اکبر اقبال – 

کرکټ یوه د چانس او فشار (پرېشر) لوبه ده او هغه لوبډله چې په میدان کې ښه ولوبیږي د لوبو ګټلو چانس یې زیات وي. د دې لوبې مینه والو تل هیله دا وي چې یوه نسبتاّ کمزورې لوبډله یا خو ښه لوبه وکړي او یا هم یوې قوي لوبډلې ته ماتې ورکړي، کله چې ورته لوبې په نړیوال جام کې رامنځ ته کیږي، نو خوند او مزه یې دو برابره شي، ځکه چې یو خو یې مینه وال خوشحاله کیږي او له بل لورې د کرکټ نړیوالې شورا د توجه وړ هم ګرځي.

په کرکټ کې ډېر کله داسې کیږي چې یوه قوي لوبډله مقابلې کمزورې لوبډلې ته په کم نظر وګوري او داسې فکر کوي چې لوبه په اسانۍ سره ګټلی شي، خو ولې هماغه کمزورې لوبډله یوه داسې لوبه نندارې ته وړاندې کړي، چې نه یواځې لوبه وګټي بلکې د کرکټ نړۍ پام هم ځان ته را واړوي، کله کله خو آن د کرکټ په فارمېټ (جوړښت) کې هم تغیر راولي.

په هر صورت، مونږ له ۱۹۷۵ تر ۲۰۱۱ کال پورې د نړیوالو جامونو ټولو هغو لوبو ته اشاره کوو، چې یوې کمزورې لوبډلې خپلې مقابل سترې لوبډلې ته ماتې ورکړي وي.

زمبابوې د اسټرالیا پر وړاندې
اکبر اقبال
اکبر اقبال

په ۱۹۸۳ کال کې مونږ د کرکټ په تاريخ کې یوه داسې لوبه هم لرو چې پکې د هغه وخت یوې ډېرې کمزورې لوبډلې زمبابوې د اسټرالیا غوندې یو سترې لوبډلې ته ماتې ورکړه. په داسې حال کې چې زمبابوی د هغه وخت داسې لوبډله وه چې د داسې لوبې تمه نه ترې کیده، خو په دې وتوانیده چې اسټرالیا لوبډله په ګونډو کړي. په دې لوبه کې زمبابوی وکړای شول اسټرالیا ته په ۱۳ منډو ماتې ورکړي او په نړیوال جام کې لومړنۍ بریا تر لاسه کړي، په لوبه کې د زمبابوی الراونډر ډنسن فلېچر وکړای شول په ۸۴ بالونو (توپونو) ۶۹ منډې جوړې کړي او په بالېنګ کې فلېچرد اسټریلیا ۴ مهم لوبغاړي هم وسوځول.

کینیا د لویدیځو ټاپوګانو(ویسټ انډیز) پر وړاندې

د کرکټ په نړۍ کې ځیني وخت یوه ښه لوبډله هم نه شي کوی چې ورکړل شوي د کمو منډو هدف ته ځان ورسوي. د ۱۹۹۶ کال په نړیوال جام کې ورته یو څه وشول، کینیا لومړی بېټېنګ وکړو او یواځې د ۱۶۱ مندو په جوړیدو وتوانیدل، چې په ځواب کې د ویسټ انډیز ټوله لوبډله په ۱۴ اورونو کې په ۹۲ منډو ډیرۍ شوه.

په لوبه کې کینیايي الراونډر موریس اوډمبې درې لوبغاړي تر پوویلین (د لوبغاړو دمه ځای) ورسول او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

بنګله دېش د پاکستان پر وړاندې

د ۱۹۹۹ نړیوال جام لپاره پاکستان یو له فیورېټ (غوره) شوو لوبډلو څخه و، د دوی په لوبډله کې د نړۍ خطرناک لوبغاړو شتون درلودو: وسیم اکرم، شاهد افریدي، سعید انور، شعیب اختر او انظمام الحق هغه لوبغاړي وو چې هر یوه یې په یوازې ځان د لوبې نتیجه بدلولی شوه.

بنګله دېش تازه نړیوال جام لوباوه، نو ځکه دوی تمه نه لرله، چې د پاکستان غوندې یوې قوي لوبډلې ته به ماتې ورکوي، خو همداسې وشول، بنګله دېش پچه وګټله او لومړی یې د بېټېنګ کولو فیصله وکړه او د ۹ لوبغاړو په سوځیدو یې ۲۲۳ منډې جوړې کړې، په ځواب کې د پاکستان ټوله لوبډله په ۱۶۱ منډو وسوځیده، د لوبې غوره لوبغاړی خالد محمود ونومول شو، نوموړي د ۲۷ منډو جوړولو تر څنګ درې پاکستاني لوبغاړي (شاهد افريدي، انظمام الحق، سلیم مالک) وسوځول.

د یادولو ده چې په دې لوبه کې پاکستاني بالرانو ۴۰ اضافي منډې هم ورکړې وې.

زمبابوې د جنوبي افریقا پر وړاندې

دا هم د ۱۹۹۹ نړیوال جام خبره ده، چې زمبابوې جنوبي افریقا ته په ۴۸ منډو ماتې ورکړه، جنوبي افریقا پچه وګټله او په شنه ویکټه یې لومړی د خپلو تېزو بالرانو د لوبولو فیصله وکړه. زمبابوې د نیل جونسن د ۷۶ منډو پر مټ ۲۳۳ منډې جوړې کړې او جنوبي افریقا ته یې د ۲۳۴ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې د افریقا لومړني ۵ تجربه لرونکي بېټسمېنان ( ګیري کرسټن، هرشل ګبز، مارک باوچر، هنسي کروني او جېک کېلس) یوازې په ۳۴ منډو میدان پریښود او د زمبابوې د کامیابۍ نښې په راڅرګندیدو شوې.

وروستیو بېټسمېنانو د زمبابوې بالرانو پر وړاندې یو څه مقاومت وکړ، خو یو په بل پسې یې پښې وښویدې او ټوله لوبډله یې په ۱۸۵ منډو وسوځیده.

نیل جونسن او هیټ سټريک درې درې افریقايي لوبغاړي له میدان نه بیرون ولیږل.

زمبابوې د هندوستان پر وړاندې

د زمبابوی لوبډلې په ۱۹۹۹ نړیوال جام کې هندوستان ته په ماتې ورکولو سره یو ځلې بیا ثابته کړه چې د نړي له قوي لوبډلو سره هم ښکر جنګولی شي، په دې لوبه کې د فلاور وروڼو (ګرانټ فلاور او اینډي فلاور) په زړه پورې بېټېنګ له کبله د زمبابوې ټيم په دې وتوانیده چې د ۲۵۲ منډو یو ننګوونکی هدف هندوستان ته ورکړي.

د هندوستان لوبډلې د ملا تير سچن رامېش ټنډولکر د پلار د مړينې له کبله په دې لوبه کې ګډون نه لرلو، خو ځینې نور بریدګر لوبغاړي (سارو ګنګولي، اظهرالدین، راهول ډرېوېډ) هم په دې ونه توانیدل چې د زمبابوې تېزو بالرانو هیت سټریک او اولانګا د تېزو بالونه مقابله وکړي او وقفه په وقفه یې لوبغاړي سوځیدل.

په وروستيو دوو اورونو کې د هندوستان لوبډلې لپاره د دریو ویکټو په شتون کې د ۹ منډو اړتیا وه، خو اولانګا داسې بالېنګ وکړو چې نړۍ یې حیرانه کړه.

که څه هم چې په خپل لومړي بال یې دوه منډې ورکړې، خو په دویم بال یې رابن سنګ د کېمبل په کومک له میدان نه بهر کړو، د دې اوور په دریم او څلورم بالونو یې ۳ منډې نورې هم ورکړې، او هندوستان لپاره ۳ نورو منډو ته اړتیا وه چې لوبه وګټي، خو اولانګا پر پنځم بال د جواګل سرینات ویکټې په هوا کړې او په وروستي بال یې وېنکټیش پرساد ویکټ ته د مخامخ ودریدو (LBW) په سزا د امپایر د ګوتې جګولو ښکار کړو.

پدې سره د یوې په زړه پورې لوبې وروسته هندوستان زمبابوې ته لوبه وبایلله

کینیا د سرېلنکا پر وړاندې

د ۲۰۰۳ نړیوال جام په یوه مهمه لوبه کې کینایي الراونډر کولېنز اوبویا ۵ سریلنکایي بېټسمېنان تر پوویلین ورسول او د لوبې په ګټلو کې یې مهم رول ولوبولو.

په لوبه کې کینیا لومړۍ بېټېنګ وکړو او په ۵۰ اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځيدو ۲۱۰ منډې جوړې کړې، خو د سریلنکا پښې په شروع کې وښویدې او دوه مهم لوبغاړي سنت جېسوریا او مارون اتاپتو یې په لومړیو اورونو کې له لاسه ورکړل.

وروستیو بېټسمېنانو هم چندانې ښه لوبه و نه کړه او ټوله لوبډله یې په ۱۵۷ منډو له میدان ووته.

ایرلېنډ د پاکستان پر وړاندې

د ډېر کله په څېر پاکستان یو ځل بیا ثابته کړه چې یوه نه اټکل کیدونکي لوبډله ده، کله د ښو لوبډلو پر وړاندې ډېره په زړه پورې لوبه کوي، خو ځیني وخت بیا له هغو لوبډلو هم ماتې خوري چې هیڅ حساب نه پرې کیږي.

په ۲۰۰۷ نړیوال جام کې همداسې څه پېښ شول، په دې لوبه کې د پاکستان بېټېنګ په مکمل ډول سره سقوط وکړ او یو په بل پسې له میدانه ووتل.

د لوبډلې کپتان انظمام الحق د ټاس ګټلو وروسته د خپلو بېټسمینانو د ازمایلو پرېکړه وکړه، خو ټوله لوبډله یې په ۱۳۲ منډو وسوځیده چې کامران اکمل پکې تر ټولو زیاتې ۲۷ منډې جوړې کړې.

ایرلېنډ دغه هدف د ۷ لوبغاړو په سوځیدو لاس ته راوړو، پاکستان ته په ماتې ورکولو کې د اوبراین وروڼو ستر لاس و، نیل اوبراین ۷۲ او کیوېن اوبراین بیا په ۱۶ منډو باندې نا سوځیدلی پاتی شو.

بنګلادېش د هندوستان پر وړاندې

په ۲۰۰۷ نړیوال جام کې بنګلادېش هندوستان په ګونډو کړو، د بنګلادېش له لورې مشرفي مرتضی ښایسته بالنګ وکړو او څلور هندوستاني لوبغاړي یې وسوځول، چې پدې کې د سهواګ وېکټ تر ټولو ډېره مهمه وه.

هندوستان په لومړي بېټېنګ کولو سره بنګلادېش ته د ۱۹۱ یو نسبتاّ اسان هدف وټاکه چې د بنګلادېش دریو لوبغاړو (تميم اقبال، شکېب الحسن او مشفیق الرحیم) د پنځوسیزو دغه هدف لا اسانه کړو او هندوستان ته یې په ۵ ویکټو ماتې ورکړه.

ایرلېنډ د انګلستان پر وړاندې

د ۲۰۱۱ په نړیوال جام کې انګلستان یوه له قوي لوبډلو څخه شمېرل کیده، ځکه چې د نړۍ وتلي لوبغاړي یې په لوبډله کې شامل وو ( سټروس، ټروټ، بېل، انډرسن او براډ) هغه لوبغاړي وو چې حساب پرې کیده او په یواځې ځان یې لوبه ګټلی شوای.

له ټاس ګټلو وروسته انګلش کپتان اینډریو سټراس لومړۍ د بېټېنګ کولو فیصله وکړه او د ۸ لوبغاړو په سوځیدو يې ۳۲۷ یو د غر په شان هدف ایرلېنډي لوبډلې ته وټاکه، چې په دې کې د ټروټ ۹۲ او بیل ۸۱ منډو یادونه کولی شو.

په ځواب کې له ایرلېنډۍ لوبډلې نه دا تمه ډېره کمه وه، چې دومره ستر هدف ته دې ځان ورسوي او دا هیله هغه وخت لا پسې کمه شوه، کله چې اینډرسن په لومړي بال باندې د پورټرفیلډ د ویکټو له منځه بال وویست.

ورپسې بېټسمېنانو زبردسته لوبه وکړه، ایډ جویس، پال سټرلېنګ او نیل اوبراین خپله برخه منډې جوړې کړې، خو تر ټولو مهمه لوبه د کیون اوبراین لخوا نه پر مخ یوړول شوه، نوموړي د ۶ شپږیزو او ۱۳ څلوریزو پر مټ۱۱۳ منډې جوړې کړې او په منډه کې وسوځیدو. د یادولو ده چې په دغه تاریخي ماتې کې د انګلستان خراب فیلډېنګ هم ستر رول ولوبولو او د ایرش لوبډلې زیات کیچونه یې پرېښودل.

بنګله دېش د انګلستان پر وړاندې

د ۲۰۱۱ په نړیوال جام کې انګلستان یو ځل بیا د یوې نسبتاّ کمزوري لوبډلې لخوا نه ماتې وخوړه، پدې لوبه کې بنګله دېش ټاس وګټلو او لومړی یې انګلستان ته د بېټېنګ کولو بلنه ورکړه، انګلینډ لوبډلې په پنځوسم اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۲۲۵ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې بنګلادېشۍ لوبډلې تر پنځوسو منډو کوم لوبغاړی له لاسه نه و ورکړی، خو د تمیم اقبال له سوځیدو وروسته یې لوبډله په غورځیدو شوه او یو وخت خو داسې ښکاريده چې انګلستان به په ډېرې اسانۍ سره لوبه په خپل نوم کړي، خو په وروستیو کې د شفیع الاسلام ۲۴ منډو انګلستان ته په ماتې ورکولو کې ستره ونډه واخیسته.

دا چې انګلستان سر په سر دوه لوبې ایرلېنډ او بنګله دېش ته وبایللې، نو له سختو ستونزو سره مخ شوه او په دې و نه توانیدو چې د نړیوال جام دویمې مرحلې ته هم لاره پیدا کړي.

اوس مهال ۲۰۱۵ نړیوال جام ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي او د ډېرو کمزورو لوبډلو هیله به دا وي چې یو یا دوه قوي لوبډلو ته ماتې ورکړي.

افغانستان د هغو لوبډلو په سر کې دی، چې په دې وروستیو کې یې د نړۍ پام ځان ته اړولی او د کرکټ مینه وال تمه لري چې په نړیوال جام کې به ښې لاس ته راوړنې ولري.

د پاکستان پخواني کپتان ويکټ کيپر بېټسمېن راشد لطیف په خپله یوه مرکه کې ویلي وو چې افغانستان داسې یوه لوبډله ده چې د نړۍ هرې لوبډلې ته د ماتې ورکولو وړتیا لري.

که څه هم د نړیوال جام له رسمي پیل وړاندې، د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان له پاره له هند او متحده عرب اماراتو سره دوه تمریناتي لوبې اعلان کړي، خو هلته له رسیدو سره افغان لوبډلې له یوې ځايي لوبډلې لوبه ګټلې ده، دا په داسې حال کې ده، چې نورو اسیایی لوبډلو ښې لوبې نه دي کړي، نو د افغان لوبډلې په اړه د کتونکو دا تمه په ډیریدو ده، چې دوی له هوا او پیچونو سره په بلدیدو دي.

په را روان نړیوال جام کې د مینه والو هیله له خپلې لوبډلې دا ده، چې په خپل ګروپ کې له هرې لوبډلې سره د مقابلې او توازن ساتلو لوبه وکړي او په اسانۍ یوې لوبډلې ته هم ځان ونه سپاري.

د دوی د لا بریو په هیله!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *