سید اصغر هاشمي –
د ارواښاد استاد ګل پاچا الفت په شعري کلياتو کې له وطن سره د مينې په باب ډېر شعرونه شته دي، دې باندې وطن او اولس دومره ګران و، چې له ډېرو شعرونو نه يې د وطن دمينې خوشبويي احساسولی شو.
ددې په شعرونو کې له هېواد سره مينه، له خلکو سره مينه او له ازادۍ او ابادۍ سره مينه څرګند مثالونه شته دي.
د استاد په شعرونو کې د وطن پالنې احساسات او په هغه کې د هنريت او شعريت جذبات ډېر دي.
د استاد الفت په شعرونو کې د وطن دوستۍ شعرونه په داسې صادقانه ډول او د زړه د مينې په درلودلو وړاندې شوي، چې په دقيق لوستلو يې انسان ته يو ډول فکر، له وطن سره د مينې پيدا کوي، له وطن سره د مينې په باب وايي:
د وطن په محبت باندې قسم خورم
چې د ځان له غمه زيات د وطن غم خورم
د وطن د شرف سپر يم نه وېرېږم
که د تورو ګوزارونه دم په دم خورم
دا خوږې غوړې ګولۍ دې وي د نورو
د وطن دفاع کې زه ګولۍ د بم خورم
کفن نه غواړم، د ژوند جامو کې درومم
د جنت باغ کې مېوې رقم رقم خورم
يم پرهېز د بې ننګۍ له خوراکونو
په غيرت ګټلی شی به ولې کم خورم
د وطن د اعتلا تږی يم ځکه
لکه ګل هره شپه څاڅکی د شبنم خورم
زه هغه يم چې تل ننګ په وطن خورمه
هغه نه يم چې رشوت سود او سلم خورم
چې په سر مې د وطن خدمت منلی
څه پروا ده که خپل سر لکه قلم خورم
د استاد ګل پاچا الفت په شعرونو کې د وطن دوستۍ احساسات په رنګينو شاعرانه جذباتو پيدا کېږي، چې په لوستلو يې ولس ته له وطن او هېواد سره د مينې يو فکر پيدا کوي، استاد خلکو ته د وطن دوستۍ ترڅنګ د ملي وحدت لارښوونه هم کوي.
د استاد په شعري کلياتو کې د (ملت او مملکت) تر سرليک لاندې يو په زړه پورې شعر دی، چې مملکت، هېواد او وطن له يو داسې باغ سره تشبيه کوي، چې په هغې باغ کې رنګارنګ ښکلي ګلونه، چې شنه او ځلېدونکي دي شته دي، دغه ګلان ډول ډول قدونه، رنګونه، بويونه لري، دغه باغ کې ټول د ګلانو بوټي د لوېوالي له مخې يو شان نه دي او يو له بله توپير سره لري، په باغ کې دغه ډول ډول ګلان، چې رقم رقم دي، د يو ملک د خلکو، قومونو او قبايلو په شان دي او باغ يو مملکت دی، د ملي يووالي لپاره دا يو ښه شعر دی؛ لکه:
لکه باغ يو مملکت وګڼه وروره
په کې هر قسم ګلونه بوټي ګوره
ونې ډېرې خو باغ يو دی که پوهېږې
که کوې بل رنګه فکر ډېر غولېږې
استاد په وطن مين، په خلکو مين او دې وطن او خلکو ته په خدمت مين و، کوم د زړه دردوالی او همدردي مې چې ددې په شعرونو او افکارو کې وليده، د ډېرو کمو ليکوالانو او شاعرانو په ويناوو کې به تر سترګو شي.
ده ته دا وطن د خپل کور مقام درلود او د ولس هر وګړی يې د خپلې کورنۍ له وګړي کم نه دی ګڼلی، دا ډېر مينه ناک انسان و، د وطن دوستۍ په باب (شعري کليات، ص ۱۵۰) کې (د وطن پالنه) تر عنوان لاندې له وطن سره د مينې په اړه وايي:
لکه شمع که ځان وسوځې په اور ته
نو به هله کړې رڼا مېنه او کور ته
که فرهاد غوندې دې غرونه سوري نه کړه
د شېرين وطن په عشق کې يې نامتور ته
په خولو يې د تندي که آبياري کړې
د وطن د ګلو باغ به کړې سمسور ته
که په اور اوبو کې تېغ غوندې غوټه شې
نو په سر به د دښمن شې هله سور ته
لکه ونه که بار نه کړې په سر پېټی
وبه نه شيندې خوږه مېوه هر لور ته
که د باد په شان دې ځان کړ سرګردانه
نو به وچې کړې خولې له مخ د ورور ته
د پنبې غوندې ځان ورکړه حلاجي ته
چې کړې پټ د خپل وطن لوڅ او سر تور ته
استاد په پورته شعر کې اولس له وطن سره مينې او خدمت ته هڅوي او په ډېر هنري او فکري ډول خپل نظريات وړاندې کوي.
د (ګران وطنه) تر عنوان لاندې داسې وايي:
ګرانه وطنه! څومره زېبا يې
جنت د ځمکې زړه د دنيا يې
ښاغلی تاج ته د ايشيا يې
وړ د ستايلو ته په رښتيا يې
لعل و ګوهر شته ستا بدخشان کې
تمدن خور شو ستا په جهان کې
ننګيالي تا دي هر وخت روزلي
ښه ښه ځوانان دي تا زېږولي
کارنامې ستا دي تاريخ ستايلي
ستا فرزندان دي څومره غښتلي
زمريان پراته دي ستا په لمن کې
تل پسرلی وي ستا په چمن کې
له وطن سره د ابادۍ مينه، له وخت سره مينه، وطن کې سوکالي، وطن کې خوشحالي، په وطن کې د ټول ولس ښه ژوند د استاد ګل پاچا الفت له ارمانونو ځنې و.
ملګرود خپلواکی ساتلو لپاره بنسټیز درمل؛ ملی یوالي دی اوبس!
خپلواکی د سیاست کولو چتر دی او په عامه معنی سیاست د هیواد په بهر او داخل کی د چارو د خپلواکه سمون په معنی دی. موږ تل د خپلواکی د اخیستلو لمړنی پړاو چی خپلواکی اخیستل دی په میړانی بشپړ کړی خو د خپلواکی دوهم ګام چی ترپایه یی ساتل دی پکی بریالی شوی نه یو. دلیل یی شاید دا وی چی موږ په سیاست کولو نه پوهیږو. په سیاسی پوهه کی هم د چارو واکداران او هم ملت شاملیږی. دواړو ته په سیاست پوهیدل اړین دی که چیری ملت د واکدار په سیاستونو باور ونه لری هم د خپلواکی د له منځه تللو خطر منځ ته راځی او هم واک دار ته ضرور دی چی د ملت د ارادی سره سم خپل سیاستونه سمبال کړی . افغان ملت تل پدی کی ښه مهارت درلود چی څنګه او څه ډول له بهره آزادی ته خطر دفع کړی٬د بهرنی استعمار څخه د خلاصون په لار پوهیږو خو د کورنۍ استثمار څخه مو لاتر اوسه ځانونه نه دی خلاص کړی. همدغه داخلی استثمار د دی سبب شوی چی بهرنی استعار ته لاره هواره کړی. که د نړی اکثره هیوادونه مطالعه کړو اکثره یی د استعمار تر سیوری لاندی راغلی وو. خو هغوی چی یوځل آزادی اخیستی بیا یی تراخیره ساتلی.همدغه هیوادونه نن د نړیوالو سیاستونو د مدار څرخونکی دی.
زموږ د خپلواکی او شهامت مزی لا اوس هم د ټوپک په شپیلی پوری تړلی ښکاری افغان خاوری خپله غیږه کی لوی مفکرین روزلی خو کله چی یی د ملت د سمون او پرمختګ لپاره د سیاست ډګر ته رادانګلی ملت له ځانه بیزاره کړی آن دکلی او هیواد پریښودلو ته اړ شوی.
یوه بیلګه یی سیدجماالدین افغان یادوم چی نوموړی د هند د انقلاب د خوب د رښتیا کولو لپاره خپل فکر ډیر مخکی شریک کړی وو. مهاتما ګاندی او جواهر لعل نهرو چی د هند د ملت جوړونی معماران وو. په هند کی د مسلمان او هندو ترمنځ د یوالی فکر چی د نوموړی افغان پیر فکر وو سبب شو ترڅو هندی انقلاب په بریا تمام کړی. د مصر اخوان المسلین حزب چی په ټوله اسلامی نړی کی زیات نفوذ لری د نوموړی افغان پیر د فکر په اساس د اسلامی نړی د یووالی لپاره جوړ شو خو افغان خاوری ته یی ډیر خوبونه لیدلی وو له بده مرغه چی د عمل بستر ورته برابر نه وو همدا سبب شو چی د هیواده بهر وفات شی. نن یی په نوم دعوا لرو چی هغه افغان وو.موږ یی له فکر ګټه وانخیسته٬ګټلی خپلواکی مو د افغان مفکرینو په فکر ښکلی نه کړی.
