د کرکټ بورډ خبرپاڼه – د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډله په اسټراليا کې د نړيوال جام تر پيلېدو مخکې يوې ځايي لوبډلې ته په يوه ورځنۍ تمريناتي لوبه کې په پنځو وېکټو ماتې ورکړه.
دا پنځوس اووريزه لوبه نن د اسټراليا په اډيليډ ښار کې له (ويسټرن ډسټرکټ) لوبـډلې سره ترسره شوه. يادې لوبډلې لومړۍ لوبه وکړه او په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ٢١١ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ٢١٢ منډو هدف ورکړ.د افغانستان له لوري حميد حسن، دولت ځدران او افتاب عالم دوه دوه لوبغاړي او سميع الله شينوارى يو لوبغاړى وسوځاوه.
د افغانستان لوبـډله ياد هدف د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله. د افغانستان له لوري نوروز منګل ٧٢ منډې يې جوړې کړې، دغه راز اصغر ستانکزى ٤٠، عثماني غني ٣٠، محمد نبي ٢٠ او نجيب الله ځدران ١٩ منډې جوړې کړې.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش ، اجراييوي رييس شفيق الله ستانکزى او ټول اداري کارکونکي د ملي لوبډلې په لومړۍ بريا ټولو هېوادوالو ته مبارکي ورکړې ده.
د کرکټ نړيوال جام د فرورۍ په ١٤مه، پيلېږي ، خو افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د فرورۍ په ١٨مه له بنګله دېش سره ترسره کوي.ـ تر نړيوال جام مخکې به افغانستان له هندوستان او متحده عربي اماراتو سره هم دوه تمريناتي لوبې ترسره کوي.