ګل رحمان رحماني

د روغتون په انتظار خونه کې يې په لرګينه چوکۍ اړخونه بدلول، د روغتون سپين سرې خدمتګاره ور غوږ ته شوه.

زويه اندېښنه مه کوه! خداى به هر څه پخير سم کړي، دا د څوم اولاد دى؟

سړي په اندېښنه سر اوچت کړ

پنځم… ټولې لوڼې دي. کاش چې خداى دا ځل زوى راکړي.

سپين سرې لږ جدي او غوسه شوه.

هى زويه! دا څه وايې، لور او زوى يې چا په کې را اېستلي، هېڅ توپير نه لري، په دې خبره ګنهګارېږې، د خداى غضب به درباندې نازل شي…

سپين سرې د زوى او لور د برابرښت په اړه خبرې کولې چې د دهليز په کونج کې له لګېدلي وړوکي لاسپيکر غږ وشو. سپين سرې په منډه ولاړه او يوه شېبه وروسته بېرته هغه کس ته راغله.

مبارک شه! پخير تېر شو، د اولادونو مور رکه روغه ده او …

سړي خبره ورپرې کړه

ياني بيا هم نجلۍ ده؟

سپين سرې د هو په دود سر وخوځاوه او د سړي په جيب يې سترګې وګڼدلې.

زما زېرى… يوازې درې سوه اوغانۍ که هلک وى، بيا مې اووه سوه افغانۍ درنه اخيستې .!

٢٠١٥ د فبروري ٢مه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *