په اوسني وخت کې د انټرنېټ مینه وال هر څوک دي؛ خو ځینې خلک داسې هم شته، چې انټرنېټ د یوې نشې او عمل په ډول کاروي او دا یو حقیقت دی، چې هر څوک یو ځل د انټرنېټ او په ځانګړې توګه د ټولنیزو وېبپاڼو؛ لکه فېسبوک، ټوېټر او نورو په کارولو روږدی او آموخته شو؛ نو پرېښودل یې بیا خورا ستونزمن کار دی.

د چین د جیانګسو ولایت په نانتونګ ښار کې یو ۱۹ کلن ځوان هم د انټرنېټ د زیاتې کارونې څخه تنګ شوی او خپل چپ لاس یې د دې لپاره له ځان نه غوڅ کړی دی، چې د انټرنېټ له اعتیاد څخه خلاص شي.

دغه ځوان وروسته روغتون ته لېږدول شوی دی. ډاکټران هڅه کوي، چې د ده لاس یو ځل بیا د بدن پورې ورونښلوي؛ خو تر اوسه دا نه ده جوته شوې، چې د نوموړي لاس به په عادي ډول جوړ شي او که نه.

نوموړي د خوب په کوټه کې له خپل ځان نه لاس پرې کړی دی او وروسته یې ټیکسي وان ته زنګ وهلی، چې روغتون ته یې ولېږدوي. نوموړي د خپل کټ سره مور ته یو لیک هم پرېښی او پکې لیکلي یې دي، چې زه روغتون ته لاړم او د علاج وروسته به بېرته کور ته راشم.

د نوموړي مور په دغه کار باندې ډېره حیرانتیا ښودلې او ویلي یې دي، چې ما هېڅ داسې فکر نه کاوه، چې زوی به مې داسې کار ترسره کړي.

د یوې سروې له مخې په چین کې (۶۴۹) مېلیونه خلک انټرنېټ کاروي، چې (۵۵۷) مېلیونه یې په خپلو موبایلونو کې کاروي.

په دغه هېواد کې همدا راز (۲۴) مېلیونه ماشومان او تنکي ځوانان هم انټرنېټ کاروي.

زاهدالله ځلاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *