تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د لغمان ته لاړ او د دغه ولایت په وروستۍ حمله کې د وژل شویو کورنیو له غړیو سره یې د خواخوږۍ د څرګندولو تر څنګ د دغه ولایت د امنیتي وضعیت جاج واخیست.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم ولسمشر غني محمد اشرف غني په هېواد کې د امنیت پر ټینګښت باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل چې د امنیتي قواوو پر منسجم کېدو باندې په جدي ډول کار روان دی ترڅو په هېواد کې سراسري امنیت ټینګ او ولس هوسا ژوند ولري.

د افغانستان ولسمشرله امنیتي ځواکونو سره د ولس پر همکارۍ ټینګار وکړ، وې ویل: د خلکو له همکارۍ پرته سراسري او ډاډمن امنیت نه شي راتللی، له دې امله هر افغان باید د سولې او امن د ټینګښت لپاره له خپلو امنیتي ځواکونو سره مرسته او همکاري وکړي.

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي:« ولسمشر غني همداراز ۲۰۱ قول اردو ته لاړ او د دغې قول اردو د شهیدو منسوبینو روح ته یې دعا وکړه.»

ولسمشرمحمد اشرف غني له هېواد څخه د دفاع په لاره کې د دغې قول اردو د منسوبانو سرښندنې او قربانۍ وستایلې او دغه قربانۍ یې هر افغان ته ستر ویاړونه وبلل.

خبرپاڼه زیاتوي:«د افغانستان ولسمشرڅرګنده کړه چې د ملي دفاع وزارت ته یې لارښوونه کړې ده چې پرخپل وخت د شهیدانو د حقوقو ورکولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د هیڅ شهید کورنۍ باید د دولت له پاملرنې څخه لرې پاتې نه شي.»

1ولسمشرهمدا راز وویل چې د امنیتي ځواکونو ټپیانو ته پاملرنه یې په لومړیتوب کې شامله ده او وخت پر وخت د ټپیانو د درملنې له څرنګوالي څخه پوښتنه کوي او په روغتونونوکې هغوی له نیږدې څخه ګوري.

ولسمشرغني په امنیتي ځواکونو کې د مکافاتو او مجازاتو د اصل پلي کېدو ته د اشارې په ترڅ کې وویل: د افغانستان په اردوکې به د مکافاتو فرهنګ عام شي، ستاسو هریو چې د افغانستان لپاره سرښندنه وکړئ او خپلې اړوندې چارې د خدای، هېواد او دندې د سپیڅلي شعار له مخې ترسره کړئ و به ستایل شئ.

ولسمشرمحمد اشرف غني د ملي دفاع په وزارت کې د مجازاتو د فرهنګ عام کېدل د اصلاحاتو یوه بله برخه وبلله، وې ویل: هر سرتیری باید په دې پوه شي چې وزارت د دې وسیله ده چې دی له دې لارې له هېواد څخه ساتنه وکړي او هر سرتیری باید دا یقین ولري چې ستونزې به یې حل شي.

د افغانستان ولسمشرڅرګنده کړه چې د اړتیا پر مهال جزوتامونو ته د تیلو، وسلې او خوراکې توکو نه رسېدل ورته د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندان په توګه د منلو وړ نه دي او په منظم او هفته وار ډول به له هرې قول اردو حساب وغواړي او هر څوک چې د ملي دفاع په وزارت کې پر خپل وخت جزوتامونو ته دغه امکانات برابر نه کړي او د اړتیا وړ لوژستیکي او محاربوي توکي او وسایل ونه رسوي، له دندې به لرې شي.

ولسمشر غني د ۲۰۱ قول اردو سرتیرو ته په خطاب کې وویل: «زه دلته راغلی یم چې ستاسو ستونزې وڅیړم او په بنیادي ډول ورته د حل لارې وسنجوم نو په آزاد ډول خپلې ستونزې را سره شریکې کړئ.

د هېواد ولسمشردغو سرتیرو ته وویل: تاسو د هېواد رښتیني بچیان یاست او په رضاکار ډول د اردو لیکو ته راغلي یاست او دا یونیفورم مو اغوستی او له هېواده دفاع کوئ او دغه یونیفورم ته زه خاص احترام لرم او د دغه یو نیفورم قدر به د ټول افغانستان خلک کوي.»

همدا راز ولسمشرمحمد اشرف غني د یوې امنیتي غونډې په ترڅ کې د لغمان امنیتي حالت وڅیړلو او د چارو د لاښه والي لپاره یې اړوندو چارواکو ته لازمې لارښوونې وکړې.

ولسمشر غني پرون د سردار محمد داوودخان روغتون ته لاړ او د دغه روغتون رييس او کارکوونکي یې په روغتون کې د اصلاحاتو د راوستلو په خاطر وستایل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *