تاند- د افغانستان او پاکستان د فوټبال ملي ټیمونه به نن په لاهور کې په یوه دوستانه مسابقه کې مخامخ شي.
د افغانستان او پاکستان ټیمونو تر دې مخکې په ۲۰۱۳ کې په کابل کې مسابقه کړې وه چې ۳ پر صفر د افغانستان په ګټه پای ته رسېدلې وه.
دا به له ۲۰۰۵ راوروسته په پاکستان کې د دوو هیوادونو لومړنۍ مسابقه وي.
د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم کیپتان جلال الدین وویل چې دا مسابقه به د دوو هیوادونو ترمنځ دوستي لا زیاته کړي.
ده په لاهور کې وویل:«موږ دلته راغلي یوو چې د دوستۍ پیغام ورسوو، مطمین یم چې په دې ډول دوستانه لوبو به په سیمه کې سپورت وده وکړي.»
افغانستان د فوټبال په نړیواله درجه بندۍ کې ۱۴۲ ځای لري چې تر پاکستان لوړ دی. پاکستان ۱۸۸ مقام لري.