که هرڅومره هم وڅیړو دی پایلی ته رسیږو چی خپلواکی په ټوپک نه ساتل کیږی بلکه خپلواکی په فکر او د فکر په اساس جوړو شوو سیاستونو باندی ساتل کیږی چی هغه ملی یوالی کیدای شی اوبس. د افغانستان د خپلواکی د له منځه تللو دلیل کوم شخص نه شو ګڼلی٬ ټول پدی جغرافیا کی ژوند کوو حکومت زموږ نه جوړ دی څه چی زموږ فکر دی زموږ د فکرونو جمعی ته عامه افکار ویل کیږی چی همدغه عامه افکار د سیاستونو د تغیر لاره ده
دریو لسیزو جگړو که له یوې خوا د هیواد په اقتصادی ، تعلیمی او ټولنیز بنسټـونو باندې منفی اغیزې کړی او زموږ هیواد ئې وران ویجاړ او په کنډواله بدل کړ خو له بلې خوا ئې د قومونو په یوالی او اتحاد هم تر یوې اندازې بدې پایلې درلودی. د دې هیواد وروڼه قومونه چې د تاریخ په اوږدو کې ئې تل یو د بل په خوا کې په سوله ایز ډول ژوند کړی وو او په هر وخت کی چی هیواد ته خطر پیدا شوی وو په گډه ئی د هیواد نه په کلکه او د خپلو سرونو په قربانولو دفاع کړی وه هیڅکله ئی هم په خپلو منځو کی په ژبنی او قومی لحاظ کومه ستونزه نه درلوده چی دا حالت ډیرو افغان دښمنه کړیو ته د زغملو وړ نه وو او تل ئی کوشش کاوو تر څو په هره ممکنه وسیله دا یوالی او اتحاد له منځه یوسی. د لوی خدای نه شکر گذاره یو چی د هیواد دښمنان تل په خپلو دسیسو کی ناکامه شول او هیڅکله هم و نتوانیدل چی د خلکو په منځ کی یوالی او دوستی له منځه یوسی. دا چی ځینی حلقی د خپلو شخصی ګټوو لپاره په لوی لاس د غو اختلافونو ته اوس هم لمن وهی زما په نظر دوه عوامل لری:
باندنی عوامل
کورنۍ عوامل
باندنی عوامل هغه هیوادونه دی چی دوی کوشش کوی په مختلفو ډولونو باندی زموږ په هیواد کی د قومونو ترمنځ دښمنی را منځ ته کړی ځکه دوی پوهیږی چی تر هغه وخته چی دا قومونه په خپل منځ کی سره متحد وی دوی نشی کولای په دی هیواد کی خپلو نا مشروع موخو ته ورسیږی. په 19 پیړی کی انگریزانو زموږ د هیواد د اشغال لپاره دهمغی مشهوری پالیسی نه کاراخیست چی تفرقه واچوه او حکومت و کړه انگریزان کله چی زموږ هیواد ته راغلل نو ډیر تلاش ئی و کړ تر څو د مجاهدینو د رهبران تر منځ تفرقه واچوی مگر و نتوانیدل ، همغه وو چی ډیره شرمناکه ماتی ئی و خوړه او سره له دی چی دوی د همغه وخت د ڼړی یو ستر پوځی طاقت وو او د دوی په آمپراطوری کی لمر نه ډوبیده ولی د افغانستان د خوار هیواد نه ئی داسی ماته و خوړه چی د دوی ماتی او د افغانانو زړورتیا او میړانه د ډیرو نورو هیوادو لپاره د عبرت درس شو او همغه وو چی په نورو هیواد و کی هم خلک د انگریزانو په ضد را و پاریدل او ورو ورو د انگریزانومغرورانه آمپراوطوری په ړنگیدو شوه او د نړی ولسونه د دوی له استعماری منگولو نه خلاص شول. اوس هم په هر هیواد کی چی دوی خپلی گټی په تاوان کی ووینی نو بیا هلته کوشش کوی تر څو خپلو موخو ته در سیدو لپاره د ځینو حلقو او پلورل شویو آشخاصو په مرسته د خلکو په منځ کی تفرقه واچوی.
کله چی په شلمه پیری کی بل زبر ځواک شوروی اتحاد په افغانستان حمله وکړه او افغانستان ئی اشغال کړ نو هغو هم د انگریزی سیاست نه استفاده کوله او د اقلیتونو نه د دفاع په نامه ئی ځینی گروپونه مسلح کول او هغوی ئی د نورو قومونو سره د جنگ لپاره لیږل او تل به ئی دا تبلیغ کول چی د اقلیتونو حقوق تر پښو لاندی شوی دی او هغوی ته به ئی ویل چی دوی باید خپل حقوق په زور باندی تر لاسه کړی مگرم دوی هیڅکله په خپل هیواد کی د اقلیتونو حقوقو ته پاملرنه نه وه کړی د شوروی اتحاد په وخت کی چی 15 جمهورتونه ئی درلودل د ټولو جمهوریتونو امتیازات یوازی د روس چمهوریت ته ورکړل شوی وو او په ټول جمهوریتونو کی ټول عالی پوستونه دروسانو په لاس کی ول مگرم زموږ په هیواد کی دوی اقلیتونه تحریکول چی باید د حق اخیستو لپاره و جنگیږی چی متاسفانه دا لړی اوس هم دوام لری. تاسو و گوری په ایران کی چی تر 15-20 فیصده زیات سنی مسلمانان لری حتی د جومات د جوړولو اجازه نه ورکوی مگرم زموږ په هیواد کی اقلیتونو ته سلاح ورکوی تر څو د نورو قومونو سره و جنگیږی ، په ایران کی تر دیرش فیصده زیات ترکان او عربان اوسیږی ولی د هغو لپاره هیڅ قسم امتیاز نشته نه ئی ماشومان په خپلو ژبو لوست کولای شی او نه هم تلویزونی خپرونی لری مگرم زموږ په هیواد کی بیا د قوم ، مذهب او ژبی په نامه د خلکو په منځ کی اختلافات اچوی. خارجی هیوادونه د دی ټولو بیشرمانه لاس وهنو سره سره بیا هم نه دی تواندلی چی 100 فیصده خپلو موخو ته ورسیږی ځکه دلته هیڅ وخت خلکو نه دی غوښتی چی د قوم ، ژبی او مذهب په نامه و جنگیږی ولی متاسفانه ځینی یا په اصطلاح روشنفکران او خود غرض او د خارجی کړیو مزدوران دی چی د داخلی عواملو سبب گرځیدلی او تر یوی اندازی پوری ئی بی اعتمادی را منځ ته کړی ده.
۲. کورنۍ عوامل ، د خارجی عواملو په څنگ کی ځینی وطن پلرونکی او په شخصی گټو مین اشخاص او ډلی دی چی په داخل کی د قومونو تر منځ اختلافاتو ته لمن وهی او همغه د پردیو ورکړل شوی تبلیغات کوی او داسی تبلیغ کوی چی گویا پښتنو د نورو قومونو حقوق تر پښو لاندی کړی دی او دغه اشخاص او ډلی ځانونه د هزاره گان تاجکانو ازبکو مشران او نماینده گان بولی مگر دوی دا کارونه یوازی او یوازی د امتیازاتو د اخیستو لپاره کوی او کله ئی چی امتیازات واخیستل نو بیا خبره ختمه شی. دافغانستان خلک او قومونه لکه مخکی چی می وویل په سلهاوو کلونه یو دبل سره څنگ په څنگ سوله ایز ژوند کړی. که چیری دا په خپلو گټو مین او خود غرض مشران نه وی فکر نکوم چی هیڅ یو قوم دی له بل قوم سره ستونزه ولری . زما په اند د افغانستان قومونه په یوه بڼ کی د گلانو بڼه لری هر گل ځانته ښایست او ځای لری او د هر گل په و چیدو د بڼ ښکلا له منځه ځی. زه فکر نکوم چی په په نړی کی به داسی هیواد وی چی هلته به ټول و گړی په یوه ژبه ، یو دین او د یو ټبر وی نوباید د متمدنه انسانان په څیر او دالهی ارشاداتو مطابق چی وایئ د انسانانو تر منځ برتری یوازی په تقوا کی ده باید عمل و کړو داچی موږ شکر ټول مسلمانان یو، نو باید هیڅکله د قوم او ژبی په لحاظ دخلکو تر منځ اختلافاتو ته لمن و نه وهو او نه هم باندنیو عواملو ته زمینه برابره کړو چی موږ په مختلفو نومونو سره وویشی او دوی په موږ حکومت و کړی. هغه د پښتو متل ده چی وائی ” که تا ویل چی زه یم او ما ویل چی زه یم ، نه به ته ئی نه به زه یم ، او که ما ویل چی ته ئی او تا ویل چی ته ئی ، هم به ته ئی هم به زه یم ” په دی متل کی ډیر لوی درس پروت ده موږ باید پوه شو چی زموږپرمختګ، موفقیت ، سر لوړی او خوشحالی په یو والی او وحدت کی ده. نو راځی چی د دی وران ویجاړ هیواد د آبادی لپاره لاسونه سره ورکړو او نور نو د پردیو په دسیسو و نه غولیږو په یو والی کی خیر ده او په یو والی کی د الله رضایت ده. او په پای کې راځي ټول د ازادی د ساتنی فکری لارویان شو. هغه خپلواکی چی زموږ پلارونو موږ ته لاس ته راوړی په هماغه شوروا باندی د ماړی پوری کول بسنه نه کوي.
په پښتنه مینه
عبدالله احمدزی