تاند- د افغانستان کرکټ بورډ وايي، ملي ټیم (ویسترن دیستریکټ کلب) ته په ۱۵۴ منډو ماتې ورکړه.

افغان لوبغاړو په پنځوس اورونو کې د ۵ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۳۴۷ منډې وکړې.

د افغان لوبډلې لپاره جاودید احمدي ۱۶۹ او نوروز منګل ۹۲ منډې وکړې.

ګلبدین نایب ۳، افتاب عالم ۲، جاوید احمدي ۲، حمید حسن ۱ او دولت ځدراڼ ۱ لوبغاړي وسوځول.

دا دوهمه تمریني مسابقه ده چې افغان لوبډله یې له استرالیايي ټیمونو ګټي.

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ د فبرورۍ په څوارلسمه پیلېږي خو د افغانستان لومړنۍ مسابقه به د فبرورۍ په اتلسمه له بنګله دېش سره وي.

One thought on “افغان لوبډلې د استرالیا یوه بل ټیم ته ماتې ورکړه”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *