توریالی ویسا

خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩٣-۱۱۱۵

کندهار، افغانستان- د کندهار سرپرست والي اوونيزي امنيتي غونډي ته د خبرو پر مهال وويل، له ښه مرغه په کندهار کي د امنيت سمون محسوس دی او د نورو پرمختګونو لپاره هم هلي ځلي کوي.

ياده امنيتي غونډه چي د کندهار ولايت مقام د غونډو په تالار کي جوړه سوې وه د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ، مرستيال والي عبدالعلي شمسي، امنيه قوماندان ډګرجنرال عبدالرازق، د ملي امنيت رئيس بريد جنرال عيسی محمد، د ۲۰۵اتل قول اردو د لومړۍ او درېيمي لوا قوماندانان، د يو شمېر نورو افغان امنيتي ځواکونو مسوولينو او د ايساف ځواکونو استازو پکي ګډون درلود.

کندهار والي يادي امنيتي غونډي ته د خبرو پر مهال وويل، له کوم وخت راهيسي چي افغان امنيتي ځواکونو ته په بشپړ ډول امنيتي واک ورپه غاړه سوی، افغان ځواکونو په عملي ډول وښودله چي دوی د امنيتي حالت د پوره سمبالښت توان لري.

ښاغلي والي يادونه وکړه چي په ښار کي بايد ځوانان او په تېره هغه کسان چي له انټرنيټ، عصري وسايلو او تبليغاتي سرچينو سره سروکار لري وهڅول سي تر څو د سولي، امنيت، بيارغوني او ملي يووالي لپاره پوره او چټکي هلي ځلي وکړي.

والي د خبرو په دوام، په ښار کي د کېبل شبکې مسوولينو ته هم سپارښتنه وکړه چي د کېبل له لاري د ښوونيزو پروګرامونو او محفلونو خپرولو ته دي زياته پاملرنه وکړي تر څو عامه شعوري کچه لوړه سي.

همدارنګه سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا وويل، د تېرو کلونو په څېر به سږ کال هم د کوکنارو د کرکيلي د مخنيوي په اړه کمپاين پر خپل ټاکلي وخت تر سره سي.

د کندهار امنيه قوماندان ډګر جنرال عبدالرازق وويل، د کندهار ملي پوليسو د تېري اوونۍ په اوږدو کي د کندهار په بېلابېلو سيمو کي۱۴ تنه ترهګر وژلي، ۶ تنه يې ژوندي نيول، يوه عراده زرنج موټرسايکل چي چاودېدونکي توکي پکي ځای پر ځای سوي ول کشف او خنثی کړی، د وسلوالو ترهګرو اووه عرادې موټرسايکلان، اتلس کشفي مخابرې، ديارلس صوبه چانټې، ۲۴۲ کړۍ بېلابېل ډوله ماينونه، ۵ پارسله باروت، ۱۲۵۰ ميتره ثانيه سوز لاين، ۲۸۵ عدده د ماين پټاکۍ، ۱۵ دانې ريموټ کنټرولونه، ۷۶۰ کيلوګرامه تېزاب، ۵ فيره د راکټ انداز مرمۍ، ۱۰ تنه په بېلابېلو جنايي جرمونو تورن کسان، ۱۳۰ کيلو ګرامه چرس او ۷۰ ګرامه هيروين نيول سوي دي.

امنيه قوماندان د يادو لاسته راوړنو تر څنګ د پاسپورټ د مديريت له خوا د ۲۳۲۹۰۰ افغانيو او د ټرافيکو مديريت له خوا د ۷۴۴۴۵۵ افغانيو عوايدو د لاسته راوړلو په اړه هم يادونه وکړه.

نوموړي وړانديز وکړ، د کندهار يو شمېر هغه ولسوالۍ چي له هلمند ولايت سره سرحدي پوله لري ډېری مهال پکي امنيتي ستونزي پېښېږي، چي د حل په موخه يې بايد د همدې ولايت د امنيتي مسوولينو سره غونډه جوړه سي تر څو يادې ستونزي په سم ډول وڅېړل سي.

د ملي امنيت رئيس بريد جنرال عيسی محمد د تېرې اوونۍ په اوږدو کي د اوپراتيفي راپورونو پر اساس د ګڼو لاسته راوړنو تر څنګ يادونه وکړه چي ۱۹ تنه وسلوال کسان يې نيولي چي د وسلو تر څنګ يې د وسايطو لپاره جعلي پلېټونه جوړ کړي ول.

د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو مسوولينو هم په خپل وار سره د تېرو اوونۍ په اږدو کي د افغان ملي اردو د ځواکونو له خوا په ميوند او ژړۍ ولسواليو کي د سپکو او درندو وسلو د نيولو خبر ورکړ او يادونه يې وکړه چي د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کي يې د ځواکونو لخوا چاڼيز عمليات دوام لري چي تفصيلي راپور به يې په راتلونکي امنيتي غونډه کي وړاندي سي.

يادې امنيتي غونډي ته د ايساف ځواکونو استازي د خبرو پر مهال خوښي وښوده چي افغان ځواکونو په بشپړ ډول د امنيتي چارو د سمبالښت توان پيدا کړی او د نړيوالو ځواکونو له همکارۍ پرته امنيتي چاري په ښه ډول مخته وړلای سي.

د امنيتي غونډي په ترڅ کي د کندهار ښاريانو پر يو شمېر هغو ستونزو چي د ولايت مقام د شکاياتو پر شمېره يې ثبت کړې وې، هم خبري وسوې.

One thought on “ويسا: د امنيت سموالی محسوس دی”
  1. محترمه نور دخبرووخت ندى دكندهار خلك و برق ته همدانن ضرورت لرى چه خبلى فا فريكى فعاله كرى دوهم هغه غصب سوى مخكى بايد دغصيبانو خخه ستا دخبلوانو به شمول بيرته وبيت المال ته وركرى .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *