د دې لپاره چې دود د زغملو شي، بدعت پکار دی او د دې لپاره چې بدعت د منلو شي له دودونو سره یې تړاو ته اړتیا ده. د دود ځانګړنه دا ده چې تکرار شوی وي او مشترک مال وي. نوښت او بدعت که په خلکو ښه ولګیږي، خلک یې تکرار کړي او دود ورنه جوړ کړي. په شعر کې دودونه یا له قالب سره تعلق لري، یا له ژبې سره او یا له موضوعاتو او مضامینو سره. د ژبې او مضمون دودونه ډیر ځله له یو بله په اسانه نه بېلیږي. مثلا بورا هم زموږ د شعري ژبې یوه کلمه ده او هم زموږ د شعر یو دودیز مضمون.
یو وخت دا تصور پیدا شو چې بورا په ګل میین دی. وروسته بیا دا خبره زموږ د ادبي دودونو برخه شوه. بورا په شعرونو کې حشره ده، الوځي، په ګلونو میین دی او له رنګه تور دی. یوه شاعر د معشوقې ونه له سروې سره تشبیه کړه، اوس د شعر په دنیا کې د سروې ونه د دنګ والي نخښه ده او په ادبي دود بدله شوې ده. د ډیوې ژړا، په ګل باندې د بلبل مینه، د ګیدړ مکر، د زمري زړورتوب، د یمن عقیق، د ملالۍ میړانه، د خیبر غلیم ماتوونکې دره، د ادم خان رباب، د حاتم سخاوت، د لقمان پوهه، د تیرا باران، د بدخشان لال یا د کندهار انار زموږ د ادبي دودونو ځینې مثالونه دي.
دودونه مشهور وي او په همدې وجه نیمګړې یا غیرمستقیمه اشاره هم ورته کافي ده. کله کله دودونه ډیر عام نه وي او یا په پخواني ادب کې عام وي خو په اوسني ادب کې ورنه استفاده نه کیږي، نو پوهیدل ورباندې مشکل شي او دغه وخت دا امکان هم شته چې ان د ادبپوهانو د تیر ایستلو باعث وګرځي.
استاد حبیب الله رفیع په خپله یوه مقاله کې چې ( د رحمان بابا ژوند پېژندنه ) نومېږي او د دوی په کتاب ( رحماني خم) کې راغلې ده، لیکي:
او که تر دې وروسته دا بیت هم وګورو:
ستا په زلفو په رخسار پسې رحمان شو بې وطنه
مسافر د هندوستان د خراسان دی زما روح
نو نه یوازې دا ترې زبادیږي چې دی ( رحمان بابا) هندوستان ته تللی و، دا هم ثابتوي چې دی خراسان ته هم راغلی و،ځکه چې پیښور د لرغوني خراسان په ساحه کې نه و او دا بل بیت که د ده وي، چې پرې ورزیات یې کړو:
چې مېوې یې د کابل خوړلې نه وي
د هغو تر فهمه وڅکي شي ګورګورې
دا اټکل هم په لاس راکوي چې دی کابل ته هم راغلی او دلته یې دومره وخت تیر کړی چې د کابل بیلابیلې مېوې یې خوړلې دي ځکه په هغه وخت کې د ارتباط د عصري وسایلو د نشتوالي له کبله کابل او پېښور ډیر سره لرې وو او د کابل مېوې په هغه اصلي کم او کیف چې رحمان بابا یې ستایي، پېښور ته نه شوی رسېدلې.)
دلته خراسان او هندوستان په اصلي معنا نه بلکې د یوه شعري دود په اساس د سپین والي او توروالي نخښې دي او په همدې وجه د رخسار او زلفو معنا ښندي. د پښتو په کلاسیکو دیوانونو کې همدا د رحمان بابا خبره په لسګونو ځله تکرار شوې ده، ځکه خو یې شاعرانه دود ګڼو. مثلا معزالله مومند وایي:
نیت وجارواته ته معزالله د هیچا نه وي
مه شه څوک غریب په هندوستان د تورو زلفو
محمدي صاحبزاده وایي:
زړه مې ستا مخ، بند د زلفو په حلقو که
روهیلی که شه په سېل د هندوبار ګډ
علی خان وایي:
که په سپین رخسار خورې کا تورې زلفې
روم به زنګ شي، هند به ملک د خراسان کا
دغه راز کابل د ښو مېوو ځای بلل، د پښتو کلاسیک شعر یو دود دی. په پښتو کلاسیک ادب کې کابل د ښو مڼو، ناشپاتیو او ځينو نورو مېوو وطن بلل کیږي. پخواني شاعران تر اوسنو هغو شعري دودونو ته ډیر وفادار وو او ډیر ځله یې د خپل ژوند تر تجربو شعري دودونو ته اهمیت ورکاوه. خوشحال خټک وایي:
د کابل مېوې خوراک وې د طوطیانو
پرې خواره شول تورکارغان له هندوستانه
شاعر ځکه مېوې یادوي او د مېوو په خاطر د طوطیانو او کارغانو استعارې وریادیږي چې کابل د پښتو شعر په دنیا کې په مېوو مشهور دی. کارغه او طوطي هم د ادبي دودونو کلمې دي. کارغه په ادبي دودونو کې د توروالي اعلی مثال دی، ځيرک دی، بد اوازه دی اوچټل خور دی. خوشحال خټک فرمایي:
تورې سترګې یې تور زاغ دی
راپیدا د باز له ځالې
او طوطي د باغ اوګلونو شوقي دی، په خبرو کې تکړه دی، خوش اوازه دی، ښایسته دی، شکرې خوري، او چې آیینه وویني ، خبرې کوي. ( طوطي به یې د خبرو د زده کولو لپاره هیندارې ته ودراوه چې په خپل عکس باندې د بل طوطي ګومان وکړي. د خبرو ورزده کوونکی به د هیندارې شاته پټ شو او په لوړ اواز به یې کلمې ادا کولې. طوطي به ګومان وکړ چې دغه اوازونه د هیندارې طوطي راباسي، نو د غږ تقلید به یې شروع کړ او په دې ډول به په اصطلاح په خبروراغی.) محمدي صاحبزاده وایي:
طوطي وګوري آیینه خبرې کاندي
ګونګ سړی تل وسخن وته محتاج
خوشحال خټک فرمایلي دي:
تا ویل خوشحاله چوپ شه خوله مې واخله
زه طوطي یم چیغار وکړم بیا شکر خورم
دا هم د خوشحال وینا ده:
هلک څه زده د زیبا طوطا ساتنه
پروفیسر قلندر مومند د ابوالقاسم د دیوان په سریزه کې د شاعر د اصلي سیمې په باره کې کښلي دي: ( له یوه بله شعره یې دا تاثر مضبوطیږي چې ابوالقاسم د کوهستاني علاقې وه کله چې وایي:
زما ګل د پېښور د ګلستان دی
چرته دا ګل چرته شړ د کوهستان ګل
دا وینا په دې دلیل کولی شو چې که چرې د ده تعلق د کوهستاني علاقې سره نه وی نو بیا د کوهستان د ذکر څه خاص ضرورت نه وه.)
خو زما په نظر که ارواښاد قلندرمومند د دې خبرې د کولو په وخت شاعرانه دودونه په نظر کې وای، بیا به یې په وینا کې شک او تردید یو څه زیات و. زموږ په شعري دودونو کې د ښار ژوند ممکن د تمدن، د جګې سویې او د پوهې او کلتور سمبول وي او کوهستان برعکس. د خوشحال بابا په یوه قطعه کې لولو:
خو چې خوله کا سره وازه
حال د دواړو شي څرګند
که جاهل د کوهستان دی
که د شهر دانشمند
په ویل کې یو پریشان ځي
بل ویل کا بند په بند
د جاهل ویل خوند نه کا
د دانا ویل کا خوند…
دغه راز ممکنه ده چې ابوالقاسم ته به د قافیې غوښتنې د کوهستان کلمه وریاده کړې وي. په شاعرانه دودونو سربیره د وزن، قافېې او ردیف غوښتنې هم کله کله په شاعرانو هغه خبرې کوي چې ممکن د دوی له مفکورو او د ژوند له تجربو سره تعلق ونه لري. د دې احتمال شاید کم وي چې یوڅوک په کم عقله کس میین شي، خو زموږ په شعري دود کې معشوقې ته ډیر ځله ( نادانه ) ویل کیږي. د ابوالقاسم په هغه غزل کې چې یو بیت یې قلندر مرحوم رانقل کړی دی، دا بیت هم شته:
زما زړه دلبر پاره کړ په مژګانو
څوک دې ورنه کا په لاس کې د نادان ګل
دلته هم غالب ګومان دا دی چې شاعر د ژوند د تجربې د بیان په خاطر نه بلکې د قافیې په خاطر یا د شعري دودونو په پیروي خپله معشوقه نادانه بولي.
په شعری دودونو او د قافیې او وزن په ضرورتونو سربیره یو بل مهم شی چې ممکن د شاعر د مطلب په اخیستلو کې مو تیرباسي، د شاعر د ارزو او واقعیت تر منځ توپیر نه کول دي. شاعر یا لیکوال ممکن پټه ارزو ولري چې معشوقه دې یې څه نا څه نادانه وي چې دی یې تیرایستلای شي او دغه ارزو شاید د دې سبب شي چې شاعر خپله معشوقه نادانه وبولي. خوشحال خټک چې د مجازي مینې ډیر حالات بیان کړي دي، د بې تجربې او نادانې معشوقې په باره کې وایي:
د ناپوهې خوبا ټول مهر په یار شي
د هوښیارې په سر تیرې ماملې وي
زموږ د ادب محققانو ته پکار ده چې د شاعر د زړه د اواز په پیژندلو کې د ارواپوهنې اصول هم له نظره ونه غورځوي. زموږ د ادبیاتو څیړونکي کله نا کله د شاعر په کلام کې د یوه اخلا قي اصل مثلا سخاوت، شجاعت یا تقوا ستاینه د شاعر د خپل خوی نخښه ګڼي، حال دا چې ارواپوهنه راته وایي چې وګړي ممکن په هغه څه تظاهر وکړي چې نه یې لري.
پوهاند ډاکتر مجاور احمد زیار په خپل یوه کتاب ( د خوشحال ادبي پښتو) کې لیکي: ( په زړه پورې بیا دا چې ستر خوشحال پښتو توري دیرش ښوولي چې ښایي موخه یې د بېواکو نښې وي او په دې توګه تش یو توری زیات راځي:
عشق یو هسې یودیرشم توری راوښود
چې په دیرش توري څکوم د قلم کیلې)
خو حقیقت دا دی چې خوشحال بابا دلته د پښتو بیواکه توري( کانسوننټ یا د استاد منلي په قول چوپ توري) نه شمېري بلکې د یوه شاعرانه دود په اساس وایی چې عشق د قال اوعقل د ژبې له دایرې ورها خوا لوی حقیقت ورښودلی دی.د پخواني ادب د یوه شاعرانه دود په اساس د الفبا ټول توري دیرش دي. دولت لواڼی چې تر خوشحال خټک دمخه اوسیده، وایي:
( که توفیق مې حق نصیب که
زه به کښم د حق ثنا
یو دیوان په پښتو ژبه
پر دیرش حرف به کړم بنا
بل یادګار به مې شي پاتو
دا پښتو رښتیا وینا)
تلمیحات، اعلی مثالونه ( مثلا الم څوکه په پښتني کلتور کې د لوړوالي یو اعلی مثال دی.)، مشهورې استعارې او زموږ د ادبي زیرمې نور مشترک او تکرار شوي مضامین په ادبي دودونو کې شامل موضوعات دي. که د مشترکو مضامینودغه دودونه په یوه قاموس کې راټول شي، له یوې خوا به د شعر په تفسیر کې د تیروتنو احتمال کم شي، له بلې خوا به په دې پوه شو چې زموږ د شاعرانو لپاره تر ټولو جالب موضوعات کوم وو او بل به اوسني شاعران له پخواني میراث سره د پیوستون یو نوی امکان ومومي.
د مشترکو مضامینو په هره کلمه باندې یوه جالبه مقاله لیکل کیدای شي. مثلا موږ مخکې په پښتو ادب کې د بورا ځينې ځانګړنې یادې کړې. بورا د بلبل برخلاف چیغې نه وهي او له ګلونو سره پټ راز کوي. محمدي صاحبزاده وایي:
په بهار له ګلو کاندي راز بورا
پټ په غوږ کې ورته کا اواز بورا
په لنډیو کې اورو:
د بلبل هسې خولګۍ سره ده
د باغ ګلونه ټول بورا خوړلي دینه
محمدي صاحب زاده له ګل سره د بورا د مختصر خواله شاعرانه علت ( حسن تعلیل) داسې بیانوي:
د دنیا روزګار یو درنګ ورته ښکاریږي
ځکه ژر له ګلو کا پرواز بورا
د بلبل د فریاد ذکر ډیر کیږي چې ګویا د خزان د راتلو ویره ورسره ده، خو بورا دغه حالت نه لري او محمدي صاحبزاده خو وایي چې له ټولو ګلونو یې مچکه اخیستې ده:
په دا باغ کې یې له واړو خوله اخیستې
چې پرې ایښی کله یو ګل دی بورا روغ
او غونچه چې ورسره خبرې نه کوی نو:
زړه یې تړق لکه ګل مینځ ځکه وچاود
غونچه نه کا له بورا سره خبرې
همدا شاعر په یو بل بیت کې د بورا ډیر مجلس نه کولو بل شاعرانه علت راښیي:
بورا ځکه ډیر مجلس له ګله نه کا
له غونچې سره په باغ کې ویني خار ګډ
شاید د بورا د ډیر تګ راتګ وجه وي چې محمدي یې دلال بولي:
بیا پسرلی شه بلبل کا سودا د ګلو
دلالۍ تې( ته یې) وړاندې که بورا د ګلو
د محمدي صاحبزاده په دې لاندې بیت کې د بورا د جسم وړکوالي او تقوا ته اشاره شوې ده:
د شبنم د څاڅکي ډنډ د ګل په پاڼه
پرې اودس کا د اخلاص نماز بورا
د هغه په دې بل بیت کې هم د تور او له ځانه وړکي بورا روښانه ننداره کوو:
دا بورا دی د لاله په ګل چې کښیناست
که د یار په تنګې خولې تا وینم خاله
ده بورا بې ازاره بللی دی:
لکه خار ازارول مه کړه چې غم دی
د بورا په دود په ګل د بهار ګرځه
د بورا په اړه د محمدي صاحبزاده د څرګندونو یوه برخه چې د نورو په شعرونو او ولسي ادب کې یې هم مومو، د ادبي دودونو برخه بولو او یوه بله برخه یې ( مثلا د بورا د لمانځه خبره) د دود په منځ کې د شاعر بدعت دی. موږ که دودونه او سنتونه تشخیص کړو، د بدعتونو او نوښتونو بریدونه به راڅرګند شي او په دې به لا ښه پوه شو چې کوم شاعر څومره نوښتګر دی.
