د پاکستان په چارو کې د بارک اوباما د مشاور بروس رېډل کتاب (مرګونې غېږ/ پاکستان، امریکا او د نړیوال جهاد راتلونکی) پښتو ژباړه چاپ شوه.
دا کتاب له امریکا سره د پاکستان د ملګرتیا رازونه بیانوي او د افغانستان او سیمې هېوادونو پرسر په رامنځته شویو لوړو ژورو بحث لري.
پښتو ژبې ته دغه کتاب حزب الله اتل را ژباړلی دی او د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماسۍ انسټېټیوټ له لوري په ۳۶۰ مخونو کې خپور شوی دی.