نوراجان بهیر

په انساني جوړښت کې له جسم ور ها خوا، څه چې ډیر مهم دي، څه چې انساني کړه وړه او آن شخصیت جوړوي، هغه ذهن ګڼل شوی، خو انساني پوهه، لا هم هغې کچې ته نه ده رسیدلې، چې ذهن پوره مطالعه کړي، بلکې د ذهن د محصول (کړو وړو) پر کتنه او ارزونه د ذهن د مطالعې او مشاهدې ادعا کوي.

د دماغ او پینځه ګونو حواسو مشترک عمل له ذهن سره تړلی او ذهن بیا د اروا یا روح په شان یو پر اسراره شی پیژندل شوی، چې تر دې دمه یې هیڅوک هم له بشپړ حقیقت نه خبر نه دي.

پورتنۍ خبرې د ډاکټر سیف الله غریب یار د هغه لیکچر په سریزه کې وې، چې د خوست ادبي بهیر په تیره غونډه کې یې د (لاشعور) پر موضوع کښلی ؤ.

څومره چې زه د دغه لیکچر د یو اوریدونکي په حیث پوه شوم دا وو، چې که موږ د یو انسان کړه وړه د اعمالو د سرچینې یا فکري او خیالي ماخذ پر لور څیړو، نو په ترتیب به کړه وړه، دماغ، ذهن او بالاخره خبره تر اروا رسوو. یا په بله وینا د انساني اروا او ذهن مشاهده به د انسان د کړو وړو له مخې کوو، چې دا چاره د ذهن په پیژندلو کې یو تت انځور ګڼلی شو.

همداسې د لاشعور د څیړنې له پاره هم له انساني کړو وړو، تر شعور، تحت الشعور ور تیریږو او بالاخره لا شعور او روح ته رسیږو. که څه هم دغه لاره تر هغې بلې هم ګرانه او پیچلې ښکاري، ولې د ځینو پوهو انسانانو او عالمانو شعور پکې تر یوه حده مزل کړی دی او د دواړو لارو لارویانو منزل یو، خو لارې او فکرونه بیل دي.

ډاکټر غریب یار د دې برخې د یوه نړیوال پوه سیګمنډ فرایډ له نظره د انساني ذهن درې ګونې سطحې (شعور، تحت الشعور او لاشعور) په لنډ ډول روښانه کړې وې:

1شعور: د هغه په وینا شعوري سطحه د انسان په حافظه کې خوندي توکي دي، چې فرد د ادراک په دایره کې راولي. دا خوداګاه او ویښه برخه ده، چې د انسان فکر، خیال او پنځه ګوني حواس پکې ونډه لري. یا په بله وینا هغه ویښه ذهني برخه چې له عقلي پلوه زموږ ورځنی ژوند تنظیموي، شعور بلل کیږي.

تحت الشعور: د ارواپوهانو په وینا دا د شعور او لا شعور ترمنځ واقع چینل دی، چې د دواړو پرتله ازادي لري او د تخلیقي خیالاتو زړي له همدې (تحت الشعوره) راشنه کیږي.

یو شمیر پوهان په دې نظر دي، چې له شعور نه ځینې معلومات تحت الشعور ته ځي او هلته د حافظې په بڼه پراته وي، چې بیا د ناپامۍ په شیبو کې موږ ته کوم هیر شوی نوم، شعر، یا بل څه راپه زړه کوي، خو ځینې نور وايي، چې تحت الشعور د لاشعور څه برخې شعور ته رالیږدوي.

لاشعور: د ژوند زرګونه تیرې هیرې پیښې، تجزیې او مشاهدې، چې په یوه لامحدوده خزانه کې دي او موږ پرې برلاسي هم نه یو لاشعور دی. یا په بله وینا لاشعور د شعور ضد دی او زموږ په ژوند کې ډیر داسې څه هم مخې ته راځي، چې هغه د شعور برخه نه شي کیدای او د لاشعور برخه ګرځي.

د دې ترڅنګ د انسان نابشپړې شوې غوښتنې او خواهشات هم د لاشعور برخه دي، ځکه خو ډیری پوهان د ماشومتوب ژوند د لاشعور برخه ګڼي او په دې اړه د فرایډ یوه نظریه ده، چې د انسان ذهن د یخ هغې ټوټې ته ورته دی، چې یوه برخه یې ښکاره او نهه نورې یې په اوبو کې پټې دي، چې همدا ښکاره برخه یې ویښ ذهن، یا شعور ګڼلی شو او باقي لا شعور، یا تیاره برخه ده.

د ډاکټر صیب په معلوماتو کې بل په زړه پورې ټکی دا ؤ چې د دې برخې د پوهانو له قوله یې خوب د لاشعور برخه ګاڼه، یعنې لاشعور د خوب پر وخت ویښ یا فعال وي او خوب لیدل لاشعور ته د ننوتو ښه لاره ده.

ډاکټر غریب یار پر شعور، تحت الشعور او لاشعور ډیر څه راټول کړي وو، خو لکه څنګه چې ده د خپلې څیړنې په سر کې یادونه وکړه، چې پوهه له سمندر سره تشبیه کیږي، خو سمندر حد لري او پوهه یا علم حد نه لري، دغسې د اوسني انسان له عقله پورته دا موضوع هم د ګډونوالو له پاره لا محدوده وایسیده.

د ډاکټر غریب یار له لیکچر وروسته د خوست ادبي بهیر ګډونوالو هم د لاشعور پر موضوع خبرې وکړې.
فریدالله قربان پر دریو واړو برخو له ورته خبرو وروسته د حمزه بابا یو قول ووې، چې لاشعور د انسان بنسټیز شخصیت دی.

فریدون رایان ویل چې لاشعور او تحت الشعور یو دي، یوازې شعور یې بله، یا ضد برخه ده، رایان د کنګل غره مثال ورکړ، چې سر کې یې اوبه وي، نور یخ وي او همدا لږه (اوبه) برخه یې شعور وګاڼه.

محمد رحیم سکندر وویل، چې پر دې موضوع یې د مطالعې ترڅنګ له ځینو استادانو سره هم خبرې کړې او دې نتیجې ته رسیدلی، چې الهام او نبوغ هم د لاشعور زیږنده دي.

بهیر وویل، چې لاشعور د روح په تله تلل د روحانینو او د ذهن په تله تلل د ساینسپوهانو کار دی، ښه به وي، چې د دواړو نظریات په پام کې ونیسو او سره نیږدې یې کړو. ده د پرینجي مثال ووې، چې ځینې یې د شیطان او ځینې یې د میکروب الوتنه ګڼي، خو دواړه حالته په ګټه دي.

الیاس وحدت هم د انساني عقل بیلا بیلو زاویو ته په اشارې وویل، چې موږ ډیر کله په کومه کیسه کې د زړه، یا د زړه د خوښې یادونه کوو، خو له زړه نه مراد روح دی.

محمداور خاورین د لاشعور ویښتیا یو ډول لیونتوب وباله او په دې برخه کې یې د حمزه بابا د نظریو یادونه وکړه.

د ساده حیدرخیل د خبرو غورچاڼ دا ؤ، چې شعور د لا شعور زیږنده دی.

همدا خبره د خوست شیخ زاید پوهنتون استاد ظاهرشاه زهیر هم تایید کړه او پسې زیاته یې کړه، چې فکر د شعور او خیال د لاشعور برخه دي، دا چې د شاعر خبرې خیالي او له لاشعور سره تړلي، نو ځکه خوږې دي او موږ ځکه په دې برخه کې د شاعرانو پر فطري استعداد اعتراف کوو، چې ښه مثال یې د رحمان بابا دغه بیت دی:
د ازل په ورځ د برخو جواري وه
اې رحمانه چا ګټلې، چا بایللې

د خوست ادبي بهیر غونډې دویمه برخه مشاعرې ته ځانګړې وه، چې په ترتبیب: ساده حیدرخیل، قدرت الله درمان، نوراجان بهیر، محمداور خاورین، ولي جان رومان، ملاجان، سیف مومند، فریدون رایان، شاهین شاهین، فریدالله قربان، نوراکبر قرباني، محمدرحیم سکندر، قدرت الله حلیم، نجیب الله واثق، عارف ځدراڼ، نقیب رسول کلیوال، کاظم، سیف الرحمن سراج او ساجد بهار د خپلو خیالاتو اظهار پکې وکړ.

د خوست ادبي بهیر د دې اوونۍ ناستې مشري سیف مومند کوله، مشر میلمه یې ډاکټر نوراکبر قرباني ؤ، د حضرت الله ستومان له خوا د قران پاک په تلاوت پیل شوه او د سټیج چارې یې ساجد بهار پرمخ وړې.

بلې غونډې ته د فریدون رایان پر نثر د کره کتنې هوکړه وشوه.

په ټوله ادبي مینه
د خوست ادبي بهیر د ګزارشونو لړۍ

One thought on “شعور، تحت الشعور او لاشعور/ نوراجان بهیر”
  1. بهیر صاحب یوه ورځ مې د سیدجمال الدین دشخصیت او افکارو په نوم کتاب مطالعه کاوه چې څو وارې چاپ شوی او خپور شوی و د سریزې په برخه کې چې هندی لیکوال پرې کښلي وه راغلي وو(دهمدغه میړني بچي د سیکولیرزم د تظریاتو اغیز و چې په هند کې یې د مولانا ازاد غوندې شخصیتونه راپورته کړل) دا د سیکولیزرم کلمه او د سید سره تړاو یې خوند رانکړ مجبور شوم چې ټول
    کتاب ولولم چې خوشبختانه یو ځای هم داسې څه په لاس رانغلل چې ګواکې مونږ ته ترې سید سیکولر ښکاره شي د کتاب ناشر ته مې زنګ وواهه او دا خبره مې ورته وکړه د میوند خپرندویه ټولنې مسول هغه وخت ډیر حیران شو چې کله ما ورته خپل ځان له خوست څخه معرفي کړ ځکه دده ټینګار دا و چې دا کتاب له اوردو فارسي او بیا پښتو ته ژباړل شوی نو څنګه کیدای شي چې دومره ستره او غټه اشتباه دې پټه پاتې شوي وي او بیا د له داسې سیمې دغه برخه څوک تنقید کړي چې …….خو خدای د خیر ورکړي ماته یې د خپلې تنقیدي مقالې د لیکلو وویل چې په نوي چاپ کې به یې ورسره چاپ کوو او دا خبره به سپینه وو.
    زه په هغه وخت کې دده حیرانۍ ته حیران وم مګر خوشبختانه نن مې چې د غریبیار صاحب ددې لکچر ګذارش ستاسو له قلمه ولوست د ناشر حیراني راته رښتیا د حیرانۍ وړ وبریښیده او پدې سیمه دده داسې ګمان په رښتیا چې زما لپاره خفه کوونکی و.هیله ده همدا لړۍ همداسې جریان ولري تر څو مو بیداري نوره هم زیاته شي.مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *