی محمدعمر دیادی غونډی په ترځ کی وویل چی ښاورالي وتوانیدل چی درمپپ پروګرام دعامه پوهاوی برخی په مالی مرسته دکندهار ښار د۳۰ میرمنو دپآره دهغوی دظرفیت دلوړولو او اقتصاد اوچتولو یاده پروژه پلی کړی.
ښاغلی عمر وایی چی په یاده پروژه کی لمړی درمپپ پروګرام لخوا دمسلکی ښځینه روزونکو لخوا ۳۰ میرمنو ته دسنګار کولو درس ورکړل شواونن په عملی بڼه هغوی ته بریلیکونه هم ورکړل شوه او دهغه ترڅنګ هری میرمنی ته دسنګار موادو او لوازموترڅنګ یوه چوکۍاو المارۍ ورکړل شوه.
دغونډی پرمهال دښځو چارو ریسه اغلیه روقیه اڅکزۍ دښاروالۍ او رمپپ پروګرام دهمیشنی مرستی څخه یی مننه وکړل او دایی دمیرمنودظرفیت او اقتصاد لوړولو دپاره ارزښتناکه وبلل.
اغلیه اڅګزی وایی چی دوی به همیش دښآروالۍ سره دچاپیریال ساتلو اونورو برخو کی مرسته وکړی ځکه ښاروالۍ دتل په ځیر له میرمنو سره مرستی کوی.
په کندهار کی دمیرمنو سره پداسی حال کی مرسته کیږی چی پدی وروستیو کی دښاروالۍ لخوا او نورو نړیوالو ادارو لخوا دښځو مرستی او پرمختیایی پروګرامونه جوړیږی چی دښځو پراقتصاد یی اړین تاثیر کړی دي.